پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

اتحاد او اتفاق

kabull نشرونکی: kabull
اگست 7, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
42
ځلې شریک شوی
521
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

کابل ټکی کام  لیکنه حافظ انور حامدا ومصليا اما بعد: د ټولو مسلمانانوبلکې د اکثريت مطلق انسانانو عقيده دا ده چې د نړی د ټولو انسانانو د پيدايښت پيلامه له ادم عليه السلام څخه ده او پر هغه پای ته رسېږي، له هر رنګ نژاد او سیمې سره چې تعلق لري نوعه يې همدا يوه ده، انسان الله تعالی مدنی الطبع پیدا کړی دی، د دوی ستونزې به هغه مهال حل وي چې متفق وي او شريک ژوند ولري، دوی به له ډاډ، امن او راحت څخه په هغه صورت کې برخمن وي چې ګډ ژوند ولري، اتحاد، اتفاق، ايثار او همدردي پکې شتون ولري له همدې امله ټولو پیغمبرانو خلکو ته د امن او يو والي تعليم ورکړی دی، د اتحاد، الفت او لورينې په لوري یې هڅولي دي، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت مصطفی a تر را تلو د مخه چې د جهالت زمانه وه او خلک له آسماني رښتينو هداياتو څخه لرې وه، شيطان د نبوت د رڼا له دې وقفې څخه په استفادې د انسانانو تر منځ د کرکې، کينې او نفرت تخمونه شيندلي و، تر منځ يې نفاق وه دښمني وه، ظلم وه وحشت وه، خلک د قومي، نژادي، ژبني، سمتي او مذهبي جنګونو په اور کې سوځېدل زورورو په کمزورو بې موجبه حملې کولې د هغوی مال، او ناموس خوندي نه و، کمزونو او ضعيفو انسانانو باندې ظلم او تېری افتخار ګڼل کېده، له همدې کبله ځینو قومونو ښځه اصلاً انسان نه ګڼله هر ډول ظلم او تجاوز يې ورباندې روا ګڼلو ځینو خلکو ته پخپل کور کې د ښځینه نوع موجوديت د برداشت وړ نه وه د طفوليت په زمانه کې يې وژلې حتی ژوندی یې خښولي، ځینو قومونو بيا د څارويو په څېر پلورلې، شرطونه به يې ورباندې تړل او جواریو کې به يې بايللې، بلکې د نر، ښځې او ماشومانو اختطاف او بيا له هغوی څخه غلامان جوړول د هغوی کړول ربړول اود اموالو په څېر بازارونو کې عرضه کول عادي چاره و الغرض خلک له انساني عاطفې، خواخوږی، او بشري اصولو څخه لرې وه . د اسلام دين خلکو ته د انسان کرامت، شرافت، د هغه امتيازي شان او اقدار ور په ګوته کړل  يو والي ته يې را وبلل د قومونو او قبائلو تر منځ اختلافات او د پېړیو زړې دښمنی یې پای ته ورسولې اعلان يې ورته وکړ چې قوم، ژبه، رنګ او نسل نه د برتری معيار ده او نه د انسانانو تر منځ د بېلتون سبب کېدای شي ويې فرمايل: إِنَّ دِمَاءَكُمْ وَأَمْوَالَكُمْ حَرَامٌ عَلَيْكُمْ كَحُرْمَةِ يَوْمِكُمْ هَذَا فِى شَهْرِكُمْ هَذَا فِى بَلَدِكُمْ هَذَا أَلاَ كُلُّ شَىْءٍ مِنْ أَمْرِ الْجَاهِلِيَّةِ تَحْتَ قَدَمَىَّ مَوْضُوعٌ وَدِمَاءُ الْجَاهِلِيَّةِ مَوْضُوعَةٌ \\\\\\\” ستاسو د يو بل وينې او مالونه پر تاسو حرام دي لکه د دې ورځې حرمت، د دې مياشت حرمت او د دې ښار ستاسو حرمت د جاهليت د زمانې ټول فاسد او ظالمانه رواجونه زما تر پښو لاندې دي هدر دي او زړې دښمنی او غچ اخيستل ټول هدر او نامنظور دي \\\\\\\” د الله د دې فرمان له مخې چې د يو نر او ښځې اولاده ياست، قبېلې او قومي سيستمونو مو سره نشي بېلولای او نه دا د برتری اسباب دي بلکې برتري تقوا سره تړلې دی، هغه دا چې: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ} د نفاق، نفرت او کینې دوره ختمه شوه د نوي اسلامي ژوند پيل به مو مينې او الفت سره وي ويې فرمايل: « … وَكُونُوا عِبَادَ اللَّهِ إِخْوَانًا …. ». اسلام خلکو ته په ډاګه کړه چې هر ډول ظلم پخپل بنی نوعه باندې ولو که څومره هم ضعيف وي مردود دی لذا پلار خپلې معصومې لوڼي نورې نشي وژلای وَإِذَا الْمَوْؤُودَةُ سُئِلَتْ (8) بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ له ښځو او زېر دستانو سره د ښه چلند او باانصافه ژوند تېرولو توصيه يې وکړه: {وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ} له دوی (ښځو) سره په شریک ژوند کې له ښه چلند او معروف تعامل څخه کار واخلئ خلک يې د مريانو او وينځو، غریبانو او نادارو خلکو له سپکاوي او تحقيرولو څخه منع کړل بلکې امر يې وکړ چې له دوی سره مينه کوئ له دوی سره انصاف او مرسته کوئ أَرِقَّاءَكُمْ أَرِقَّاءَكُمْ أَرِقَّاءَكُمْ أَطْعِمُوهُمْ مِمَّا تَأْكُلُونَ وَاكْسُوهُمْ مِمَّا تَلْبَسُونَ فَإِنْ جَاءُوا بِذَنْبٍ لَا تُرِيدُونَ أَنْ تَغْفِرُوهُ فَبِيعُوا عِبَادَ اللَّهِ وَلَا تُعَذِّبُوهُمْ د خپلو مريانو به ډېر خيال ساتئ دا خبره يې درې ځلې تکرار کړه (او له هغوی سره د انصاف په هکله یې زياته کړه): څه چې تاسو پخپله خورئ نو هغوی ته هم هماغه ورکوئ او کومه جامه چې تاسو اغوندئ هغوی ته هم هماغه واخلئ، او که څه ګناه ورڅخه وشوه او تاسو نه غوښتل چې ويې بښئ نو ای د خدای بندګانو! تکليف مه ورکوئ ويې پلورئ. د قرابت، نسبيت، عائليت او اقائيت خبره خو پرېږده حتی د نړی ټول مسلمانان په غم او ښادی کې سره شريک دي او د يو جسد حيثیت لري، اعلان یې وکړ چې: «مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ شَيْءٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى» \\\\\\\” مومنان له يو بل سره (خواه نارينه وي که ښځينه هر رنګ او نژاد سره چې تعلق لري) د محبت، عطوفت او مرحمت له حيثه د يوه تن حيثيت لري د يوه جسد تکليف سره ټول جسد نارام او بې خوبه وي . هغه وه چې کمه موده کې د انسانانو په ژوند کې يو مثبت بدلون را منځته شو د وحشت، ظلم او نفاق مرحلې ته د پای ټکی کېښودل شو د خلکو تر منځ همدردي، ورورګلوي انساني عاطفه د ميني او الفت فضا را منځته شوه لکه چې الله په لاندې آيت کې ورته يادونه کړې: {وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا} \\\\\\\” د الله تعمت در په یاد کړئ چې کله پخپل منځ کې دښمنان وی او الله ستاسو په زړونو کې الفت پیدا کړ او بالآخره د دې نعمت په پايله کې سره ورونه (ملګري، دوستان او يو موټی) شوئ\\\\\\\” هغه خلک چې يو وخت د يو بل د وينو تږي وه يو بل يې وژل، د يو بل په مال او ناموس تېری باندې يې فخر کاوه بيا يې حالت دا شو چې يو بل سره مرسته، يو سره په غم او درد کې شريکېدل، او تر خپلې اړتیا د خپل بل ورور اړتيا ته ترجيح ورکول يې کمال او سړيتوب ګاڼه، لکه چې الله تعالی يې په هکله فرمايلي دي: {وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ} \\\\\\\” (صحابه کرام هغه خلک دی) چې که څومره يې هم خپله اړتیا زياته وي بيا هم د نورو اړتیا غوره کوي \\\\\\\” د اسلام مقدس دين د نورو اديانو پيروانو پر مخ هم د افهام او تفيهم باب پرانيست هغوی يې هم يو والي ته را وبلل {يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْاْ إِلَى كَلَمَةٍ سَوَاء بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ…….. } \\\\\\\” ووايه (ای پيغمبره!) : ای د کتاب پيروانو! راځئ په هغه يوه (شريکه) نکته سره يو او متحد شو چې زموږ او ستاسو تر منځ ده ………. د اسلام مقدس دين ټول انسانيت ته د يو والي، امن او سوکالی پیغام را وړی ده، اسلام د خلکو مخې ته داسې زرينه او روښانه تګلاره وړاندې کړې چې د هغې له مخې: نر ښځه، شتمن او نادار، آمر او مامور حتی مسلمان او هغه کافر چې د شر او فساد څخه لاس په سر وي د انصاف او برابرښت په فضاء کې به ګډ او بې توپيره ژوند پر مخ بيايي  له حسن تعامل او متقابل احترام څخه به برخمن وي . د اسلام سپېڅلي دين خپلو پيروانو ته د اتفاق، همدردی، ايثار او تعاون علی البر امر کړی ده له نفاق، اختلاف او کړکېچ څخه کې په ټینګار سره منع کړي دي تر کله چې د نړی د مسلمانانو تر منځ يو والی موجود وه د فتوحاتو، نوښتونو او اصلاحاتو له برکتونو څخه يې د نړی انسانان مستفيد وه د علم، فرهنګ، ثقافت، او همدا راز د نویو څېړنو، اقتصادي پرمختګونو او صنعتي انکشافاتو د ودې په ډګر کې تر هر چا وړاندې وه، ټول مسلمان بلکې د اسلامي حکومت تر سيوري لاندې ټول اوسېدونکي له امن او سوکاله ژوند څخه برخمن وه، مګر کله يې چې د غليمانو د دسيسو په نتيجه کې خپل وحدت له لاسه ورکړ د پت او عزت، برم او وقار ستوري يې د غروب په لور حرکت پيل کړ، نن ګورو چې د نفاق او خپل منځي اختلافو له امله په نړی کې تر ټولو ذليل خلک مسلمانان دي د هر زورور او کمزوري غليم په پښو کې پراته دي، له خپلو حقه حقوقو څخه محروم او د ژوند په ټولو شعبو کې شاته ټېل وهل شوي دي، د هر جرم وجنايت پېټی د دوی په اوږو باندې ايښودل کېږي د هر راز تعذيبونو او شکنجو، بدبختيو او ناخوالو په ګرداب کې را ګير دي . د شرعي، عقلي او عرفی دليلونو په استناد دا خبره يقينی ده چې د هېواد بلکې د نړی په سطحه د مسلمانانو دنيوي او اخروي سعادت او ښېرازتيا له خپل منځي اتفاق، يو والي او تعاون علی البر سره تړلې دی، له همدې امله د نړی په کچه غليمان پخپلو ټولو امکاناتو د دې پر خلاف علی الدوام لاس په کار دي په همدې اساس دې مکار دښمن د افغانانو تر منځ د اختلافاتو را منځته کولو ګڼ پلانونه تر لاس لاندې نيولي او غواړي په ګړندی ټوګه یې پلي کړي، د مقبوضه رسنيو، پردي پالو او اجيرو افغانو او د خپلو مادي او معنوي امکاناتو په کارولو سره غواړي افغانان د نفاق او خپل منځي کشمکش په لعنت کې لټار کړي : د سمت، نژاد، ژبې، او مذهب تر نامه لاندې خلکو کې بد بيني نفرت، تعصب او نزاع را منځته کړي آن تر دې چې غواړي د يوې کورنی غړي ښځينه او نارينه، ځوانان او مشران هم د آزادی، بشري حقوقو او په داسې نورو پلمو پخپل منځ کې سره اخته کړي . نو موجوده نازکو او خطرناکو شرايطو ته په پام دا مهال زموږ علماوو، روحانيونو، ويښ ضميره سياسيونو، د فهم ودانش څښتنانو، د ژورناليزم با احساسه ځوانانو، فرهنګ پالو او مسلکي با بصيرته شخصيتونو ته تر بل هر وخت زياته توجه او ځيرکتیا په کار ده، چې بايد مسلمان ملت د خپلو ارزښتناکو موعظو، ليکنو، تبصرو او حقائقو سپړلو له لارې د دښمن له ټولو صريحو او مرموزو دسيسو څخه باخبره وساتي او عند الله او عند الناس د مسئوليت له مخې خپله ذمه فارغه او ملت له دې طوفاني موجونو څخه وژغوري.

مخکینې مطلب

په رسنیو د صهیونېزم قبضه (لمړی)

بل مطلب

انګلستان کرکټ لوبډلې استرالیا ته یوه بې سارې ماته ورکړه

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com