۹۶ – د فرات له سيند څخه د سرو زرو د غره ښکاره کيدل
د فرات سيند يو مشهور سيند دی، په هغه کې اوبه روانې دي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې د دغه سيند اوبه به خپله لار بدله کړي او له هغه څخه به د سرو زرو غر ښکاره شي، خلک به د دغو سرو زرو لپاره جنګيږي او د هغوی لوی شمير به په همدې جنګ کې ووژل شي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی هر څوک چې په دغه وخت کې حاضر وي نو د دغه مال په اخستلو کې دې محتاط اوسي، ځکه چې په کومه فتنه کې مبتلا نشي يا د هغه له امله کوم جنګ شروع نکړي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
لا تقوم الساعة حتى يحسر الفرات عن جبل من ذهب يقتتل الناس عليه فيقتل من كل مائة تسعة وتسعون ويقول كل رجل منهم لعلي أكون أنا الذي أنجو ([1]).
ژباړه : قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې د فرات له سيند څخه د سرو يو غر ښکاره نشي، خلک به د همدغو سرو لپاره جنګ کوي، د دغه جنګ په نتيجه کې به ۹۹ فيصده خلک ووژل شي، په دې کې به د هر چا دا هيله وي چې شايد هغه ژوندی بچ پاتې شي.
او په يوه بل روايت کې داسې دي : هر څوک چې په دې موقع باندې موجود وي هغه ته پکار دي چې له دې څخه کوم شی وانخلي ([2]).
حضرت ابی بن کعب رضی الله عنه وايي: خلک هميشه د مال جمع کولو لپاره خپل سرونه قربانوي، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا آوريدلي چې فرمايل يې:
نږدې ده چې د فرات سيند به د سرو غر ښکاره کړي، کله چې خلک د هغه په باره کې خبرې آوري نو د هغه لور ته به ور روان شي، کله چې هلته ورسيږي نو هغوی به د دغه مال ترلاسه کولو لپاره په خپل منځ کې جنګ شروع کړي، د دغه جنګ په نتيجه کې به ۹۹ فيصده انسانان قتل کړی شي ([3]).
په حديث مذکور کې لفظ د (انحسار) په معنا د انکشاف سره ده او هغه به حقيقي غر او د اصلي سرو به وي، د دغو سرو د ښکاره کيدو سبب به دا وي چې درياب به د خپلو اوبو د بهيدو رخ بدل کړي، له دې مخکې دا طلائي غر د خټې له وجهې پټ دی، مګر کله چې اوبه خپله لار بدله کړي نو الله تعالی به هغه را ښکاره کړي.
هر څوک چې هلته موجود وي پر هغوی لازم دي چې هغه له دې سرو څخه څه وانخلي، تر څو چې له فتنې او خونريزي څخه بچ شي، دا فتنه تر اوسه نه ده ښکاره شوې او الله تعالی ښه پوهيږي چې کله به واقع کيږي.
په موجودوه وخت کې د ترکيې او شام هيوادونو د فرات په سيند باندې بند تعميرونه جوړ کړي او له هغه سره نږدې يې مختلفې کار خانې جوړې کړې، له همدې امله په نوموړې سيند کې اوبه کمې شوې دي، ممکنه ده چې دا د سرو د هغه غره د ښکاره کيدو يوه نمونه وي.
۹۷ کوم انسان چې فسق او فجور نه کوي هغه به عاجز ګڼل کيږي
له کومو نښانو څخه چې د الله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی له هغوی څخه يوه دا هم ده چې انسان ته به اختيار ورکړی شي چې هغه د فسق او فجور ارتکاب کوي او که غير مهذب، عاجز او د کمزوري الزام قبلوي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم له دغو فتنو خبر ورکړی او خلکو ته يې داسې هدايت کړی چې هغوی دې د عاجز کيدو الزام قبول کړي مګر په فسق او فجور کې د ځان له مبتلا کيدو دې انکار وکړي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
يأتي عليكم زمان يخير فيه الرجل بين العجز والفجور فمن أدرك ذلك الزمان فليختر العجز على الفجور ([4]).
ژباړه : په خلکو به يوه داسې زمانه هم راشي په کومه کې به چې يوه انسان ته په بدکاري يا عجز کې د يوه د انتخاب اختيار ورکړی شي، هر څوک چې دغې زمانې ته پاتې شي هغه ته پکار دي چې عاجز جوړ شي مګر له فسق او فجور څخه دې ځان وساتي.
دا نښانه زمونږ په زمانه کې ښکاره شوې، مثلاً : نن صبا چې کومه ښځه د حجاب پابندي کوي نو په هغې دا طعن ويل کيږي چې دا څومره عاجزه ښځه ده : او څوک چې د ټي وي د مردارو چينلونو له کتو څخه پرهيز کوي پر هغوی دا طعن ويل کيږي : دې کوچي ته وګورئ! دی هم د ترقي مخالف دی، نتيجه دا شوه چې انسان به په دوو خبرو کې يوه غوره کوي، يا به له نورو خلکو سره په فسق، فجور او بدکاريو کې ځان ور سره شريکوي نو د خلکو له تهمت او طعن به محفوظ وي، يا به د الله تعالی د راضي کولو لپاره پر ځان د عاجز، کمزوري او بنياد پرست الزام برداشت کوي او له ګناه څخه به ځان ليرې ساتي.
[1] – صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۸۹۴.
[2] – صحيح البخاري، الفتن، حديث : ۷۱۱۹، وصحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۸۹۴.
[3] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۸۹۵.
[4] – مسند احمد: ۲/ ۲۷۸، وسلسلة الاحاديث الضعيفة، حديث : ۵۸۴۲.


















