د کابل وروستۍ پېښې او د پردې شا…!!

ليکنه: ارګون ديلر
ژباړه او زیاتونه: منیب الرحمن رحماني
په افغانستان کې وروستۍ چاودنې او بريدونه چې مسوليت یې طالبانو هم ونه مانه او د ځينو يې بيا مسوليت داعش په غاړه واخیست، دا چې نوي او د پخوانيو په لحاظ لوي بريدونه او په مهمو نقطو کې چا؟ او ولې کړي؟ څه غواړي؟ د دې پوښتنو لپاره څه وخت کېږي ځواب لټوم.
د دې د پوهېدو لپاره بايد لنډ تاريخ ته ولاړ شو. د ۲۰۱۵ کال په پای کې تمه وه چې ناټو خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسي، خو داسې ونه شول، ناټو د خپل رول نوم بدل کړ او په افغانستان کې یې د هغه ځای د جوړ کړي حکومت سره اوږد مدت تړون لاسلیک کړ.
ټول پوهيږو چې افغانستان په وچه کې پروت هیواد دی خو د جيو ستراتیژیک او جيوپوليتيک له لحاظه خورا ښه او مهم موقعیت لري. د پاکستان، چين، ايران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري.
که څه هم امریکایانو وخت ناوخته د دې سیمې په هېوادونو کې پټ او ښکاره عمليات وکړل، خو بريالي نشول او په دی ونه توانېدل چې په دې هېوادو کې ځان ته ځای پيدا کړي؛ په پای کې يي زخمي افغانستان مجبور کړ چې خپلې دروازې ورته خلاصې کړي.
افغانستان ته لوی اهميت ورکونکې بله نقطه د ورېښمو لاره ده، چې اوس يې چين د عصري جوړولو لپاره مټې رانغښتي دي. دا نوې پروژه به افغانستان د هندوستان، چين او ايران د مدنيتونو د ملاقات مرکز جوړ کړي.
خو افغانستان اوس د امريکا په لاس کې دی او د هر چا په ضد يې چې استعمالوي کولی یې شيږ
دا پروژه د افغانستان نه تېرېږي او افغانستان ته يو څلور لاری ارزښت وربښي، دا پروژه چې ۵۰۰۰ کيلومتره به د چين په سرحدو کې وي ۱۰۰۰۰۰ کيلومتره به د نړي په نورو برخو کې تر انګلستانه دوام ومومي، دا په دې معنا چې د امريکا اقتصادي او وروسته نظامي امپراتورۍ ته به د پای ټکی کېږدي. امريکا اوس په خپل ټول وس او توان د دې پروژې د بنديدو او يا د دوی تر واک لاندې ورکولو هڅه کوي.
په افغانستان کې چاودنې او بريدونه عام دي، خو دا وروستي بريدونه متفاوت دي .امريکا په پرونۍ چاودنې چين ته په کابل کې پيغام ورکړ او دا لړۍ به لاترخه او اوږدېږي، څنګه چې دا لار د افغانستان، پاکستان او د هند د بحر له لارې د افريقا شمالي بندرونو ته اوږدېږي او په بله نقطه کې د ترکيی په واسطه د اروپا سره يو کېږي همدا راز شرقي اروپا د انګلستان سره نښلوي.
انګلستان چې د دې پروژی سخت لېوال دی، نو ښکاره ده چې د امريکا سره يې ټکر شروع شوی، د اپريل د مياشتې په لسمه د لندن نه لومړی ریل ګاډی چين ته روان شو او پوره ۴۸ ساعته وروسته د انګلستان د پارلمان مخ ته د يو موټر د خلکو د وهلو وحشي صحنې ښکاره شوې چې ۵ مړه او۲۲ ټپيان يې په ځای پريښودل دا دامريکا لومړي اخطار و.
خو انګلستان بيا هم د دې پروژې پر عملي کولو اصرار درلود چې امريکا ورته يو څه سخت اخطار ورکړ او په مانچستر کې چاودنه وشوه.
اوس به دې ته ګورو چې ایا چين او انګلستان د امريکا سره د خبرو له لارې جوړېږي او امريکا ته برخه ورکوي او که چين او انګلستان يو نوی جنګ پيلوي؟ خو د جنګ ميدانونه بيا دوی لري او قربانيان به یې پخواني وي.



