(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۶) الماس خدرخېل
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او د ويسټ انډيز کرکټ لوبډلې تر منځ درې شل اوريزې لوبې وشوې، چې په دريواړو کې يې ملي کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه، افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ وکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.
نبي عیسي خېل په ۳۸ منډو او نورعلي ځډران په ۳۵ منډو د افغان لوبډلې دوه مخکښه توپوهونکي و.
په ځواب کې وېسټ انډيزۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په شلم اوور کې د ۳ وکټو په لاسه ورکولو سره پوره کړ او افغانستان ته يې په ۷ وکټو ماتې ورکړه.
له شل اوریزو سیالیو وروسته دواړه لوبډلې به درې پنځوس اوریزې هم ولري چې لومړۍ لوبه به یې د جمعې په ورځ د جوون په نهمه نېټه وي.

















