(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۵) الماس خدرخېل
په کابل کې د خونړيو چاودنو او بريدونو وروسته د المان د بهرنيو چارو وزير زيګمار ګابريل له طالبانو سره د سولې غوښتنه کړې ده.
نوموړي وايي، سوله له دوستانو سره کومه معنی نه لري او بايد له دښمنانو سره سوله وشي.
زيګمار ګابريل له بيدام زونتګ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، په افغانستان کې د سولې او امنيت راوستلو لپاره بايد له طالبانو سره د سولې خبرې پيل شي او زياتوي چې (موږ په دې کې ونډه لرو چې په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو تر منځ يو سياسي حل پيدا کړو).
د جرمني د بهرنيو چارو وزير وايي، د نړۍ په هيڅ برخه کې د پوځي لارې سوله نه شي راتلی.
ګابريل په افغانستان کې د خپلو پوځيانو پر پاتې کيدلو ټينګار کړی او زياتوي چې د دوی په وتلو سره به د افغانستان امنيتي وضعيت لا خراب شي.
نوموړي په جرمني کې د پناه غوښتونکو په باره کې ويلي، چې دوی د جولای تر مياشت پورې د افغانستان امنيتي وضعيت له سره ارزوي او وروسته به د دغه هېواد له لوري د رد شويو پناه غوښتونکو په اړه پريکړه کېږي.
دی وايي، تر هغه وخته هغه کسان لېږل کېږي، چې جرمونه يې کړي او يا دغه هېواد ته ترې د خطر ګواښ متوجه وي.
په کابل کې د وروستيو چاودنو له امله دغه هېواد افغانستان ته د پناه غوښتونکو د بيرته ستنولو پروسه ځنډولې ده.

















