
سرليکنه
د څو مياشتو راپدېخوا چې په هېواد کې امنيتي حالات تر پخوا ترينګلي شول، افغان چارواکو لومړی د اسلامي هېوادونو د علماء او بيا د سولې د پروسې په نامه کنفرانس د جوړېدو اعلان وکړ. د اسلامي هېوادونو د علماءو د کنفرانس په جوړولو حکومتي چارواکي بريالي نه شول او د سولې د پروسې په نامه کنفرانس یې په کابل کې جوړ کړ چې، تر شلو زياتو هېوادونو استازو پکې برخه واخیسته.
د کابل د سولې د پروسې د کنفرانس اغيز ولې کمرنګه او بې غيزه شو؟ څو لاملونه وو چې افغان چارواکو په نظر کې نه وو نيولي او د سولې په نامه ناکامه کنفرانس لپاره یې د يو شمېر هېوادونو مشرانو ته بلنليکونه وليږل.
لومړی خو د سولې د کنفرانس د جوړېدا يوه اونۍ د مخه په کابل کې مرګونې چاودنې، بريدونه او د امنيتي پوځونو او مظاهره کوونکو تر منځ تاوتريخوالی د مظاهره کوونکو په مرګ او ژوبله بدل شو، چې تر ١٥٠ تنو زيات پکې ووژل شو او تر ٣٠٠ زيات یې ژوبل لرل؛ دې غميزې د کابل ښاريان او هېواد وال د غم په ټغر کښېنول.
په کابل کې د سولې د پروسې په نامه د کنفرانس د ناکامۍ او کمرنګۍ لامل داهم ؤ، چې دا کنفرانس د کوم هدف لپاره جوړ شوی وو هغه هدف تر لاسه نه شو. په کابل کې د سولې په نامه کنفرانس د افغان چارواکو ابتکار او طرحه نه وه، بلکې امريکا غوښتل په کابل د سولې په نامه کنفرانس جوړولو سره، په مسکو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې او مذاکراتو هڅې ناکامې کړي، چې د کابل غميزو د سولې کنفرانس د کمرنګۍ او ناکامى سره مخ کړ.
په کابل کې د سولې د پروسې په نامه د کنفرانس د ناکامۍ لامل بل لامل دا وو، چې کنفرانس پر حکومت د کابل د ښاريانو د سختو اعتراضو پر مهال جوړ شو، د بهرنيو چارو سلب اعتماد وزير، صلاح الدين رباني د ملي امنيت پر سلاکار، حنيف اتمر له دندې د ګوښه کېدا غږ پورته کړ؛ دې څرګندونو په کنفرانس کې د نورو هېوادونو د برخوالو په وړاندې د حکومت د اختلاف او نااهليو څخه پرده پورته کړه.
بل لامل چې د کابل د سولې د پروسې په نامه کنفرانس یې ناکام کړ، د حکومت چارواکو ته لا دا نه وه څرګنده چې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د امريکايي چارواکو پاليسې بدله شوې ده او د نوې ستراتيژۍ په اعلان سره به د طالبانو په اړه د امريکا پاليسي هم په بدلون سره اعلان شي.
امريکايي چارواکي هم په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه سره اختلاف لري، چې د طالبانو سره د پاليسۍ بدلون یې سبب وګرځېد. د امريکا د دفاع وزير جېمز ماتيس له مخه ويلي وو چې امريکا به په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د سولې پاليسي پريږدي، چې تېره ورځ یې د استراليا په کانبرا کې په زغرده اعلان وکړ. د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن هم وويل: طالبان تروریستان دي او بالاخره به له پوځي لارې له منځه يووړل شي.
د افغانستان په اړه د امريکا د بهرنيو او کورنیو چارو د وزيرانو د نظر سره په سنا مجلس کې اختلاف شته، چې په کابل کې د سولې د پروسې په نامه کنفرانس پر مهال یې اختلافات رابرسيره شول او ياد کنفرانس یې کمرنګه او بې اغيزه کړ. د سنا مجلس يو شمېر غړي په دې نظر دي چې د افغانستان حکومت، د سيمې او ګاونډي هېوادونه وهڅوي چې د جګړې د پای ته رسولو يواځینۍ لار د سولې د پروسې مخ ته بېول دي، چې په افغانستان کې د سولې پروسه نه وي کاميابه شوې جګړه پای ته نه رسېږي.
د امريکا د سنا د مجلس غړي او نور امريکايي چارواکي د افغانستان په اړه ژور اختلاف سره لري؛ ځکه چې په افغانستان کې د جګړې د ١٣ کالو لګښت تر ٧ سوه ميليارده ډالرو ورسېد، چې د افغان پوځ روزنه کې یې لا کاميابي هم نه ده ترلاسه کړې. که په افغانستان کې د ٨٤٠٠ پوځونو علاوه ٥٠٠٠ نور پوځ راوليږي، مياشتنی لګښت به یې ٣ ميليارده ډالرو ته ورسېږي.
افغان چارواکو غوښتل، په رسنيو کې په کابل کې جوړ د سولې پروسې په نامه کنفرانس ته د کاميابۍ هوا ورکړي؛ خو په ولاياتو کې د ولسواليو امکاني سقوط او په فارياب کې د سبز پوش ولسوالۍ ځينې سيمې چې طالبانو له حکومته ونيولې، د سولې کنفرانس یې نور هم کمرنګه کړ او يوازې دا نه چې په هيواد کې یې کمرنګي درک کړل شوه بلکې په نړيواله کچه یې ناکامي څرګنده شوه.



