منصوري غزا

عبدالقدوس فاتح
يون کړی زلمـــــو هرخوا بريدونه دي
فتحــې دي بريــــــاوې نصـرتونه دي
بيا طالـــب ختلی دی د شپـــو په بـام
نــــور پـه راختلـــو سهــــارونه دي
مونږه د منصـور په لار قــــدم ايښی
مونــــږه يـې پاللـــي سنګـرونه دي
ټول کميــن کميــن دی یرغلګرو تـه
کلی دی که ښار دی او که غرونه دي
شـي به د مظلـوم اولس أرمــان پوره
مـات د ظالمـــانو پښې لاســونه دي
وواته لـه سترګو د اشغــال خوب يې
نور يې بس په تېښته خپل پوځونه دي
وګـالل «« فاتحه »» زحمتــونه مونږ
ځکـه مو پـه برخــه نن ويـــاړونه دي



