صبر او اقسام یې!

لیـکــــــنـه : فرمان الله نجرابوال
که څوك غواړي چې د عذاب الهي څخه خلاصون ومومي، دالله سبحانه وتعالی دثواب او رحمت څخه برخمن شي ،د دوزخ څخه وژغورل شي او دجنت او دجنت د مافیها د نعمتونه څخه برخمن شي نو اړینه ده چې خپل ځان ددنیاګۍ دخواهشاتو څخه ځان وژغورو ، ددنیا په مصیبتونو ،دردونو، سختیو باندې صبر وكړو !!
لکه څنګه چې الله جل شانه فرمایلي دي)والله یحب الصابرین( “ال عمران ۴۶”
ژباړه : الله جل جلاله صبر کونکي خوښوي ،
چې خدای جل جلاله څوك خوښ کړې خامخا به ورته جنت ورکوي!
دصبر تعریف :
دصبر په لغت کې معنی ده “حبس” یانې بندول ضرورې خبره ده چې إنسان باید خپل ځان د مصیبت پر وخت د ناړو خبرو او كړنو څخه بند کړې .
په اصطلاح صبر په إنسان کې یو ځواک دی چې ددې ځواك به وسیله إنسان د مصیبتونو ،هر ډول آزموینې چې د خالق لایزال لخوا رانازلیږي که هغه په بدن کې په مال ،اولاد کې وي إنسان کولای شې چې په آسانۍ سره په ځان ومنې !
چې د صبر پایله بیا الله سبحانه وتعالی ښودلې ده چې :الله جل جلاله د صبر کونکو سره دی !
د صبر اقسام :
صبر دري ډوله دی
۱: صبر علی طاعة الله!
هغه څوک چې صبر وکړي په اصاعت الله سبحانه وتعالی لکه په یخ ژمې کې اودس کول او بیا لمونځ کول ،یاحج ته تلل ، یا جهاد کول په یادو کارو کې چې کوم مشقت او تكلیف په إنسان راځې په دې باندې صبر کونکی ته الله سبحانه وتعالی په ورځ د قیامت دري سوه درجې ورکوې چې دهرې درجې ترمینج به دآسمان او ځمکې په اندازه فاصل وي
٢صبر علی محارمه :
صبر علی محارمه دامطلب چې الله جل جلاله ځینې شیان حلال ګرځولې دي ،ځینې بیا حرام ګرځولې دي چونکه إنسان سره شیطان دی او شیطان حرام شیان مومن ته ښایسته کوې نو کوم مومن چې د حرامو څخه ځان ساتې او صبر کوي .الله سبحان وتعالی داسې صبر کونکی ته په ورځ د قیامت کې شپږ سوه درجې ورکوې چې د هرې درجي تر مینځ به دآسمان او ځمکې په اندازه فاصله وي
٣صبر علي المصيبة:
صبر په مصیت دامطلب چې په مومن باندې ځینې وختونو مصیت راځې ، او دغه مصیبت ځپلی مسلمان په مصیبت باندې صبر وکړي. دا ډول صبر کونکی ته الله جل شانه په ورځ د قیامت کې اوه سوه درجې ورکوې چې د هرې درجې تر مینځ به دآسمان او ځمکې په اندازه فاصله وي !
د صبرفضیلت :
په قران مجید تقریآ ۹۰ځایه د صبر فضیلت یادونه شوې ده !
لکه الله سبحانه وتعالی فرمایلی دي) والله يحب الصابرين(“ال عمران ٤٦
ژباړه :الله سبحانه وتعالی صبرکونکي خوښوي
همداراز په ځای کې وایې)إنما یوفی الصابرون اجرهم بغیر حساب( “الزمر”
ژباړه:بیشکه چې بشپړ اجر ورکول کېږي صبرکونکې اجر پرته د حساب كتاب !
همداشان په ګن شمیر احادیثو کې هم د صبر فضیلت راغلی دی ، چې ستاسو مخ ته ږدم !
اول : عن عایشته رضی الله عنها قالت :قال الرسول صل الله علیه وسلم :مامن مصیبت تصیب المسلم إلا کفرالله عزوجل بها عنه حتی الشوکة یشکها “اخرجاه الصحیحین”
ژباړه :عایشه صدیقه عفیفه رضی الله عنها وایې چې نبی علیه السلام وفرمایل: چې نه دی یو مصیت چې ورسیږې مسلمان ته مګر الله جل شانه هغه کفاره ګرځولې وي دمسلمان دګناه لپاره که څه هم یو اغزی وې!
دوهم حدیث :
قال النبی صل الله وسلم :قال الله تبارک وتعالی اذ وجهت الی عبدمن عبادي مصيت في بدنه أو ماله أو ولد ،ثم استقبل ذالك بصبر جميل استحييت منه يوم القيامة أن انصب له ميزان او أنشر لو ديوانأ !
پښتو ژباړه: دبشریت سترلارښود محمد مصطفی صل الله علیه وسلم فرمایل دي ،چې الله جل شانه فرمایل دي: کله چې زه دیو بنده د بندګانو څخه په یو مصیت کې ښکیل کړم که هغه ددوې په بدن وې یا مال ،اولاد کې وې دا مصیبت ځپلی صبر وکړي په صبر جمیل سره ماته حیا راځې چې دوسره زه حساب كتاب وکړم !!
دأسلافو اقوال او كړڼي دمصیبت پر مهال !!
۱:احنف “رحمه الله “وایې :زما د سترګو دید څلوښت کاله پخوا دلاسه کړی ؤ خو تر اوسه مې چاته ندي ويلي !
۲ : شقیق بلخې وایې : چاچی شکایت وکړ د یو مصیت پرته دخدایه وبل چاته ،نو به نه مومې دی په زړه کې د عبادت خوند ،عبادت په زړه کې ځانګړی خوند لرې !
دصبر آداب :
لومړی: د صبر د آدابو څخه دادی چې دمصیبت په اوله لمحه او وخت کې صبر ګټه کوې لکه حدیث هم راغلی دی )انما صبر عند الصدمة الأولی(
دوهم : د مصیبت پر مهال استرجاع ویل !
ﻭﻣﻦ ﺍﻵﺩﺍﺏ ﺍﻻﺳﺘﺮﺟﺎﻉ ﻋﻨﺪ ﺍﻟﻤﺼﻴﺒﺔ, ﻟﺤﺪﻳﺚ ﺃﻡ ﺳﻠﻤﺔ ﺭﺿﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﺎ ﻭﻫﻮ ﻣﻦ ﺭﻭﺍﻳﺔ ﻣﺴﻠﻢ.
استرجاع ددي كلماتو ویل دي: إنا لله وانا اليه راجعون
دريم: دصبر دا آدابو څخه داهم دی چې مصیبت پر وخت مسلمان خپل ځان كابو
کوې چې د خولې څخه یې کفرې کلمات و نه وځي چې ډا ډول کلماتو په ویلو سره سړی کافر کیږې !)العیاذ بالله(
}وما علی إلا الب



