له قطر سره د عربي هيوادونو جفا!

سميع تنوير

کله چي د امريکا ولسمشر ټرمپ د خپلو بهرنيو سفرونو په ترڅ کي لومړی سعودي عربستان ته سفر وکړ له هغه وخته راهيسي سعودي خپل بهرنی سياست د امريکا په خوښه چلوي چي ښه مثال يې له قطر سره د اړيکو ترینګلتيا ويلي شو.

د سعودي په سفر کي چي ټرمپ د اسلامي هيوادونو مشرانوته وينا کوله د خپلي وينا په لړکي يي ځيني اسلامي ډلي په تروريستي فعاليتونو تورني کړې چي د هغو په منځ کي يوه هم د حماس اسلامي ډله وه او د دې ډلي په وړاندي يې د جدي اقداماتو غوښتنه هم  وکړه.

څرنګه چي امريکا د نړيوال شيطانت د سرغنه (اسرائيلو) په اشاره د حماس پر ډلې د محدوديتونو او پر وړاندي يې د جدي اقداماتوغوښتنه وکړه نو د سعودي په ګډون نوروعربي هيوادنو له قطر سره پر هر ډول اړيکو بنديز ولګاوه او بيا يې د فشارونو په واردولو پيل وکړ.

دا ځکه چي قطرهغه يوازينی هيواد دی چي د حماس ډلي ته يې د سياسي دفتر پرانيستلو او له هم دې ځايه د رسنيز فعاليت زمينه برابره کړې نوامريکا او اسرائيل په غيرمستقيم ډول د عربي هيوادونو په مرسته قطر يوازي کوي او بيا دوی په دې قضيه کي په مستقيم ډول ځان داخلوي چي تر ټولو سترزيان به يې حماس ته وي.

بل طرف د اسرائيلو پخواني سفيرهم ويلي چي له عربو سره نوره زموږ جګړه پای ته رسيدلې او موږ به له عربي هيوادنو سره د قطر په ملاتړ يو ځای د نړيوال تروريزم مقابله کوو چي د اسرائيلو هدف له تروريزم څخه د حماس ډله ده.

بل پلو سعودي، بحرين، مصر او اماراتو  قطر ته يو ليست وړاندي کړی چي د دوی په وينا د هغو کسانو او مؤسسو، نومونه پکي دي چي د يادو هيوادونو په تورليست کې دي خو قطر دا تورونه ټول بې بنسټه بولي او وايي چې پر يادو کسانو او مؤسسوباندي هيڅ ډول جرم نشي ثبوتولای.

پر قطر له بنديزونو لګولو ورسته د اسرائيلو لوړ پوړي چارواکي او رسنۍ د خليجي هيوادونو اقدام ستايي او د تروريزم پر ضد يې مثبت ګام بولي.

همداراز د سعودي د بهرنيو چارو وزير په فرانسه کي مطبوعاتي کنفرانس ته ويلي چي پرقطر به دا بنديزونه تر هغې پوري تمديد شي تر څو يې د حماس ډلي له ملاتړ څخه لاس نه وي اخيستی.

همدا رنګه په اوسني وخت کی يوازنی هيواد چی له حماس سره د مرستي تمه ترې کيدای شي هغه ايران دی خو فکر نه کيږي چي هغه دې هم په دې کړکيچن حالت کې د دې ډلي مرسته وکړي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button