تبصره : خاموش
د یوې خوا حکومت دعوه کوي چې نوربه په خپلسرو اوشپنیو عملیاتوکې ولسي وګړوته تا وانونه، نه اړول کیږي خو د بلې خوا دولسي وګړو د کورونو ورانولو عملیتات دوام لري ، چې ولسي وګړوته مرګ ژوبله، دهغوې شتمني لوټ کول، دشک په نامه د ولسي وګړو نیول او بیا دپیسو په بدل کې پریښودل داټول هغه څه دي چې حکومت څو څو واره دنه کولو وعدی له ولس سره وکړې خو بیاهم په عملیاتوکې د ولسي وګړو کورونه ویجاړول دعملیاتو برخه ګرځیدلې ده .
د روانې اونۍ په سرکې د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په عملیاتو کې هغه تاوانونه ولسي وګړو ته واړول شول چې په نورو ولایاتوکې نه وو اړول شوي د چمتال ولسوالۍ اوسیدونکو ویلي زموږ په ولسوالۍ کې حکومتي ځواکونو د(البرز۷) په نامه عملیات وکړل اوبې ګناه ولسي وګړي ېې دشک په نامه ونیول او هم ېې زموږ کورونه ویجاړکړل .
دچمتال اوسیدونکو ویلي روسانو به دعملیاتو په دوران کې لومړی کورونه بمبار کړل، بیابه ېې تالاشۍ پیل کړې او ورپسی به ېې دکورنیو غلامانو کمونستانو په اشاره یوشمیر بې ګناه ولسي وګړي وسله والو سره داړیکو د تړاو په نامه ونیول اوس هم زموږ سره همغه عمل وشو.
داچې د بلخ ولایت چمتال په ولسوالۍ کې دالبرز۷ په نامه عملیاتو کې دولسي وګړو کورونه په بمباریو کولو سره ویجاړ کړل شول په بمباریو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله هم واوړیده خو د ولایات چارواکو او مرکز پرې سترګې پټې کړی چې یواځی بلخ ولایت اوسیدونکي نه بلکې ټول افغانان نور داډول عملیات او د ولسي وګړو کورونه بمبارول نه شي زغملای.
د چمتال ولسوالۍ د بارګاه افغانیه او بارګاه ترکمنیه سیمې اوسیدونکي وايي چې افغان ځواکونو د «البرز ۷ » پوځي عملیاتو په ترڅ کې چې له دوو اوونیو راپه دېخوا پيل شوي دي، ملکي کسانو ته تلفات اړولي او زرګونه کسانیې دې ته اړ کړي چې سیمه پرېږدي او کډوال شي
حکومت په عملیاتوکې ولسي وګړو ته د تاوانونو نه اړولو پریکړه وکړي خو په عملیاتوکې خپلسري پوځونه دامنیت په نامه د ولسي وګړو کورونو په لوټولو پیل وکړي چې دادی دچمتال ولسوالي بیا په عملیاتوکې دکورونو دورانولو شاهده وه .
افغان ځواکونه تل دمخالفو وسله والو سره په جګړه کې له درنو وسلو په کارولو سره دولسي وګړو کورونه هدف ګرځوي ویجاړوي ېې، دغنمو درمندونه په درنو وسلو کارولو سوزوي او هوايی ځواکونه هم دولسي وګړو کورونه په ړندو بمباریو سره وجاړوي.
د دوه اونیوپه عملیاتوکې چې په چمتال ولسوالۍ کر دالبرز۷ په نامه د طالبانوپرخلاف وشول قرباني ېې ولسي وګړي شول او دانه ده څرګنده چې په عملیاتوکې طالبانو ته څه تاوانونه اوړیدلي او که نه خو ولسي وګړي ددغه البرز۷په نامه عملیاتو قرباني شول.


















