ارشاد قانع
د احد په غزا کې چې کله د حق او باطل لښکري سره مخ کبږي، خو جګړه دوهم پړاو ته ځي. اصل کي دوهم پړاو که څه هم ظاهرًا د باطل په ګټه معلومیږي خو داسې نه ده، د بعضي حضرات صحابه (رضي الله عنهم) د څه اجتهادي سهوي په خاطر د الله تعالی همداسې امر و.
بهر حال په دې غزا کې لویه ضایعه د سید الشهداء حضرت حمزه (رضي الله عنه) شهادت و. دا پېښه به د نوموړي له قاتل، وحشي بن حرب (رضي الله عنه) چې وروسته مسلمان شوی دی له خولې واورو، نوموړی وایي:
”زه د جبیر بن مطعم غلام وم. په بدر کې د جبیر اکا طعیمه بن عدی د مسمانانو په لاس وژل شوی و او کله چې قریش د احد په لور روان شول، نو بادار مي راته وویل، که زما د اکا په بدل کې دې د محمد (صلی الله علیه وسلم) اکا، حمزه (رضي الله عنه) وواژه نوازادوم دي.
وحشي زیاتوي ”زه په همدې تمه له خلګو سره روان شوم. زه یو ماهر حبشي نیزه ویشتونکی وم، نښه به مې ډېره کمه خطا کېده. کله چې دواړې خواوې سره ونښتې، زه د حمزه (رضي الله عنه) په لټه کې شوم؛ که ګورم چې د خړ اوښ په شان د خلګو لیکې ماتوي، هیڅوک يي مخې ته نه شي درېدای. په خدای قسم زما سترګې په همده ښخې وي، ځان مې ورته برابراوه، په دې خاطر چه رانژدې شي د ونې او یا کومې ډبرې شا ته به پټېدم.
په دې وخت کې سباع بن عبدالعزی له ما مخکې ور وړاندې شو او کله چې د حمزه (رضي الله عنه) سترګې ورباندې ولګیدې، نو ورته ويي ویل: رامخته شه د سنت کوونکي مور زویه! پرې راتاو شو او په یوه ګذار يې سر ور څخه قلم کړ.
دلته ما خپله نېزه برابره کړه، ښه نښه مې باندې ونیوله او پرې ورخوشې مې کړه، په خېټه یې داسې ور برابره شوه چې له شا څخه یې ووتله. هڅه یې وکړله چې زما خوا ته راشي خو ونه توانید. په همدې حالت کې مې پرېښود تر څو شهید شو. وروسته ورغلم اونیزه مې راواخیسته بېرته لښکر ته راغلم او ارام کیناستم، ځکه له بل چا سره مې کار نه ؤ حمزه (رضي الله عنه) مې په دې خاطر وواژه چې آزاد شم او کله چه مکې ته ورسیدو نو آزاد شوم“.
خو دا چې د حمزه (رضي الله عنه) د شهادت سره سره بیا هم د اسلام دښمنانو د ده په شهادت بسنه ونه کړه. بې رحمه کافرانو د ده مبارک غوږونه، پوزه او غیره اندامونه پرې کړل، سینه یې ور څیرې کړه زړه يې ورنه راوویست او قسما قسم ظلمونه يې ورباندې وکړل.
د اسلام مبارک دین موږ ته د کافر پر مثلة او بدرنګه کولو باندې لا هم اجازه نه راکوي. زموږ دښمنان د کفارو لاسپوڅي به خود همدا د خپلو اسلافو اعمال تکراروي. د هغوی د ګټو لپاره ناست دي، د هغوی د کلتور د اشاعت په خاطر جګړه کوي او د څه امتیاز په خاطر اسلامیت، افغانیت، همدردي او هر څه له پامه غورځوي.


















