سر لیکنه
په زابل کې د (۷) تنو افغانانودسرونو په غوڅولو پرخلاف په کابل کې پراخې مظاهرې وشوې يو شمېر رسنيو دخپلو شومو اهدافو دترلاسه کولو لپاره دا مظاهرې يوازې دهزارګانو د(اهل تشيع ) وښودلې او پکې يې ځينې اختلافاتو ته هم لمن ووهله خو دمظاهرې کډونوالو څرګنده کړه چې پښتانه او نورقومونه دبېلابېلو ټولنو مشران او غړي هم پکې شامل وو.
مظاهره کوونکو له ځانونو سره په زابل کې د۷ تنو وژلو شوو کسانو جسدونه هم دارګ په لورې په اوږو وړل په هېوادکې دنا امنيو او ددولت دناکامۍ شعارونه يې ورکول .
ددې ۷تنو وژونکې، طالبانو داعدام کړل او داعدام راپورونه يې ټولورسنيو خپاره کړل، خو بياهم دمظاهره کوونکو او په ځانګړې توګه دهزاره قوم ګډونوالو چې په مظاهره کې يې دنورو قومونو په پرتله شمېر زيات وه احساسات دومره راپاريدلي وو، چې دارګ په وړاندې يې دموجوده ملي يوالي په نامه حکومت خلاف شعارونه ورکول او دحکومت دواړو ډاکټرانو داستعفا غوښتنه يې کوله .
راپورونو تصديق کړې ده چې دپاريدلو مظاهره کوونکو په ارګ دورختلو هڅه کوله چې دپوليسو په ځوابي ډزو کې ۸ تنه ژوبل شوي هم دي ،خو زياته غوسه راپاريدنه په دې وه چې ترڅو به پدې بې کفايته دولت کې دافغانانو وژنې روانې وي،ترڅو به په دې نا اهله نظام کې له هېواده د ناامنيو،بې کاريو او بې عدالتيو له وجې تنکي ځوانان بهرنيو هېوادونو ته په مرګونو لارو روان وي.
يوشمېر رسنيو او دطالبانو اعدامونو څرګنده کړېده چې ددې ۷ تنو دوژلو عاملين داعش ډله ده او هم له خاک افغان ولسوالۍ څخه دداعش ډلې دايستلو په نتيجه کې دنورو ۸ تنو بنديانو خلاصون وښودله چې قاتلين داعش ډله او دطالبانو لخوا په خپله سزا ورسيدل خو مظاهره کوونکو په هېواد کې دروانې نا امنۍ ددوام په غبرګون خپل احساسات وښودل.
دبلې خوا د ولسي جرګې غړو ددې وژنو مسؤليت په بې کفايته دولت او امنيتي چارواکو په مسؤلينو ورواچاوه چې دنهومياشتو په تېرېدو سره چارواکي په دې ونه توانيدل چې دداعش ډلې څخه برمته شوي کسان وژغوري. دا يوه قومي غميزه ده په دې کې ديوه قوم پورې منسوبول او يوازې داهل تشيع دکسانو وژل نه دي محدود، په عامه سطحه افغانان وژل کېږي دا مظاهره په حقيقت کې ددولت دبې کفايتۍ په خلاف وه چې ددې لاريون کوونکو دتسلۍ لپاره اشرف غني په مطبوعاتو کې وويل: دافغانانو دوينو بدل به اخلي .
اشرف غني به دکومو افغانانو دوژنو بدل اخلي ايا د ۲۰۰۱ کال راپه دېخوا چې دشمالي ټلوالې لخوا رابلل شوو بهرنيانو کوم افغانان وژلي دهغې بدل به واخلي؟
خپله دکرزي او اشرف غني په لارښوونه کوم افغانان چې د امریکایانو او ناټو ځواکونو په ورځنيو عملياتو او د شپي په چاپو کی وژل شوي، آیا دهغوی بدل به واخلي؟















