مرغلره!

رحمت شاه فراز
د ماهي په نس کې مرغلره نه ماهي ته ګټه رسوي او نه هم بل څه ته. د ماهي په نس کې مرغلري خپل اصلي ارزښت له لاسه ورکړی وي اوګټه یې له نشت سره برابره وي.
خو کله چې همدا مرغلره راواخلو، یو ښایسته قالب ورته جوړ کړو او د ښېښې په چوکاټ کې یې له نورو ګرانبیه غمیو سره کېږدو؛ هله مرغلره خپل کوټلی ارزښت ترلاسه کوي او پخپله اصلي معنا کې ورته مرغلره ویلی شو.
په یوې ټولنه کې ښځه هم همداسې درواخلئ، که مو ښځه پخپل وراسته کلتور کې پېچلي، په بې معنا غیرت کې نغښتلي او د ناپوهۍ په تیارو کې بندي کړي وي؛ نو ګټه یې نه کورنۍ ته رسېږي او نه ټولنې ته.
فرازه، ستا هدف دا ده چې ښځي ته دي د هغوی د کورنۍ لخوا اجازه ورکړی شي چې کومه دنده پیدا کړي تر څو له کورنۍ سره د اقتصاد په روغتیا کې ونډه واخلي او د ټولنې هغه اړتیاوي چې یوې ښځي ته اړتیا لري، ځواب ووایي!!
په دنده کې له پردیو نارینه وو سره اختلاط او داسې یو څه مسائل راولاړېږي چې له اسلام سره په ټکر کې دي، نو موږ ولې د اسلام خلاف ګام اوچت کړو؟؟
نه صاحبه، د ماهي او مرغلری په بېلګه کې ما دا خبره واضحه کړه چې مرغلري ته دي یو قالب جوړ شی یعنې ښځي ته دي د داسې دندې زمېنه مساعده کړی شي چې له ښځینه طبیعت سره موافقه وي.
بیا دي دا مرغلره د ښېښېې په چوکاټ کې له نورو ګرانبیه مرغلرو سره کېښودی شي یعنې ښځي ته داسې کاري چاپېریال رامنځته کړی شي چې هلته د اسلام یو وړه کی امر هم ( که څه هم اسلام باید په وړه کي او لوی ونه وېشو) تر پښو لاندې نشي.
پایله به يې له (هم خرما او هم ثواب) بل څه نه وي.



