د فکر ټال؛ انسان او تصور – څلورمه برخه

دخړې حجرې خړ طالب

د طالبانو ژوند.

ما چې څومره فکر کړی په سادګۍ کې ډیر څه نغښتې الله جل جلاله چې د صحابه کرامو جامعه په کوم کیف او کان پیدا کړې وه چې د ساده لوحۍ او بې تکلفه خو د حق او حفیقت په معیار ورختلې وه؛ دې کې د الله جل جلاله ستر حکمت نغښتی و.

طالبان ډیر ساده خو له وقاره ډک ژوند درلود او لري یې د خدای جل جلاله شان دی طالب یې یو عجیب مخلوق پیدا کړی ډیر ساده لوحه، بې تکلفه خو الله جل جلاله د حقیقتونو مظهر ګرځولې هر څه یې بې لباسه خو د پوره اخلاص په لوړه پوړه ولاړ دي، ډوډۍ یې په ولس کې تیت ده د هر کور په نغرې کې شریک دي، هر مسلمان خپله د خولـــې مړی ورسره شریکه کړې.

پیش به طالبانو د ژمې لپاره صوبت ټولول په صوبت کې به وچه غوښه، غوړي، او نور خوراکې توکې مسلمانانو د عبادت په نیت ورکول د روزمره ژوند لپاره هر سهار او ماښام د طالب وظیفه د هر مسلمان په کو کره ده، زما په فکر د الله جل جلاله په هر څه کې حکمت وي دا صوبت ماته د جهاد د اکمال لپاره یو ترنینګ او اعداد ښکارې چې الله جل جلاله خپل دغه مخلوق ورسره عادت کړی وو اوس طالبان د جهادي امورو د اکمال لپاره چنده ټولوي او خپل جهاد هم په صوبت کولو پر مخ بیایې او بیا نادره خو لا داده چې اوس خو جهادي دور دی هر کال طالبان پسرلني عملیاتو لپاره نوم انتخابوي؛ له مسخرې طالبان  چندې ته د فقر عملیات وایې اوس ګواکې صوبت په چنده او چنده د فقر په عملیاتو بدله شوې د طالب دښمن دې پوه شي چې طالب د دومره بې وسۍ سره سره په دومره ناړامۍ او د اسبابو په نشت ستاسو مقابله کوې او هغه ببا داسې لکه څوک چې سات تیروی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button