ځينې کفري الفاظ

 

 

راټولونه: سمیه سعید

متاسفانه نن ورځ له جهالته ځیني وړونه او خویندي داسي الفاظ کاروي چي دهغه په کارولو سره شخص کافرکیږي، او نکاح یې باطله کیږي، خو هغه بیچاره خبرهم نه وي چي یاورڅخه کفر صادرسوی او یایې هم نکاح باطله سوې ده، په همدې خاطر موږ دلته دځینو کفري الفاظو څخه یادونه کوو ترڅو علم ورباندي حاصل سي او هڅه وسي چي په ژبه ونه ویل سي، که احیاناً له چاڅخه وکارول سول، دستي سري کلمه ووايي او خپله نکاح نوې کړي.

۱ــ چاته وویل سي چي دا ګناه مه کوه الله تعالی به دي جهنم ته واچوي، هغه په ځواب کي ورته ووايي چي زه یې له عذابه نه بیریږم، د دویم کس الفاظ کفري دي. (فتاوی عالمګیریه)

۲ــ چاته وویل سي چي ان شاء الله داکار به دي وسي، هغه ورته ووايي چي زه یې بې ان شاءالله کوم.

۳ــ یوغریب کس بل مالدار شخص وویني نو ووايي چي یاالله دانو انصاف دی چي داکس دې دومره مالداره کړی او زه دي غریب کړی یم.(فتاوی عالمګیریه)

۴ــ کله دچا زوي یالور وفات وکړي او هغه ووايي چي بس خدایه تادا زما زوی باندي وس رسیدی، یاووايي بس خدایه تایو زمازوی لیدلی ؤ العیاذباالله

۵ــ دنبي علیه سلام په سنتو باندي ټوکي کول یاپسخندوهل.

۶ــ دقرانکریم دایاتونو معنی په ټوکو اړول لکه ان صلاة تنهی یوڅوک یې په ټوکو ووايي نعوذباالله چي ددې ماناده چي لمونځ په تنهايي سره وکړه.

۷ــ پرمسلمانۍ باندي دخفګان احساس کول، مثلاً یوڅوک ووايي چي فلانۍ مسلمان دی خود به رشوت خوري یا مسلمان یم ځکه غریب او مسکین یم.

۸ــ داسي خبره کول چي قرانکریم او انجیل یوشی دي پرهریوه عمل کوې.

۹ــ دکفارو دخوشهالولو لپاره دهغوی په مذهبي میلو او اخترونو کي ګډون کول.(بهارشرعیت)

۱۰ــ یوڅوک ووايي چي زه په شرعیت فیصله نه کوم، راځه په جرګې به یې سره معلومه کړو، یا یو څوک ورته کوم اسلامي حکم بیان کړي دی ورته ووايي چي نعوذبالله دا هوايي خبري دي.

۱۱ــ دشراب څښلو یازناکولو یاقیمارکولو پروخت بسم الله الرحمن الرحیم ویل. (فیضان سنت)

۱۲ــ مسلمان ته کافر ویل یاکافر ته مسلمان ویل.

۱۳ــ دالله تعالی لخوا حرام شي ته حلال ویل یاحلال شي ته حرام ویل.

۱۴ــ د(مومن به) شیانو څخه انکار کول لکه دوزخ، جنت، ملائیکي، کتابونه………

۱۵ــ یوچاته دغصې او درد په وخت کي ویل چي نعوذ باالله چي دخدای زوی سې هم …..

۱۶ــ یوچاته دغصې او درد په وخت کي ویل چي نعوذباالله چي دخدای زوی سې هم دی ولاکه پریږدم(عالمګیری).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button