مرکزي بغلان: تعرضي برید روان دی او ګڼ عسکر وژل شوي
نن سهار شاوخوا ۴ بجې طالبانو د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په شهرجدید، فابریکی او د پلخمري ولسوالۍ په شهاب الدین سیمو کې د افغان عسکرو په مراکزو او پوستو باندې پراخ تعرضي بریدونه کړي.
طالبانو د یادو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د فابریکي په سیمه کې یې یوه پوسته نیولي، او په شهرجدید کې یې د قاضي سیمه هم تصفیه کړې،
د راپورونو په اساس جګړه روانه ده او ګڼ دولتي تاسیسات د بریدونو لاندې دي.
ویل کیږي چې د ښاروالۍ تعمیر اوس د وسلوالو طالبانو لاس ته ورغلی او دوی توانیدلي چې دغه تعمیر ته دننه شي.
د راپورونو په اساس په نښتو کې ۲ ټانګونه ویجاړ شوي، ۱۳ تنه عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي ګڼ شمیر نور ټپيان دي.
د مرکزي بغلان د شفاخانې ډاکټرانو رسنیو ته ویلي چې د جګړې له ډګره ورته د امنیتي ځواکونو یو تعداد مړي او ټپیان وروړل شوي دي.


















