سرلیکنه
د تېرې يوې اونۍ راپدېخوا کابل سخت نا ارامه او د ملاماتو غمونو او ويرونو شاهد ؤ. هغه څه په کابل کې وشول چې د مخه یې سوچ هم نه کیده. د کابل په پېښو يواځې د کابل ښاريان نه، بلکې ټول هېواد کې وير، ماتم او ولس ورسره په وير ويرجن او غمژن دى. خو دا د چا د کړنو پايله ده؟ دا د کومو پاليسيو په نتیجه کې رامنځ ته کيږي؟ دا پاليسي چې هره ورځ دې د مظلوم ولس له کورونو جنازې پورته کيږي او تر څو به دا په مرګونو لوبه روانه وي؟
د دې څو پوښتنو ځواب په تېرو شپاړسو کالو کې حکومت ولس ته ونه ويلاى شو او نه یې د کابل چارواکو سره د ولس په وړاندې ځواب شته.
تېره ورځ اشرف غني په يوه جنازه کې وويل چې د دې ستونزو نه د خلاصون لپاره ملي يووالي ته اړتيا ده؛ دا اړتيا اشرف غني اوس وليده، هغه وخت ورته اړتيا احساس شي چې د ولس پر وړاندې د پېښو ځواب نه لري. په اصل کې ملي يووالي ته هغه وخت اړتيا وه چې جمهوري رياست مشرتابه ته انتخاباتي کمپاين روان و او د ملي يووالي اشخاص په ګوته شوي واى، چې څوک د ملي يووالي او ولس د خدمت وړ دي او باور پرې کېدای شي.
د تېرې اونې راپدېخوا چې په کابل کې څه تېر شول او تېريږي، په دې هر افغان ته درد رسيدلى دى. اشرف غني بايد دا سوچ هم وکړي او د ولس په وړاندې اعتراف وکړي، چې د دا ډول پېښو لاملونه له منځه يوسي چې په دویم ځل بيا دا ډول پېښې رامنځ ته نه شي. که یې د مخه په مرګونو پېښو د ولس سره مشوره کړې وای او د ملي يووالي اړتيا یې حس کړې وای، نن ورځ به کابل په سرو وينو کې ډوب نه ؤ.
اشرف غني وايي چې ترهګر غواړي په هېواد کې ګډوډي، د حکومت تر منځ تفرقه، بې اعتمادي او د هېواد د وېش لوبه روانه کړې، په حقيقت کې دې عمل ته اړتيا نه شته؛ په حکومت کې دا لوبه روانه ده.
په هېواد کې دا مهال تفرقه شته، بې اعتمادي اوج ته رسېدلې، ګډوډي ټول ولس د سر په سترګو ګوري او د وېش مسئله له ترهګرو د مخه په حکومت کې روانه ده، چې شمالي ټلواله پرې کار کوي خو غني لالا په خوب ويده دی.
په کابل کې مرګونې پېښې وشوې، ټول ولس پرې خواشينی شو او د خواشينۍ وړ دي؛ خو هغه څه چې اشرف غني او نور چارواکي یې ترهګرو ته منسوبوي هغې ته اړتيا نه شته. په کابل کې به بريدګر هم خپل هدف لري، دهدف نه بغير څوک له سره نه تېريږي، خو د دې مخه نيول او ولس ته حقيقت روښانه کول تر هر څه دا ضرور دي. چې ولې ولس په تياره کې ساتل کيږي؟ هغه اسباب ولې له منځه نه وړل کېږي چې په غچ اخیستنه کې یې د کابل ښاريان په خپلو وينو کې لمبيږي؟
په ليبيا، يمن، سوريه، سوماليا او نورو هېوادونو کې به د حکومت مخالفين د بلوا ګانو په تور ياديږي، خو په حکومت کې چارواکو خپله بلوا جوړه کړې ده. حکومت هغه لاملونه رامنځ ته کړي دي چې بلوا ترې رامنځ ته کيږي. که اشرف غني او ورسره څو د حکومت په چور اوتالان کې ملګري یې ولس ته دا پلمه کوي چې په نورو هېوادونو کې هم ترهګري روانه ده، دا بې ځايه دلايل دي. د نورو هېوادونو او افغانستان پرتله په هېڅ صورت سره نه شي کيداى، نورو هېوادونو بيا هم په خپل ولس تکیه او باور کړی، اما افغان چارواکي په ځاې د دې چې په خپل ولس تکيه او باور وکړي، بهرنيان یې خپله تکيه ګرځولې ده او باور پرې لري، چې که اړتيا وليدل شي د امنيتي پوستو په ساتونکو هم بمبار کېداى شي.
که اشرف غني غواړي د ولس ځواب ووايي؛ د امنيتي ادارو په اصلاح مسئله نه حل کيږي. فساد او بې باوري يواځې په امنيتي ادارو کې نه، بلکې په ټول نظام کې ده. ټول نظام يو پر بل باور نه لري، په ټول نظام کې اصلاح پکار ده چې ولس په ارام سا واخلي. ولس بايد نور روژماتی په وير او ماتم ونه کړي، نور ولس د غم او ژړا توان نه لري، نور له کورونو جنازې ونه ایستل شي.
وبه ګورو چې اشرف غني څرنګه اصلاح را ولي. خو په دا ډول ويناؤ یې دا دی حکومت تر دوه کالو زيات عمر ته ورساوه؛ نه قضا اصلاح شوه، نه ستره محکمه، نه د کورنيو چارو وزارت او نه به امنيتي ادارې اصلاح شي. دا اصلاح به هم د تېر په څېر د څو ورځو لپاره د مطبوعاتو د سرمخو سرليکونه شي او بيا به په هېواد کې مرګونې پېښې دوام لري.
ولس هغه اصلاح ته اړتيا لري چې نور پرې د غم ټغر له هېواد ه ټول کړل شي، نور له کورونو جنازې ونه ایستل شي او نور په هېواد کې د جګړې ځای سولې ته پاتې شي.
















