(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۷)
د نولس کلنو نړيوال غواري جام د سياليو په لړ کې افغان نولس کلنې لوبډلې سينګاپور ته په اوو ويکټو ماتې ورکړه.
افغان نولس کلنې لوبډلې تېره ورځ ماليزيا ته په اتو ويکټو ماتې ورکړې وه.
په دغه سيالۍ کې د لوبې پچه د سينګاپور لوبډلې وګټله او خپله يې توپوهنه پيل کړه، چې په ۲۶ اورونو کې يې افغان لوبډلې ته د ۹۳ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۷ اورونو کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه يې وګټله.
د افغان بالرانو له لوري یوسف ځاځي پنځه، نوین الحق درې او ظاهر پکتین دوه لوبغاړي وسوځول.
په افغان نولس کلنو ملي لوبډله کې نوید عبید ۳۰، عمران محمدي ۲۷ او طارق ستانکزي ۲۵ منډې وکړې.
دغه سيالۍ په سينګاپور کې روانې دي، چې د افغانستان، ماليزيا، نيپار او سينګاپور لوبډلې پکې ګډون لري.
-الماس خدرخېل-


















