(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۶) الماس خدرخېل
ولسمشر اشرف غني نن د کابل پروسې غونډې ته د وينا پر مهال د طالبانو سره د سولې او د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، که وسله وال طالبان معقول وړاندیز ولري، کولای شي په یوه هېواد کې سیاسي دفتر پرانېزي.
ښاغلي غني پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته حاضر شي او په وينا يې که طالبان سولې ته حاضر نه شي نو د نړيوالو له قهر او بنديزونو سره به مخ شي او زياته يې کړه چې دا به يې د سولې لپاره وروستی فرصت وي.
هغه وويل، هرچيرې که دی وغوښتل شي د سولې خبرو ته هرځای ته حاضريږي او په خبره يې چې د سولې د خبرو موقعيت هرهغه ځای کيدلی شي چې په اړه يې باور موجود وي هغه که کابل وي يا بل ځای.
طالبانو ته د ولسمشر اشرف غني له لوري د سياسي دفتر او د سولې وړانديز په داسې حال کې کېږي، چې وسله وال طالبان دمګړۍ په قطر کې دفتر لري او په سياسي هلو ځلو بوخت دي.
هغه د سولې په اړه درې پوښتنې مطرح کړې، لومړی چې ايا موږ سولې ته ليواله يو؟ ايا موږ د سولې لپاره قاطعيت لرو؟ ايا موږ داسې متحدين لرو، چې د ريښتنې سولې لپاره ليواله وي.
غني وويل، زموږ موخه سوله ده؛ خو که طالبان چمتو نه شي دې موخې ته رسيدل ناشوني دي او ويې ويل، چې افغان حکومت خپلې غوښتنې اساسي قانون منل، د ښځو حقونو ته درناوی او له ترهګرو ډلو سره اړيکې پريکول دي ورته وړاندې کړي، طالبان دې هم خپلې غوښتنې وړاندې کړي.
هغه يو ځل بيا د سولې په پروسه کې له پاکستانه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
غني له نړيوالو وغوښتل چې په افغانستان کې دې د تروریزم سره په مبارزه کولو خپلې ژمنې عملي کړي.
که څه هم نوموړي له طالبانو سولې ته د غاړه ايښودلو غوښتنه وکړه، خو طالبانو له دې وړاندې په خپلو اعلاميو او څرګندونو کې ويلي چې تر هغې به خپلې مسلحې مبارزې ته ادامه ورکوي ترڅو چې له افغانستانه ټول خارجي وسله وال پوځونه وتلي نه وي.
د کابل پروسې په ننۍ غونډه کې ۲۷ هېوادونو او يو شمير نړيوالو سازمانونو استازي ګډون لري.


















