جنګ، د حل لار ده که افغان وژنه؟

لیکوال: شریف الله خالد
اکثره وخت د زده کړیال قشر څخه اوریدل کیږي چې جنګ د حل لار نه ده او د جګړې دواړه لورې ته افغانان وژل کیږي. نو راځئ په دې خبره لږ غور وکړو.
ګرانو وروڼو!
امریکا د زرګونو کلو میټره لرې دنیا څخه راغله او په یوه بې وسه اسلامي هېواد (چې افراد یې د دنیاوي اصولو له هر نوعه جنګي تربیت او پر مختللو وسلو څخه بې برخي و) یې داسې وحشي جنګ شروع کړ، چې تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږی. د انسنانو سربېره یې ونې، بوټي او غرونه هم په کیمیاوي موادو د اوبو په څېر ویلي کړل او په ګران هېواد یې د وحشي تسلط قایمولو هڅه وکړه .
خو افغانانو (چې د دې سپېڅلي مقاومت مشري او رهبري یې طالبان کوي نو مجموع کې طالبان د امریکا مقابل یادیږي) په الهي مرسته تکیه وکړه او د لایکلف الله نفساً الا وسعها په بنیاد یې په عملی دفاع لاس پوري کړ. په دې توګه افغانان په دفاعي حالت کې قرار لري او جنګ یې د دفاع لپاره او د دفاع تر حده شروع کړی دی؛ ځکه هیڅ طالب د افغانستانه بهر په امریکایانو حمله نه ده کړې. په دې توګه ویلی شو چې طالب د خېل هېواد د ازاداۍ او خپلو هېوادوالو ته د هوسا ژوند مساعد کولو لپاره مقاومت شروع کړی او دا یې اسلامي وجیبه هم ده .
نو زده کړیال قشره!
راځئ چې د د دفاع کونکو په ځای د جنګ شروع کونکو وحشي امریکایانو څخه وغواړو، چې جنګ بس کړي او افغانان خپل خوښی افغاني نظام جوړولو ته پرېږدي.
هر کله چې افغانان په دفاعي جنګ کې قرار لري نو دا دفاع یې تر هغه وخته پورې حق، اسلامي فرض او وجیبه ده چې خارجیان دلته شتون ولري او داخلي کرایه شویو غلامانو سره د جګړې د دوام او اسلام ځپلو لپاره مالي، ځاني، معاشي او تربیتي همکاري کوي.
دا چې جګړه کې دواړه لورو ته افغانان وژل کېږي، دا رښتیا هم د تأسف وړ ده؛ خو دا هم د همدې وحشي یرغلګرو د لاسه ده، دلته هم باید طالب ګرم ونه ګرځول شي ځکه طالب هغه څوک وژني چې د افغانانو څخه یې اسلامی آزادی سلب کړې ده او د کفري پروژو د تطبیق لاسونه او ښپې ګرځېدلي دي. له طالبه دا غوښتنه بشپړ حماقت دی چې جګړه دې ودروه؛ ځکه ستا جنګ کې افغانان وژل کیږي بلکې زده کړیال قشره! راځئ چې د امریکایانو وغواړو چې ولی خپله په خوندي ځالو کې پراته دي او د طالب ګوزار ته یې افغانان جوړ کړي دي؟
راځئ د ملي اردو پولیس او محلي ځوان څخه پوښتنه وکړو چې ځوانه کله دې د خپلې وسلې، معاش، دریشي او بوټانو ته فکر کړئ چې چا در کړي او د چا د ځپلو لپاره یې درکړي؟
زده کړیال قشره!
راځئ د اردو له ځوانه پوښتنه وکړو، ته چې د خارجیانو د قطاره څخه مخکې د ماین پاکۍ په موخه روان یې، کله دې فکر کړئ چې د چا څخه مائن پاکوی؟
زده کړیال قشره!
راځئ د ارد له ځوانانو څخه غوښتنه وکړو چې ستاسو جګړه کې افغان وژل کیږی (اردو او طالبان دواړه افغانان دي) تاسو باید نور د کفر استخدام نه شئ، تاسو باید نور دې ناروا کفري جګړې ته د پای ټکی کیږدئ، نور باید ستاسو له اوږې څخه هغه ټوپک کوز شي چې کفر یې د اسلام په خلاف کاروي، نور باید هغه دریشي وباسئ چې کفر د اسلام او مسلمان ځپلو او د خپل افغان ورور د وژلو لپاره در اغوستې ده.
راځئ د ملی اردو ځوان ته ووایو چې د اردو ځوانه ته نور باید دهغه کفري نظام قرباني نه شې چې ستا د قربانۍ ګټه یې صرف خارجیانو ته رسېږي.



