شریف الله خالد
د امریکا د دفاع وزیر، جیمز مټیس وايي مونږ د افغانستان جګړه کې بریالی نه یو. اوس ځینې ځوانان چې ځان ورته لږ زده کړیال هم ښکاري، د دې خبرو په هکله وايي چې امریکا د جګړې لپاره راغلې او داسې خبرې د امریکایانو نوی پلان دی، د جګړې غځولو لپاره باید په دې مونږ خوشحاله نه شو او دا د خوشحالۍ خبره نه ده (ته به وايي دا ځوان د امریکا په سنا مجلس یا د استخباراتو په کوم مجلس کې حاضر و او د ده په مخکې دا پلان جوړ شو).
غولېدلې ځوانه! دلته د جګړې او شکست دوه اړخه دي، یو د جنګ په میدان کې عملی شکست او بل مطبوعاتي شکست.
هو! مونږ دا منو چې امریکا د جګړې لپاره راغلې او په روانه جګړه کې خپله ګټه ویني او تر څو چې دلته جګړه روانه وي د هغوی اهداف به پلي وي او کرایه شویو افغانانو ته به د جګړی مصارف ورکوي.
که د جګړې عملي اړخ ته ځیر شو ورځ تر بلې رښتیني افغانان برلاسي کېږي او د امریکا او ملګرو یې لمن ورټولېږي (خو متأسفانه چې امریکا د ځینو بې وجدانه افغانانو پر مټ جګړه روانه ساتلې او امریکایان په هغه خوندي ځالو کې پراته دي چې ساتنه یې افغانان کوي.)
همدا راز که دې بل اړخ مطبوعاتي جنګ ته ځیر شو دا هم د امریکايي جګړې یو مهم اړخ دی؛ ځکه د دې جنګ څخه د امریکا مقصد د اسلام او افغانیت ختمول دي (په ټوله نړۍ کې صرف افغانان دي چې اسلام یې په عملی ډول به ژوند کې موجود دی او هیڅ کافر ته یې د غلامۍ سر نه دی ټیټ کړی) د همدې شوم هدف لپاره یې لسګونه تلویزوني شبکې او راډیوګانې په کار اچولي.
زما په یاد دي چې امریکا په ۲۰۰۱ کې تر برید مخکې په تلویزون د ګوانتانامو قفسونه وښودل تر څو افغانان ووېرېږي او له مقاومته لاس په سر شي. همدا کړنه یې د مطبوعاتي جنګ اول اقدام، عملي جنګ ته د تیارۍ پیلامه او افغانانو ته دا وېره ورکول مقصود و چې ګواکې له مونږ سره سترې وسلې او داسې وحشي زندانونه دي.
هر کله چې دومره ستر دښمن د جګړې په یو مهم اړخ کې ماتي وخوړله (مهم ځکه چې دولت وزیري په تکتیکي شاتګونو جګړه روانه کړې) نو آیا دا به زمونږ لپاره د خوشحالۍ سبب نه وي؟؟
زه خو د زړه له تله خوشحاله شوم او دا مې د امریکا د عملي شکست پیلامه وګڼله او په دې نور هم یقینی شوو چې ان شاء الله هغه ورځ لرې نه ده چې امریکایان مات سرونه له ګران هېواده په تېښته مجبور شي.
په اخر کې باید ووایم چې خبرو ته د خبرو او مطبوعاتی جنګ تر حده خوشحاله شو او عملي میدان کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړو او په هره هغه لاره غور وکړو چې د امریکایانو وتلو ته پرې زمینه برابرېږي.
په دې هیله چې د امریکا د شکست ورځ ووینو.

















