جګړه او ملي اهداف!
لیکنه: مصدق اکرم اسحق زی
جګړه د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره یو وسیله ده، چې خپلې بېلابېلې بڼې لري؛ تر څو هېوادونه وکولای شي خپل اهداف تر لاسه کړي او ځان د لومړیو قوت لرونکو هېوادونو په کتار کې وشمیري.
د هر هېواد ملي ګټې او ملي منافع سره توپیر لري، د خپلو ملي ګټو، ملي امنیت په نظر کې نیولو او د ساتلو په موخه خپله بهرنۍ پالیسي جوړوي او د ګټې تر لاسه کولو په موخه له هر ډول لارو څخه پکې استفاده کوي، چې ښه بیلګې یې له فرهنګي، سیاسي، نظامي او وروستی یې د جګړې له لارې وي. دلته غواړم چې د لیکنې واضح کولو لپاره پر بېلګو رڼا واچوم.
۱: فرهنګي یرغل
ځینې هېوادونه د خپلو ملي ګټو، ملي امنیت د ساتنې او د تر لاسه کولو لپاره له ځینې هم ډوله فرهنګ لرونکي هېواد سره د مرستو تر څنګ پرې کلتوري یرغل هم کوي، چې ښه بېلګه یې پر خپل ګران هېواد افغانستان د ایران فرهنګي یرغل ګورو. ایران غواړي چې د مرستو ترڅنګ زمونږ پر فرهنګ هم یرغل وکړي او د خپلې ملي پالیسۍ د تر لاسه کولو لپاره له ځینو لارو کار اخلي. مذهبي ډلې تفرقې ته هڅوي، په ښوونیز مراکزو کې مو خپل د ژبې تدریس ته کوښښ کوي، د خلکو د اذهانو د تر لاسه کولو لپاره له میډیاو لکه؛ تلویزیون، ورځپاڼه، انټرنیت، کتابونو، مجلو، اخبارونو څخه ګټه تر لاسه کوي.
۲: سیاسي اهداف
هر هېواد د نړۍ په سیاسي استیج کې خپل سیال او رقیب لري، تر څو په سیاسي استیج کې ورته ماتې ورکړي او نورو لوبغاړو ته ځان یو ډول قوي او په کارونو کې ښه اداکار وبولي. د نړۍ د اکثریت هېوادونو ملي اهداف پر همدې ټکي څرخي چې څنګه کولای شو خپل سیال ته ماتې ورکړو او د کومو تکتیکونو، طریقو سره؟
امریکا چې د نړۍ قوي ځواک دی او غواړي چې ټول واړه او غټ هېوادونه دا هیواد په یکه وګڼي او خاص احترام دې ورته ولري، هغه هېوادونه چې غواړي له دغه هېواد سره ډغرې ووهې په سړه او کله تود جګړه کې اخته شي او له دغې طریقه خپل اهداف تر لاسه کړي.
د سړې جګړې ښه بیلګې مونږ د امریکا او شوروي ورکولای شو، چې د تودې جګړې څخه پکې ډیر خلک ووژل شو. افغانستان د امریکا او روسیې، د هند او پاکستان، سعودي او ایران، چین او امریکا د سړې جګړې تود ډګر دی او هر هېواد د خپلو سیاسي او ملي ګټو ملي امنیت د ساتلو په موخه له افغان خاورې څخه ګټه اخلي.
۳: نظامي
نظامي کمکونه اکثره د جګړې د تود ساتلو په موخه وي، تر څو د خپلو ملي ګټو، ملي امنیت مخالفینو ډلې وځپي، ځینې د ملي ګټو د تر لاسه کولو لپاره په سیمه کې جګړه توده ساتي او د خلکو په ذهنونو کې د جګړې لپاره ډول ډول تبیلغات کوي. قومي، ژبني، مذهبي، سمتي، نژادي تعصباتو په خپرولو سره د هېوادونو داخلي نظم اخلالوي او ګډوډ حالت بهتره ګڼي .
۴: جګړه
جګړه هم د ملي ګټو د تر لاسه کولو لپاره وسیله ده، چې ژر او یا هم په ځنډ اهداف تر لاسه کیږي؛ ښه بیلګې یې د امریکا جګړه په سیمه کې، د پاکستان هند جګړه، ایران سعودي جګړه، د اسرائیلو جګړه له عربو سره. بیلګې یې ډیرې لرو چې د بهرنۍ پالیسۍ د تر لاسه کولو لپاره له مختلفو طریقو او برنامو کار اخلي تر څو خپلې ګټې، امنیت او قوت د نړۍ په استېج کې خوندي وساتي.



