ابوالزَين حکيم الله صابر الحنفي
امام رازي رحمه الله ویلي چي له جناب محمد عربي صلی الله علیه وآله وسلم سره د هغه د ازاد کړل شوي مريي (غلام) ثوبان رضي الله عنه ډیره زیاته مینه وه، د رسول اللّه صلی الله علیه وسلم نه یې د جدایې صبر نه شو کولئ .
یوه ورځ هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسي حالت کي راغی چي رنګ یې تغیر او بدن یې کمزوری شوی ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه نه د دې ناروغۍ سبب وپوښتی هغه وویل: یارسول الله صلی الله علیه وسلم زه هیڅ ناروغي نلرم خو ماته آخرت په یاد شوئ ؤ او بل دا چي یوه ورځ وشوه چي تاسي مي لیدلي نه واست او ستا د لیدو په انتظار وم، اوس په دې فکر کي یم چي په آخرت کي به زما څه کیفیت وي، ځکه چي که زه جنت ته هم ولاړ شم نو له مریانو (غلامانو) سره به یم او تاسي به د انبیاؤ علیهم السلام په جماعت کي یاست.
زه به ستا ملاقات څنګه وکړاي شم او زه ستا له ملاقات نه پرته صبر نه شم کولی، د ثوبان رضي الله عنه پر دې خبره دا آیة نازل شو:
«وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَائِکَ مَعَ الَّذِینَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَیْهِم مِن النَّبِییّنَ وَالصَّدِیقِینَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِینَ» (النساء)
ژباړه: کوم خلګ چي د الله جل جلاله او د هغه د رسول الله صلی اللّه علیه وسلم فرمانبرداره وي هغه خلګ به له هغو کسانو سره وي چي الله جل جلاله انعام پر کړی دی، چی هغه د انبیاؤ، صدیقانو، شهداؤ او صالحینو څخه دي.
نو په اثبات رسېدلې خبره ده چي هر څوک د هر چا سره محبت کوي، نو د قیامت په ورځ به د هغه سره راپورته کیږي، که څوک د صالح مسلمانانو، علماؤ ، نیکانو او اولیاؤ سره محبت کوي نو د قیامت په ورځ به د دوی تر بیرغ لاندي را پورته کیږي او څوک چي د باطل پرستو، ګمراه، بدکارو انسانانو سره محبت کوي نو د قیامت په ورځ به هم ددې ګمراهانو سره را پورته کيږي .
الله تعالی دي زموږ حشر د اولیاؤ، علماؤ او نیکانو سره وکړي.


















