د روژې هر ماښام اختر وي…! (۴) – جواد څارګر

جواد څارګر

په ښار کې هندوانه من په سل افغانۍ وه، له ښاره چې لیږ را تېر شوم، هندوانه من ۱۳۰ افغانیو ته پورته شوه او چې کلي ته ورسېدم د کلي په هټیو کې هندوانه من په ۱۸۰ افغانۍ وه.

زموږ کلی او ښار کابو شل کیلومتره واټن لري، په شل کیلومتره کې د یوه من هندوانې په نرخ کې د اتیا افغانیو په لوړوالي تعجب نه دی په کار، تعجب د هندوانه پلورونکیو په ایمان په کار دی چې ولې په دې بابرکته میاشت کې پر خپل ایمان نه وېرېږي؟!

دا خلک د هرې سودا سره د ایمان سودا هم کوي، آن د روژې په بختوره میاشت کې په قرآن او قسم سوداوې خرڅوي؛ دوی ګرم نه دي چې د روژې هر ماښام اختر ګڼي، پر دوی به اختر وي، ځکه چې په من کې اتیا افغانۍ ګټي، مګر دې ته پام نه کوي چې دلته داسې کورنۍ هم شته چې د زیات غربت له کبله د پیازو او چای سره روژې ماتوي.

زموږ تجاران د روژې میاشت د غوره مزدورۍ میاشت ګڼي، د همدې میاشتې لپاره خوراکي توکي ذخیره کوي، تر څو یې په روژه کې په لوړه بیه وپلوري.

دلته چې نه نظام شته او نه نرخنامه؛ د دې خلکو له خدایه هم وېره ختمه ده او زیار باسي په نارواو ګټو د روژې هر ماښام د ځان لپاره اختر وګرځوي.

د نورې نړۍ تجاران په رمضان کې په هر جنس کې تخفیف کوي، مګر دا زموږ تجاران په رمضان کې الهي قهر ته ځان تړي. دا بدمرغي هم موږ ته له پاکستانه راغلې او تر ډېره زموږ هر رنګ، له پاکستانه رنګ شوی.

په مدینه منوره کې مې د طالبانو له پخواني مشر او پاکستان ته سفیر ښاغلي مولوي ضعیف څخه وپوښتل؛ دا منئ چې طالبان د پاکستان خلک دي؟!

ښاغلي ضعیف وویل: افغانانو هر رنګ له پاکستانه اخیستی او پاکستانیانو یو رنګ له افغانانو یعنې طالبانو واخیست. داسې چې په افغانستان کې د طالبانو له جهاده، د پاکستان طالبانو رنګ واخیست او د پاکستان د پوځ او نظام پر ضد یې د جهاد توغ پورته کړ، نو څنګه ومنم  چې طالبان د پاکستان خلک دي؟!

خپلې خبرې ته راګرځم؛ اختر هغه وي چې پر ټولو وي، حیرانتیا ده، مسلمانانو ولې داسې حالت غوره کړ چې بل مسلمان ورور دې یې له ولوږې ومري، خو پر ده دې اختر وي؟

رسول ﷺ فرمایي؛ کله مو چې غوښه پخوَله اوبه ورزیاتې کړئ، تر څو مو په ښوروا کې د ګاونډي برخه هم کړې وي.

له بده مرغه اوس زموږ د ځوانانو تر منځ دا هم یو فېشن ګرځېدلای چې له بلها نعمتونو، د پړسېدلي دسترخوان انځور فېسبوک ته پورته کړي او په ډېر غرور ورسره ولیکي؛ راځئ یارانو، روژه ماتی تیار دی.

د دې بدمرغه فېشنونو او رواجونو پر ځای داسې کوم ابتکار ولې نه کېږي، چې د هر بېوسه، هر محتاج، او هر فقیر د روژې ماښام اختر وګرځي او په وچو شونډو یې موسکاوې خپرې شي؟!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button