تبلیغي جماعت د افراط او تفریط تر مینځ یو وسط امت

ليك : عزير اسدخيل
په نړۍ کې د اسلام د خیرازۍ په موخه خورا خوځښتونه رامینځته شوی او هر یو خوځښت په دې هڅه کې دی چی د اسلام د مبارک دین لپاره تر نورو ډیر خدمات ترسره کړي، ځینی تر یوه ځایه منزل وکړی خو ځینی د نفس او هوا د خواهشاتو په ستر دریاب کی داسې ډوب شي چی د ځمکې له مخ نه یی نوم هم پوپناه شي.
ځینی نور بیا د ورانیو ویجاړولو ویرولو او بالآخره د وینو تویولو او بربادیو په خطرناک لوري رهي شي چی بیا د خپلی لاری سر او پای ورنه ورک او د لیونی په څیر په نړۍ کی سرګردان ګرځي.
ځینی نور بیا پرته له دی چی زندانونه پر ډک شي ذلیل کړل شی او آرمانونه یی له خاورو سره خاوری شي نور هیڅ لاسته رانه وړي
نو ځکه الله تعالی فرمایی چی: وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (104) آل عمران)
یعنی ای مسلمانانو باید ستاسی له جملی نه داسی یوه ډله دی موجوده وی چی د خیر لوری ته بلنه ورکوی خلکو ته د نیکۍ امر کوی او خلک له بدیو نه منع کوی او همدغه څیر خلک بریالی دي.
نو معلومه شوه چې د تبلیغی جماعت ډله سره له دې چی ځینی انسانی نیمګړتیاوی به ولری خو نن په خپلو سترګو ګورو چی یوه بریالۍ ډله ده. په ټوله نړۍ کی خپل سپيڅلی دعوت ته دوام ورکوی او او د ټولو نړیوالو له لوری د احترام وړ ډله ګرځیدلی ده نه ورنه څوک د ویری احساس لری او نه د ورانۍ او ویجاړۍ بلکه برعکس ویجاړ شوی شخصیات رغوی او د انسانانو په جوړولو کار کوی څو یی هم آخرت او هم د دنیا نیکبختی ورپه برخه شي.
نن ګورو چی د دی سپیڅلي ډلی پیروان ملیونونو ته رسیږی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کی پرته له دی چی له چا نه ډوډۍ وغواړی سفیره وغواړی یا بله کومه تمه او توقع ولري خپل دعوت ته دوام ورکوی او له خپل کور نه په میاشتو میاشتو په لری هیوادونو کی سفرونه کوی او د خدای تعالی په ذکر یی تل ژبه لمده وي ، خلکو خوبونه کوی خو دوی د الله تعالی سره په نیمه شپه خپل راز او نیاز کوی خلک خوراکونه کوی خو دوی روژی نیسی خلک عیاشی کوی خو دوی شپه او ورځ الله ته ژړا او فریاد کوی څو خپل بی لاری شوی بنده ګان وبخښی او د دوزخ له سرو لمبو یی بچ کړی.
خلک د خپلو ځانونو او خپلو بچیانو په غم کی شپه او ورځ لالهانده ګرځی خو دوی د ټول انسانیت د فلاح او بریالیتوبونو لپاره هاند وهي.
الله تعالی فرمایی: قل هذه سبیلی ادعو الی الله علی بصیرة انا و من اتبعنی،
ته ورته ووایه ای محمده ص دا دعوت زما لاره ده چی زه خلک د الله لوری ته رابلم په بصیرت سره دا زما کار هم دی او د هغه چا کار هم دی چی زما اطاعت یی کړی یعنی د ټولو مسلمانانو کار هم دی،
خو ګورو چی دغه فریضه یواځی همدی ډلی ژوندۍ ساتلی نور ټول مسلمانان د غفلت په درانه خوب ویده دی او هله به را بیدار شی چی اوبه له ورخه تیری وی بیا به پوه شی چی کومه ډله پر خره سپره وه او کومه پر آس؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button