ذهني فشار څه رنګه کنترولولای شو؟

ډاکټر فصيح الله عمرزى

دانسان بدن دخپل ژوند په دوران کې د ډول ډول مرضونو سره مخ کیږي ځنې مرضونه وي چې انسان ورته په ژورنظر نه ګوري خو د وخت په تیریدوسره هغه مرض دانسان ژوند نیګړی کړي چې همدا مرض  په لومړۍ مرحله کې ېې درملنه په اسانۍ سره کیدای شی خو وروسته دهمدې مرض درملنه چې په سطحي ډول ورته کتل شوي وي دانسان لپاره ستونزمنه تمامه شي.

دانسان د بدن هرغړی په خپل خپل ځای کار او په ژوند کې ورته اړتیا شته خو د ماغ دانسان لپاره د ژوند ترټولو غوره اړتیا ده که دیوه انسان دماغي نظام په کنترول کې نه وي هغه انسان ته کا مل انسان نه ویل کیږي بیا دلیوني او په نورو نومونو یادیږي ځکه خوباید انسان چې وس ېې وي داسې څه وخوري چې دماغوته ېې قوت وروبخښي او د دماغوترڅنګ د بدن نور غړي ېې هم غښتلي کړی چې په دا ډول خوراک سره انسان د انسانی ناروغیو به مخ نیوي کې بریا ترلاسه کولای شي.

د کورنې یوغړی چې په دماغي ناروغۍ اخته وي لومړۍ علامې ېې دادي چې د کورنۍ د نوروغړو سره به په هیڅ خبره بحث کوي او هرې خبرې ته به په سخته یا ستغه اوسپوره ځواب وایی او په هرخبره د دماغی ناروغه انسان ذهني فشار زیاتیږي چې دې ډول انسان ته دماغي ناروغه او هم په ذهني فشار اخته ناروغه ویلای شو.

دا ډول انسان باید ترهرڅه لومړی د دماغو معالج ډاکټر ته ورسول شي د درملنې ترڅنګ له ډاکټره  د دماغي ناروغ سره د چلند مشوره واخستل شي چې د درملنې په دوېم قدم کې دا ډول ناروغ  سره مناسب چلند اړین دی او هم باید د دماغو ناروغ ته په خپل وخت درمل ورکړل شي  که یو وخت په درملنه کې بې پروایی وکړل شي ناروغ په ځاې ددې چې په اونۍ کې روغ شي روغتیا ېې اونیوته رسیږي.

په دماغي ناروغۍ اخته انسان ته ترهرڅه لومړې استراحت یا ارام اړین دی باید زیاتې خبرې ورسره ونه کړل شي په ځنو کارونو مصروف وساتل شي چې له سوچونو او ناوړه خبرو وغورل شي.

دوېم داچې هغه څه چې دماغي ناروغ وایی په ډیره نرمه لهجه ورته دهو ځواب ورکړل شی که ورسره دموضو په اړه بحث وشي درمل پرې هیڅ اثر نه کوي او  نه ېې ناروغي پای مومي باید د ناروغ په خوښه دهغه ژوند اعیار کړل شي.

به عام ډول باید دیوه روغ انسان خوراک هم په منظم ډول وي که نا مناسب خوراک وخوړل شي انسان په ډول ډول ناروغیو اخته کوي چې د خیټې د درد او نظام دخرابوالي ترڅنګ د انسان پرد ماغو هم بد اثرکولای شي د دماغو ناروغه انسان ته باید هغه ډول خوراک ورکړل شي چې د ماغوته  ېې قوت ورکړي لکه د چارماغزو،بادام، جنغوزیو، په شهدوکې

ګډ کړل شوو جنغوزیو، په کوچوکې ګډ کړل شوو کاش کاش خوراک دماغوته زیاته ګټه رسوي.

 انسان باید دخپل بدن دسالمتیا لپاره نرم  خوراک وکړي چې په نرمو خوراکونوکې ماسته مناسب خوراک دی کوم انسان

چې د مستو خوراک کوي هغه د نورو انسانانو په پرتله له ذهني فشاره ساتل کیږي او یاېې که ووایو په د ماغي ناروغیو نه اخته کیږي ځکه ماسته دانسان بدن ته ارام ورکوي کوم انسان چې په خپل ژوند کې ارام کوي هغه په ‌ذهني یا د ماغي ناروغیو نه اخته کیږي.

روغتیا پوهان وايی په ماستوکې د تیروسین ماده زیاته ده چې تیروسین د انسان په ‌ذهني فشار کمولو کې مرسته کولای شي او هم انسان خپل نور خواړه د ماستو په خوراک سره په  اسانۍ سره هضمولای شي.

روغتیا پوهان د دماغو یا د فشار د ناروغیو  کنترول او خوندي ساتلو لپاره د طبعي خوراک لارښوونه کوي او د مصنوعی خوراک څخه منع کوي طبعی چې په مځکه کې په قدرتي توګه راوټوکیږي لکه میوې او سبزیجات ، مصنوعي  خوراک هغې ته وایی چې انسانان غوښه په اور سره کوي یا دډول ډول اجناسو کیک،کلچي، او نورخوراک تیاره وي په عمومي ډول زیاته سره  کړي غوښه دماغو ته هم تاوان رسوي چې یو انسان باید په عمومي ډول خپل خوراک په منظم ډول سره وکړي چې دنورو مرضونو ترڅنګ د دماغو له ناروغتیا هم وژغورل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button