ترجمه : عزیر اسدخیل
کله چې خوارج په کوفه کې را پیدا شول نو امام ابو حنیفه رحمه الله یی راونیو او ورته یی وویل چې شیخ صیب! له کفر نه توبه وباسه.
هغه ورته وویل: زه الله ته له هر ډول کفر نه توبه باسم.
په دې خبرې سره هغوی پریښود.
کله چې امام ابو حنیفه رحمه الله ولاړ، نو دوی ته چا وویل چې هغه خو له کفر نه توبه وویسته خو د هغه مطلب دا و چې له هغه څه نه توبه باسی چې تاسې پرې عقیده لرئ.
هغوی بیا راووست.
د خوارجو مشر ورته وویل چې شیخ صیب! آیا تا له کفر نه توبه وویسته خو مطلب دې زمونږ عقیده وه؟
امام ابو حنیفه رحمه الله ورته وویل: آیا تاسې دا خبره د خپل ګمان نه کوئ او که د علمیت له نګاه نه ؟
هغوی وویل چې دا زمونږ ګمان دی.
امام ابو حنیفه رحمه الله ورته وویل:
بیا خو الله تعالی فرمایی چې: ( ای مسلمانانو! له ګمان نه ډیر ځان وساتئ ځکه چې ځینې ګمانونه ګناه وي.
د دې نه معلومه شوه چې دا ستاسې غلطي ده او ستاسې په عقیده غلطي کول کفر دی نو باید چې لومړی تاسی له کفر نه توبه وباسئ.
هغوی وویل چې بلکل شیخ صیب ستاسې خبره سمه ده مونږ له کفر نه توبه باسو.
بله ورځ یې بیا راوست چې مناظره ورسره وکړي، کله چې دوی پوه شول چې د ده دا عقیده ده چې اهل قبله په ګناه کولو سره نه کافر کیږي نو ورته یې وویل: دلته د مسجد د دروازې سره دوه جنازې ایښې دي.
یوه جنازه د هغه سړي ده چې تر انده انده پورې به یې شراب څښل، او ورباندې یې ځان تباه کړ په شرابو کې ډوب ومړ، او دا بله جنازه د هغې ښځې ده چې تر هغې یې زنا کوله چې کله پوه شوه چې حمل یې اخیستی نو ځان وژنه یې وکړه.
امام ابو حنیفه رحمه الله ورته وویل: چې دا دواړه د کوم دین پیروان وو؟ آیا یهودیان وو؟
هغوی ویل : نه
نصرانیان وو؟
نه.
مجوس وو؟
نه
د کوم دین پیروان وو؟
هغوی وویل چې د هغه ملت چې دا عقیده لري چی نشهد أن لا اله الا الله و أن محمدا رسول الله
امام ابو حنیفه ورته وویل: چې ماته ووایاست چې د تشهد کلمه د ایمان څومه برخه ده؟ دریمه، څلورمه او که پنځمه؟
هغوی وویل چې ایمان نه دریمه برخه کیدای شي نه څلورمه او نه پنځمه.
پوښتنه یې کړه چې د ایمان څومه برخه به وي؟
هغوی وویل چې ټول ایمان دی.
امام صیب ورته وویل: بیا ولې له ما نه پوښتنه کوئ چې هغه قوم چې تاسې پرې ګمان او اقرار کوئ چې دواړه مسلمانان دي؟!
هغوی ورته وویل دا خبره پریږده، دا ووایه چې آیا دا دواړه به جنتیان وي که دوزخیان؟
هغه ورته وویل: هغه چې تاسې یې منئ؟.
زه د دې دواړو باره کې هغه څه وایم چې د الله پیغمبر ابراهیم علیه السلام د هغه چا باره کې ویلي چې له دې نه یې ستر جرم کړی و، ( ای زما ربه دوی خو ډیر زیات خلک بې لارې کړي دي نو که چا زما فرمانبرداري وکړه نو هغه زما له جملې نه دی او که چا سرکشي وکړه نو ته بخښونکی او مهربان یی.
او زه د دوی دواړه باره کې هغه څه وایم چې عیسی علیه السلام د خپل قوم باره کې چې له دې نه یې سخت جرم مرتکب شوي وو ( ای ربه که چیرته ته دوی ته عذاب ورکړی نو هم ستا بنده ګان دی او که ته ورته بخښنه وکړې نو ته غالب او د حکمت څښتن یې.
او زه د دې دواړه باره کې هغه څه وایم چې نوح علیه السلام ویل دی: (هغوی وویل چې ايا مونږ پر تا څنګه ایمان راوړو حال دا چې تر ټولو پستو خلکو ستا تابعداري کړې ده، هغه ورته وویل چې زما علم دی په هغه څه چې هغوی یی کوي د هغوی سره حساب زما د رب کار دی که تاسی کی شعور وي.
او همدا راز زه د هغوی دواړو باره کی هغه څه وایم چی نوح علیه االسلام ویلي دي: (او زه تاسی ته دا نه وایم چی زما سره د الله تعالی خزانې دي او نه زه په غیبو پوهیږم او نه زه دا وایم چی زه فرښته یم، او نه زه هغه چاته چی ستاسی سترګی تزدری کوی چی الله به ورته خیر نه رسوی الله په هغه څه ښه پوهیږی چې د دوی په زړونو کی که داسی نه وی نو زه د ظالمانو له جملی نه شم.
نو هغوی خپله وسله وغورځوله او ویی ویل چی مونږ له هغه دین نه چې تر اوسه مو پیروي کوله سره له نن نه بیزار یو، او د الله د هغه دین پیروي کوو چې تا کړی ده، بی له شکه چې تاته الله تعالی غوره والی، حکمت او علم درکړی دی.
مأخذ : د امام ابوحنیفه مناقب: 151-108

















