(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۷)
د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې دولتي ځواکونو د عملياتو پر مهال په عامو خلکو اوکورونو بمبارۍ کړي، چې سلګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ شوي دي او خپلې مينې يې پرېښي دي.
د بارګاه افغانيه د سيمې يوه اوسېدونکي احمد فرزاد وايي، چې دولتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې درنې وسلې کاروي او عامو خلکو کورونه هدف ګرځوی او بمبارۍ هم په کورونو کېږي، چې په سيمه کې د خلکو د غنمو درمندونه سوځېدلي او زيات مالي زيان يې اړولی دی.
دغه راز د يادې ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي محمد وايي، چې په دغو عملياتو کې تر ټولو زيات تلفات ولس ته اوښتي، چې د خلکو کورونه او د کوروندې ځمکې يې ويجاړې کړي دي.
شاوخوا دوه اوونۍ کېږي، چې په چمتال ولسوالۍ کې د دولت له لوري د البرز۷ په نوم عمليات پيل شوي، چې ځايي اوسېدونکي وايي عامو خلکو ته يې ډيری مالي زيانونه اړولي دي.
-الماس خدرخېل-


















