که موږ د غرب دفکر په وړاندې ونه درېږو!

لیکنه: نهضت الله عزام
که موږ داسلام تاریخ ته سر ورښکاره کړو، او داسلام هغه برم او عظمت راپه زړه کړو چې پر نړۍ یې راج چلېدو، او دمسلمانانو تدریجي ذلت ته که وګورو، او عوامل یې ولټوو، په دې به پوه شو چې دمسلمانانو د ذلت عوامل خپل دین ته شا کول، او دکفرسره په فکري جګړه کې ماتې خوړل دي.
همدا اوس هم غرب او په مجموع کې د اسلام دښمنان دمسلمانانو په فکر سازی بیخي زیات زیار باسي، او مصارف کوي او ښې نتیجې یې تر لاسه کړې، داسلامي امت ځوانان یې ټول په خپل صف کې درولي اسلامي فرهنګ ته یې غټې ضربې ورکړې دي، او اسلامي نړۍ یې په فکري لحاظ ټوله اشغال کړې.
نو که ددوی د فکر په وړاندې کلکه مبارزه ونه شي او هغه څوک چې دا مسائل یې درک کړي، خپل مسؤلیت ادا نکړي او اسلامي امت را بیدار نکړي نو دامت تر دې زیات ذلت لرې نه دی.
نو ای! په اسلام او اسلامي فکر پوه ځوانانو او علماوو خپل مسۇلیت ادا کړئ، او امت را ویښ کړئ، که نه نو د مسلمانانو ددې حالت پوښتنه به د قیامت په ورځ له تاسو کېږي، او هغه ډېره سخته ورځ ده.



