راځئ چې فکر وکړو.. – ۲

محمد نذیر ذبیح

انسانان په داسې حال کې چې د الله جل جلاله روزي خوري او د الله جل جلاله له نعمتونو خوند اخلي او استعمالوي یې، بیا هم د الله جل جلاله ګناهونه څنګه کوي؟

حضرت ابراهیم بن ادهم رحمه الله ته یو کس راغلو ورته یې وویل: یا ابا اسحق زه ډېر زیات ګنهګار یم له ګناهونو څخه ځان نشم منع کولی، داسې څه طریقه راته و ښایه چې له ګناهونو څخه منع شم. حضرت ابراهیم بن ادهم رحمه الله ورته وویل: که چېرته پنځه کارونه کولی شي نو بیا ګناه تاته هېڅ نقصان نه کوي.

ګنهګار: راته ووایه هغه پنځه کارونه !

حضرت ابراهیم بن ادهم رحمه الله: لومړی دا چې کله د غوښتل چې ګناه وکوي نو د الله جل جلاله روزي مه خوره.

ګنهګار: نو بیا څه شی وخورم؟ په دنیا کې خو هرشی د هغه روزي ده؟

حضرت ابراهیم بن ادهم رحمه الله: نو دا اوس څه مناسب کار دی چې د یو چا روزي خورې او بیا یې نا فرماني کوې؟

ګنهګار: نه. رښتیا چې د چا روزي خورم او بیا د هغه ګناه کوم  مناسبه نه ده! ښه نو دوهم؟

ابراهیم بن ادهم رحمه الله: دوهم دا چې کله دې غوښتل چې د الله جل جلاله نا فرماني وکړې نو د هغه په ملک کې به نه اوسې چېرته به د هغه له ملک نه بهر لاړ شې او ګناه به وکړې!!

ګنهګار: دا خو له اولې نه هم سخته ده نو چې د ده په ملک کې نه اوسم نو چېرته اوسېږم؟ له مشرق نه تر مغرب پورې ځمکه خو ټوله د ده ده؟

ابراهیم بن ادهم رحمه الله: نو آیا دا څه مناسبه ده چې د یو چا په ملک کې اوسېږې او د هغه رزق خورې او بیا یې نا فرماني کوې؟

ګنهګار: نه رښتیا هم مناسبه نه ده چې د چا په ملک کې اوسېږم او د هغه نا فرماني کوم.  ښه نو دریم؟

ابراهیم بن ادهم رحمه الله: دریم دا چې کله د ګناه کوله نو داسې ځای ته ځه چې الله جل جلاله د ونه ویني ځکه چې د هغه رزق خورې او د هغه په ملک کې اوسېږې او هغه تا ویني ښه خبره نه ده.

ګنهګار: نو بیا به چېرته ځم الله جل جلاله خو مې په هرځای کې ویني؟

ابراهیم بن ادهم رحمه الله: نو چې هغه د په هرځای کې ویني تا ته مناسبه ښکاره کیږي چې د هغه رزق خورې، د هغه په ملک کې اوسېږې او بیا په داسې ځای کې ګناه کوې چې هغه تا ویني؟

ګنهګار: رښتیا هم چې الله جل جلاله ما ویني او زه د هغه نا فرماني کوم مناسبه نه ده. ښه نو څلورم؟

ابراهیم بن ادهم رحمه الله: څلورم دا چې کله ملک الموت ستا د روح د اخیستلو لپاره درته راشي، نو ته ورته خپل روح مه ورکوه او ورته ووایه صبر وکړه زه اوس مرګ ته تیار نه یم ؛ ماته وخت راکړه چې توبه وباسم او نېک عملونه وکوم، بیا مې روح واخله .

ګنهګار: دا خو زما د وس کار نه دی ځکه چې ملک الموت یو ځل چاته د روح ا خیستلو لپاره راشي  هغه بیا روح اخلي که د چا خوښه وي او کنه، که څوک مرګ ته تیار وي او کنه، ملک الموت وخت نه ورکوي.

ابراهیم بن ادهم رحمه الله: دا چې ته اوس ګناهونه کوې او کله چې ملک الموت راشي نو ځان هم ورڅخه نشې خلاصولی او د ځان لپاره وخت هم نشې ورڅخه اخیستلی نو دا خو ته خپله خپل نقصان وینې او ګناه کوې دا خو هم څه مناسبه نه ده!!

پنځم دا چې کله د قیامت په ورځ ستا د ګناهونو له امله په تا باندې د جهنم فیصله وشي نو د جهنم فرښتې راشي تا جهنم ته بیایي؛ ته ورسره مه ځه، زور ورسره وکوه او د هغوی سره له تلو څخه انکار وکړه.

ګنهګار: د فرښتې سره څوک زور کولی شي؟ د هغه نه څوک انکار کولی شي؟ دا خو نا ممکنه ده.

حضرت ابراهیم بن ادهم رحمه الله: نو چې د چا روزې خورې، د چا په ملک کې ګرځې، د هغه تر نظر لاندې ګناهونه کوې، د هغه فرښتې ته له روح ورکولو انکار نشې کولی، د هغه فرښتو ته نشې ویلی چې ته له دوی سره جهنم ته نه ځې؛ نو بیا ته ګناهونه کوې او د نجات څه امید درسره دی؟

هغه کس لږ چُپ وو بیا یې وویل: یا ابراهیم بن ادهم رحمه الله! بس زما توبه ده، زه د الله جل جلاله نه د تېرو ګناهونو بښنه غواړم او نور ګناهونه نه کوم.

په نیکو عملونو باندې آخته شو تردې چې وفات شو.

توبه هغه شی دی چې انسان یې تر ګناه وروسته وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې هغه داسې شي لکه بالکل ګناه یې چې نه وي کړې.

راځئ!! چې په دې مبارکو شپو او ورځو کې د الله جل جلاله په دربار کې خپل د توبې سر ښکته کړو د تېرو ګناهونو په اړه ورڅخه بښنه وغواړو او په راتلونکي کې د نه کولو عزم وکوو او که بیا راڅخه ګناه وشي بیا به توبه وباسو الله جل جلاله یې بیا هم قبلوي.

الله جل جلاله د ماته او زما ټولو لوستونکو ته د قبولې توبې توفیق را په برخه کړي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button