(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۵) الماس خدرخېل
شمالي کوريا وايي، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو پروا نه لري او د خپلو وسلو جوړولو او پراختيا ته به دوام ورکوي.
د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت په خپلو تازه څرګندونو کې د امنيت شورا وروستۍ پريکړه رد کړې او زياتوي چې دوی به د اټومي وسلو له جوړولو لاس وانخلي.
دوی وايي، دغه بنديزونه په پټه امريکا تیار کړي او د ملګرو ملتونو امنيت شورا ورسره منلي دي.
دغه هېواد ويلي، هيڅوک نه شي کولی چې شمالي کوريا د اټومي وسلو او توغنديو له ازموينې څخه راوګرځوي.
د یادونې ده، چې شمالي کوريا خپله وروستې ازموينه تېره اوونۍ وکړه چې د امنيت شورا او يو شمير هېوادونو له سخت غبرګون سره مخ شوه، له هغې وروسته امريکا اعلان وکړ چې پر شمالي کوريا به نوي بنديزونه ولګول شي.

















