د میني راز- نظام کندهاری

نظام کندهاری
کوم مين دی چې په سرو وينو رنګ پروت دی
د بارودو لمبو سوی لونګ پروت دی
ستا په تمه سرګردان وو شهادته
نن دې غېږ کې هغه ستړی ملنګ پروت دی
دا وي راز د خوږې ميني جنون نه دی
لولپه د شمعي خوا کې پتنګ پروت دی
ښکاري بيا ده طوفاني سېلۍ راغلې
څنګه مات دی هغه دنګ چنار ړنګ پروت دی
د سپېڅلي پاكي ميني يو انځور دی
چي طالب شهيد ميدان کې د ننګ پروت دی
که څوک غواړي د تلپاتې زندګۍ خوند
په سنګر کې د دردونو تر څنګ پروت دی
لا ټپې د ياقربان شته دي ”نظامه“
سپينو تورو کې لا هغسي شرنګ پروت دی



