عزیر اسدخېل
یو وردګ ژباړونکی مې انډیوال دی، یو وخت یې کیسه کوله؛ وایي، د باګرام په زندان کې مې د یوه طالب قومندان چې د هلمند وو او امریکایي مستنطق تر منځ خبرې ژباړلې. له څه مقدماتي خبرو وروسته امریکایي وایي تاسو ولې له موږ سره جنګیږئ ماینونه راته پټوئ؟
طالب: دا ځکه چې تاسو زموږ وطن نیولی زموږ شرعي نظام مو ړنګ کړی دی، په داسي حالت کې زموږ قران موږ ته د جهاد امر کوي.
امریکایې: نو تاسو خو هیڅ نه لرئ، له موږ سره به څه ډول جګړه پرمخ بوځئ؟
طالب: د جګړې پر مخ بیول زموږ کار نه دی، موږ هغه څه کوو چې د قران او وجدان لخوا پرې مکلف یو.
امریکایې نو ستاسو وجدان تاسوته څه وایې؟
طالب: زموږ وجدان موږ جهاد ته هڅوي موږ د غلامۍ تر ژوندون په مرګ او اسارت خوښ یو.
څو نوري عامي پوښتنې کیږي او تحقیق پای ته رسیږي. امریکایې له سخت خفګان نه ماته نه ګوري او طالب تورې کوټې ته بیول کیږي چې سخت تعذیبونه لري.
لس ورځې وروسته بیا د همغه مستنطق لخوا تحقیق شروع کېږي.
امریکایې: څنګه وې په تکلف خو نه شوې؟
طالب نه الحمد لله.
امریکایې: که په هلمند کې د څو مهمو طالب قومندانانو ادرس راکړې تا به ژر خپل کورته ورسوو.
طالب: نه دې راته مالوم.
امریکایي: ته اوس هم د تېر ځل پر خبره ولاړ یې له جهاد نه نه تیریږې.
طالب: هو که زه سل کاله هم په هغه کوټه کې وساتل شم بیا به هم تاته د دوښمن په سترګه ګورم.
امریکایي په خپل لپ ټاپ کې د کرزي عکس ور ښکاره کوي چې د بوش پر سینه مډال نښلوي، وایي دا ستاسو مشر دی، دا خو موږ ته د دوستانو په سترګه ګوري او زموږ هره خبر مني.
طالب: نو داخو ستاسو ګوډاګی دی، دا ډول خلګ زموږ د مسلمان ولس نماینګي نشي کولی، موږ افغانان به تر هغو له تاسو سره جنګیږو، تر څو مو د روسانو په ډول نه یاست ورک کړي.
امریکایې له غوسي نه تک سور کیږي او په لپ ټاپ کې د څو افغاني ښځو او امریکایانو لوڅ عکسونه طالب ته ښیي او وایي چې دا هم ستاسو افغانان دي.
دا وخت زه او طالب دواړه مخ بلې خواته اړوو، چې ګورم طالب ژاړي او په مخ کې یې د سختې مایوسۍ علامې ښکاري، زه چې د طالب پولادي عزم مخکې هم ډیر متاثیر ګړی وم او هره شېبه وجدان ملامتولم، کله چې مې د افغاني خوندو لوڅ عکسونه ولیدل چې د امریکایانو په غیږو کې پرتې وې، همغه ساعت مې اراده بدله شوه.
طالب بیا هغې کوټې ته ولیږل شو او زه درې ورځې وروسته په تېښته بریالی شوم.

















