(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۷)
د فارياب ولايت په قيصار او کوهستان ولسواليو کې وسله والو طالبانو د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، چې له کبله يې ۱۳ تنه عسکر وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان دي.
د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي رسنيو ته ويلي، چې طالبانو په قزلرقلعه سيمه کې د پوليسو په پوسته بريد کړی چې په
ترڅ کې يې پنځه تنه پوليس وژل شوي او يو پوليس طالبانو له ځان سره وړی دی.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دغه بريد کې شپږ پوليس وژل شوي او يو طالب هم ټپي دی.
يوې سيمه ييزې باوري سرچينې د دغه بريد په اړه ويلي، چې طالبانو د بم په چولو سره د پوستې ديوال پر پوليسو نړولی او اووه پوليس پکې وژل شوي چې اوس يې امنيتي ځواکونه د خاورو نه د جسدونو په راويستلو بوخت دي.
دغه راز د کوهستان ولسوالۍ يوه سيمه ييز قوماندان سليمان رحماني وايي، چې طالبانو د يادې ولسوالۍ په بېلابيلو سيمو کې د دولتي ځواکونو په پوستو او سيمو بريدونه کړي، چې له کبله يې د يادې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون اووه تنه پوليس ټپيان شوي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د دغه برید په اړه رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په سيمه کې د دوی وسله والو يوه پوسته نيولې او د امنيه قوماندان وثيق الله په ګډون پنځه تنه عسکر ټپيان او ۷ تنه نور وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د فارياب ولايتي شوری شل تنو امنيتي سرتيرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
-الماس خدرخېل-


















