د فکر ټال؛ انسان او تصور، تبلیغیان او اسلامي امت

د خړې حجرې خړ طالب
تبلیغیان هم ډېر تېز او خطرناک خلک دي، په آمیانو باندې ملایان ګمراه کوي، ملا چې کله د دوی په جال کې راګیر شي او دوکه شي، نو دا یې ورباندې شرط دی چې کال به لګوي، ځکه دوی ټول عوام او بې علمه دي، علماء پکې نشته نو ملا ته یې شرط هم سخت لګولی چې د علم له مقتضا یې تېر کړي.
دوی کې چې څوک د عالم په نامه دي، یوه ته یې طارق جمیل وایي او دا یې شعار دی چې د صحابه وو دور زمونږ لپاره دلیل نه دی، مخکې زمانو ته ولاړ شئ دوی خو د انکرېز داعیه چې د جهاد سقوط دی په مخ را اخیستې، نو ځکه هم رسول کریم صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه وو دور د ځان لپاره دلیل نه بولي، مخکې امتونو ته زور کوي او عام مسلمانان دوکه کوي چې جهاد پالتو شی دی او دې آیت کریمه ته یې نه دی ور پام.
وَ اِنْ مِّنْ نَّبِیٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّیُّوْنَ کَثِیْر.
بل ملا یې په نامه د احمد دی چې د جهاد د نه ضرورت خبره په جهر په ډېر جرأت او جسارت سره کوي او وایي چې جهاد کله ضروري امر دی، نوح علیه السلام فلان او فلان کله جهادونه کړي او ځان ته د نورو پیغمبرانو دور او منسوخ ادیان دلیل نیسي.
په اوس زمانه کې چې له یوې خوا علم او د علم حقیقت ورځ تر بلې کمیږي او د اسلامي ملکونو سیاسي نظامونه د صلیب تر واک لاندې دي، د دې ستر ثبوت؛ د وحی په مهبت کې د ال سعود له خوا د ټرمپ استقبال دی؛ او بل طرف ته د مسلمه امت د ذهن د خـرابوالي لپاره ټوله صلیبي ميډیا څلورویشت ساعته مصروفه ده، د مسلمان په هر کور او د هر مسلمان په جېب کې د دښمن لخوا د فکري اغوا پرېمانه وسایل موجود دي او اسلامي لوری؛ څوک چې د اصلي دین د حفاظت لپاره کار کوي او د هېچا تر هېڅ قسم تأثیر نه دي لاندې، په هغوی د صلیب او د هغوی د غلامانو له خوا ځمکه طبخی ګرځـېدلې او تر سختو فشارونو او دباو لاندې دي.
مسلمان ته بې له جهاده او بې له استشهاده بله لار نه ده پاته؛ استشهاد او په ځان پورې باروت تړلو ته مستضعف امت مجبور شوی؛ د خپل دین، وطن، ناموس، او حریت د ساتنې لپاره خو به لاس تر زنې نه کېنوست او له بلې خوا دلته بیا تبلیغیان په لوی لاس په عام محضرونو کې د جهاد د نه ضرورت خبرې کوي او د هغه عامو مسلمانانو اذهان چې هلته یې غربي میډیا هره ورځ په دجالي طلسم ورمینځي، جهاد د تروریزم او مجاهد د تروریست په نامه ورته معرفي کوي او دلته یې تبلیغی جاهل د اسلام په جامه کې د اسلام د مبلغ په صفت په عام محضر کې د جهاد د نه ضرورت خبره په ډېر جرأت، جسارت او صراحت سره کوي، نو ته او خدای چې مسلمان د تبلیغ او میډیا په لومو کې راګیر شي، نو د دې امت به څه انجام وي.
مونږ د تبلیغ خلاف خبره نه کوو، تبلیغ زمونږ کار دی، زمونږ دین دی، تبلیغ په دین کې یو ستر اصل دی، تبلیغ اصلاً د رسول کریم صلی الله علیه وسلم کار دی، د صحابي کار دی، د مجاهد کار دی، تبلیغ د دین ساتونکی او نشروونکی دی.
د اسلام مبارک دین علماوو پوره یوه نیمه پېړۍ په جهاد او تبلیغ ساتلی او هر عالم خپل ټول عمر په داسې حقیقي تبلیغ کې لګولی چې د اسلام حقیقي بڼه یې ساتلې کله چې د جهاد ضروت حس شوی بیا یې جهاد ته لکه صحابه کرامو وردانګلي، خو دین یې نه دی تحریف کړی، که دین تبلیغیانو ساتلی وي نو د دې معهودو تبلیغیانو څخه مخکې دین چا ساتلو؟



