یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د قراني لارښوونو په رڼا کې بېواده ځلمیانو ته مشورې‎

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 12, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
10
ځلې شریک شوی
126
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیک : حنظله عزیزي
‎
په پیل کې د سورة نور دا مبارک ایت را اخلو: وليستعفف الذين لا يجدون نكاحا حَتَّى يُغْنِيَهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ(النور) یعني څوک چې واده نشي کولی هغوی دي عفت غوره کړي یعني زنا او زناته رسوونکو وسایلو ته دي نه نږدې کیږې، تر څو یې الله په خپل فضل سره غني او شتمن کړي.

تفسیر: ابن کثیر د دې ایت په تفسیر کې لیکي چې داد الله له لوري هغه چاته امر ده چې هغوی واده نلري هغوی باید له زنا او له زنا ته رسوونکو وسایلو نه ځان وژغوريو، رسول الله صلي الله علیه وسلم لونډو او بېواده ځوانانو ته په خطاب کې وایې:

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

ای د ځوانانو ټولیه ! په تاسو کې چې د چا بدني روغتیا پوره وي هغوی دي واده وکړي، ځکه واده انسان دې ته برابروي چې سترګې لاندي ولري او خپل ځان له زنا وژغوري، او څوک چې دواده وس نلري هغه دي روژه ونیسي، ځکه په روژه سره شهوت کمیږې. يا معشر الشباب، من استطاع منكم الباءة فليتزوج، فإنه أغَضُّ للبصر، وأحْصَنُ للفرج. ومن لم يستطع فعليه بالصوم فإنه له وِجَاء. رواه أحمد وابن حبان.

امام السعدي رحمه الله په خپل تفسیر کې وایې: وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ. په دې ایت کې هغه چاته امر شوی ده چې له نکاح نه عاجز وي څو ځان په عفت کې ولري، یعني باید ځان له حرامو وژغوري، او باید هغه اسباب اختیار کړي چې هغه یې له حرامو وژغوري، داراز باید تر خپله وسه د زنا په اړه له ورلویدونکو افکارو باید ځان وژغوري. دی وایې د { الَّذِينَ لا يَجِدُونَ نِكَاحًا } دا معنا ده چې د فقر او مسکنت لامله د واده وس نلري، او یا یې مشران واده نه ورته کوي او دی نشي کولی هغوی واده ته مجبور کړي، نو دا ډول ځوانان باید عفت او له حرامو ځان ساتل غوره کړي، لاندي زه هغه اووه اسباب را اخلم چې په برکت سره یې ځوانان کولی شي ځانونه له حرامو وژغوري او دعفت دروند خوی او خصلت غوره کړي.

1- روژه:

کوم ځوانان چې د واده وس نلري هغوی باید روژه ونیسي، لکه مخکي په حدیث کې هم دا خبره بیان شوه ، روژه یو ډول وختي علاج ده او په برکت سره په انسان کې شهوانیت کمیږې، په روژه کې طبعا خورا کمیږې او د خوراک په کمیدلو سره د انسان شهواني صفت مړاوی کیږې او بهیمیت یې کمزوری کیږې، داراز په روژه سره د مومن نورو عباداتو سره اړیکه پیدا شي او عبادات چې مومن ډیر کړي د شیطان له وسوسو ځان ژغورلی شي، او په دې صورت کې په انسان کې روحانیت او روحي پاکوالی زیات شي، په زړه کې یې ویره او تقوا ځای ونیسي او په دې صورت کې شهوانیت ژوبل او روحانیت غالب شي.

2- له محرماتو سترګې ښکته کول

الله جل جلاله نر او ښځې دواړو ته امر کړی ده چې سترګې ښکته لرئ، سترګې ښکته لرل یو ستر او لوړ نفسي ادب ده، کله چې نظر قوت دمخالف جنس پاروونکي ښکلا او یا مطلق وجود وویني نفس ته یې مکمل رپورټ ولیږې، دلته نفس د خپلو غوښتنو دپوره کولو له پاره تدابیر نیول پیل کړي او که څوک سترګې ښکته ولري نو په پیل کې د لویو ستونزو مخنیوی وکړل شي، سترګې ښکته لرل او دنظر ساتنه خورا دروند انساني خوی ده، ځکه خو په شرعي لحاظ هم دسترګو ساتنه خورا لوی او دستر اجر کارده د دې د لویوالي له پاره دلته یو نبوي قدسي حدیث را اخلو دا حدیث طبراني رحمه الله د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه په روایت سره راخیستی ده هغه وایې: رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلي دي، چې الله جل جلاله وایې: نظر په زهرو لړلی غشی ده، څوک یې چې زما له ویرې پریږدي(نظر وساتي) زه به یې په بدل کې په ایمان ور بدل کړم چې په زړه کې به دهغه ایمان خوند بیامومي. عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه أنه قال، قال رسول الله صلى الله عليه وسلم- في الحديث القدسي عن الله تبارك وتعالى-: النظرة سهم مسموم من تركه مخافتي أبدلته إيماناً يجد حلاوته في قلبه.

داراز په یوه بل حدیث کې بد نظر او محرماتو ته کتل زنا بلل شوی ده، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: بنیادم به د زنا برخه خامخا اخلي، دواړه سترګې زنا کوي او دسترګو زنا لید او کیتل دي، او دواړه لاسونه زنا کوي او زنا یې نیول دي، او دواړه پښې زنا کوي او زنا یې تګ ته، او خوله زنا کوي او زنا یې ښکلول دي، زړه د زنا خواهش او تمنا کوي او فرج یې رښتینې کوي، یا یې نه رښتینې کوي، قال رسول الله صلي الله عليه وسلم: كُتب على بن آدم حظه من الزنا، مدرك ذلك لا محالة، فالعينان تزنيان وزناهما النظر، واليدان تزنيان وزناهما البطش، والرجلان تزنيان وزناهما المشي، والفم يزني وزناه القبل، والقلب يهوى ويتمنى والفرج يصدق ذلك أو يكذبه. (أخرجه أحمد) ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کې وایې: په حدیث کې دسترګو کتلو او دلاس په نیولو سره په مجازي توګه زنا ویل شوي دي، ځکه دا ټول دزنا مقدمات دي.

له دې کبله قران کریم نرو او ښځو مومنانو ته امر کړی ده چې سترګې ښکته لرئ: قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ .النور: [30/30] یعني مومنانو ته ووایه چې نظرونه ښکته لرئ، او خپل فروج پاک لرئ، داد دوی له پاره پاکي ده بېشکه الله د دوی په کارونو خبر دی، او مومنوښځو ته ووایه چې نظرونه ښکته لرئ او د فرجونو ساتنه ګوئ.

اسلام چې په کومو جرمونو کې عقوبت او سزا ټاکلې ده د هغو جرمونو له مقدماتو او وسایلو یې هم خلک ویرولي دي، الله د زنا په اړه داسي ندي ویلي چې زنا مکوئ (لاتزنوا) بلکي ویلي یې دي: ولاتقربوا الزنا، یعني زنا ته مه نږدې کیږئ، مطلب دا چې زنا ته له رسوونکو وسایلو هم ځانونه وژغورئ داراز لکه ومو چې ویل نر اوښځو دواړو ته یې امر کړي ده چې نظرونه ښکته لرئ او بل دا چې په ښځینه و باندي یې حجاب او پرده لازمه کړې ده آن تردې پورې چې الله جل جلاله ښځو ته دا هم ویلي دي چې له نارینه و سره نرمې خبرې مه کوئ، ځکه بیا به د ناروغه خلکو په زړونو کې تمه پیدا شي: فلاتخضعن في القول فیطمع ال‍‍ذي في قلبه مرض. د یوې ټولنې د خوندي او پاک ساتلو له پاره دا له حکمت ډکه او فطري لاره ده، تاسو نن سبا د لویدیځ نظام ته ځیر شئ هلته قانونا جبري زنا جرم ده او د دې له پاره د دوی په قانون کې سزا شتون لري خو د دواړو لوریو د خوښې په صورت کې زنا جرم نده، داراز د نر اوښځې نیمه بربنډ ګرځیدل جرم نده یعني هلته زناته رسوونکي ټول وسایل مباح او روادي او په داسي ککړ چاپیریال کې که یوڅوک زنا وکړي هغه ته سزاده او دا قانون نسبة ظلم ده.

3- له جنس پاروونکو شیانو ځان ژغورل

هر مومن نر اوښځه په ځانګړې توګه بېواده او لونډ ځوانان باید له هغو کړنو او شیانو ځانونه وژغوري چې هغه جنس پاروونکي وي، لکه له مخالف جنس سره لیولې خبرې، بربنډ عکسونه کتل، دجنس په اړه لیکنې او کتابونه لوستل، د بې پردې میرمنو او د نارینه و اختلاط او ګډون، غرامي فلمونه کتل، داراز عشقي سندرې اوریدل او …. دا ټول شیان د ځوانانو اخلاق خرابوي او په ځانګړې توګه تنکي ځوانان باید له داسي شیانو وژغورل شي.

4- فارغ وخت په ګټورو شیانو لګول

فراغت او بېکاري هغه چاړه ده چې دواړه لوري یې تېره دي، بې کاره وخت په ځانګړې توګه د ځوانانو له پاره ډیر خطرناک او له مختلفو ستونزو ډک وي، کله چې انساني ذهن په هیڅ کار بوخت نه وي نو هغه ولاړ او شنډ نشي پاته کیدلی، حتما په یوه شي ځان بوختوي او د ځواني په مهال مخالف لوري ته تمایل طبعا ډیر وي، نو حتما ځوان په عشقي بوختیاو اخته کیږې، بناء باید ځوانان او دځوانانو سرپرستان ډیر متوجه واوسي چې په فارغ وخت په ګټورو شیانو بوخت ولري .

5- ښه ملګري غوره کول

ښه ملګری انسان دالله بندګې او ښو اخلاقو ته رابولي، لکه الله جل جلاله وایې: تاسو له یوه بل سره دښو او تقوا په کارونو کې مرسته وکړئ، اوله یوه بل سره د ګناه او سرکشي په کارونو کې مرسته مه کوئ، تَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ. [المائدة : 2] هر ځوان او هره پیغله باید کوښښ وکړي چې ښه ملګری پیدا کړي او له بدملګري ځانونه وژغوري، بد ملګری انسان ته ښه کارونه بد او بد ښه ښکاره کوي، رسول الله صل يالله علیه وسلم وایې: سړی د دخپل ملګري په لاره روان وي نو ستاسو هریو دي وګوري چې له چا سره ملګرتیا کوي, قال صلى الله عليه وسلم: المرء على دين خليليه، فلينظر أحدكم من يخالل. [أخرجه الترمذي] په یوه بل حدیث کې راغلي دي: یواځي له مومن سره ملګرتیا کوه او خپله ډوډۍ په تقوا لرونکي مومن خوره. لا تصاحب إلا مؤمناً، ولا يأكل طعامك إلا تقي. أخرجه الترمذي.

6- په پټه او ښکاره دالله ویره

هر ځوان او پیغله باید هر وخت دالله عظمت او لویوالی په یاد ولري او په دې باور پوخ کړي چې هغه په رشي علم لري، هغه په يټو او ښکاره خبر دی، هغه دسترګو غداران پیژني او هغه انسانان پیژني چې په سینو کې یې پلیتي پټه کړې ده، او هرڅوک چې یوه ذره ښه وکړي وبه یې ویني او که یوه ذره بد وکړي هم وبه یې ویني ، او داخرت په ورځ به ځمکه دانسان دښو او بدو خبرې کوي، کله چې د یوه مومن ځوان او مومنې پیغلي په زړه او روح کې د الله عظمت، ویره او په اخرت ایمان په پوره توګه ځای شي هغه بیا د دنیا فاني او لنډ مهاله خوندونه د اخرت په ابدي او تلپاته خوندونو نه بدلوي، بناء ځوانانو ته لازمه ده که وس لري او کولی شي باید ژر تر ژره واده وکړي او په دې توګه نیم دین پوره او له حرامو ځان وژغوري او که وس نلري هغوی باید عفت او له حرامو ځان ژغورل غوره کړي.

7- طبي مشورې.

په پای کې څو طبي مشورې درسره شریکوو، چې د شهواني غریزې په کمولو کې مرسته کولی شي، لکه په اوړي کې په سړو اوبو لمبېدل، له ترخو او ګرمو خوړو ځان ساتل، بیداروونکې خواړه او مشروبات کمول لکه چای او قهوه، غوښن خواړه او هګۍ کمې خوړل، په ګېډه نه پرېوتل، داراز پر ملا پرېوتل هم ښه ندي بلکي په ښي اړخ پرېوتل سنت هم دي. او خدای دي وکړي زموږ بیان شوي لارې چارې مو مرستندویه وګرځي. او په خپلو نیکو دعاګانو کې مو یاد ولرئ.

مخکینې مطلب

لومـــړی شی / عجـــیبه معلومات!

بل مطلب

په سوريه کې اوربند په افغانستان کې اوربل

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com