شفيق افغان
د لمر سترګه ډوبېدو ته جوړه وه په وطن شپه را روانه وه. د خپل کار د بندېدو له امله د امريکایي بېس (کمپائن) سره په يو کيلومترۍ کې انتظار وم، هر چا دوکانونه بندول، د کور او بچيانو په طرف تلل.
سترګې مې په ځوان خښې شوې؛ موټر سایکل یې پلَی د بېس خواته نږدې بازارګي ته را روان کړی و، ځوان له صورته په سنتو برابر برېښېدو. امريکايي بېس ته د دارنګ (صوفيانه) ځوانانو راتګ طبعا هېښؤنکئ ؤ خو په تش ګمان مې فيصله نشوائ کولای.
دبازارګي په دوکانو راګډ او د پنچري مخې ته د ټایر د جوړېدو دپاره ودريد، چې دا ځائ راسره بيخي جوخت ؤ. لکه څه چې لاس ته په راتلو وي د ځوان خوځښتونو ته بيخي ځير شوم.
مستري چې ټائر خلاص کړ، ورته کړه یې چې ټوپ یې ختم دی، مجبور یې چې بل ټوپ ورته واچوې.
ځوان غلي يو خوا بل خوا وکتل بیا یې جيبونو کې لاس ووهی، مستري یې وپوښت څومره مصرف پرې راځي؟
پوه نه شوم چې څومره یې ورته وویل، خو ځوان ورته کړه چې دومره خو زه نه لرم. مستري په ولاړي ودريد ول ښا نو څنګه وکړم؟
د ځوان رنګ بدل شو. دلته خپل ځان ته ملامت شوم. که په بېس پورې مربوط وای نو د څو پوښتنه به یې لا نه کوله.
غير له دې چې د يو ټوپ پیسې هم نه لري دوی ته په کتو په همدې کشمکش کې وم، چې ځوان ساعت ته لاس کړ، مستري ته یې وويل: دا ساعت به درکړم که مې پیسی درته راوړې رایې کړه، کنې تر ټوپ دا ساعت قيمتي دی.
مستری اخته شو ژر ژر یې ټایر جوړولو. دلته لکه له اسمانه چې راوغورزي، يو څوک د مستري پيژندګلوي راغی او دا هر څه یې وليدل؛ نو یې مستري سخت خفه کړ او بېرته یې ساعت ځوان ته ورکړ مستري ته یې وويل که ده پیسې رانه وړې زه به یې درکړم.
ځوان چې موټر سايکل ته وخوت باد یې لېږ قميص پورته کړ لاندې مې په تومانچه او نورو شيانو سترګې ولګيدې. نور هم ملامت شوم مال کاش چې د حق د لارې د دغې مسافر مرسته مې کړي وای.
ټوله شپه مې په زړه کې د ولس محبت او د طالب معاش راګرځيدو. مال ولې خلک وايي چې طالبان له عسکره زيات معاش لري؟


















