د لومړي مرستیال سره شخړه دحکومت دوېم زوال

سرلیکنه

دوه مياشتې د مخه دارګ  لومړی مرستیال دوستم د شپې له پلوه په ناڅاپي توګه  په داسې حال کې د ترکیې پر لور وخوځېد چې په کابل هوايي ډګر کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو دوستم ته نږدي ملګرو ېې ويل سخت ناروغه دى او د درملنې لپاره ترکېې ته ولاړ خو يوشمير هغه اشخاصو چې دارګ اودوستم له شخړې ېې کره معلومات درلودل ويلي  چې دا به د حکومت سره د مخالفت سفر وي چې څو واره دمخه هم دوستم د سياسي مخالفتونو له امله ترکېې ته تللې او بيا راليږل شويدى.

د دوستم نږدي کسانو په دې ټينګار کوي چې دوستم په امبولانس الوتکه کې ترکېې ته ورسول شو اوپه ناساپي ډول ورته ناروغي پيښه شويده، دوستم دوه ناروغۍ لري يوه د شکر اوبله چې کله ورته شراب ونه رسيږي ناڅاپه ناروغه شي چې درملنه ېې په داخل دهېواد کې ناشونې شي.

ځني معلومات ښې چې ترکېې ته د دستم سفر د ناروغۍ سفرنه دى هغه په الوتکه کې ديوه روغ انسان په شکل چې هيڅ چاېې الوتکې نخ  د خيژولو مرسته نه کوله په عادي شکل وروخوت ځکه خو  ترکېې ته د دوستم په دې سفر شکونه شته چې شايد ترکېې ته د دوستم داسفر دسياسي مخالفت د پيل سفر وي.

تيره ورځ چې په بلخ کې د دوستم رارسوونکې الوتکې ته دعطامحمد نور په شمول د دوستم  ترزروپورې پلويان هرکلي ته ولاړوو او دارګ په غوښتنه په بلخ کې دهوايي ډګرساتونکوورته د کښيناستواجازه ورنکړه  ددوستم الوتکې د ترکمنستان په لورېې پرواز وکړچې د کورنيواو بهرنيو رسنيود دوستم اوحکومت په اختلافاتوځانګړې ليکنې پيل کړې.

په بلخ کې دا مهال هوايي ډګر د جرمني د ځواکونو په لاس کې دی او امنیت یې ساتي خو وايي چې مو ږ دافغانستان په کورنيو مسئلو کې لاس نه وهو او دا دافغانستان دحکومت کورنۍ مسئله ده .

داچې ولې په بلخ کې د دوستم د رارسوونکې  الوتکې د کښيناستو مخه ونيول شوه څو لاملونه شته چې يو خو نور ارګ نه غواړي د دوستم په موجوديت ځانته سر خوږى جوړکړي ځکه هغه درې ګونې ائتلاف چې په ترکيه کې د دوستم په مشرۍ وشو نوره ېې د ارګ او دوستم يارانه پاې ته ورسوله .

 دوستم د مخالفتونو او د حکومتونو د پرځولو تجربه لري که په وسله والو طالبانو ېې زور نه رسيږي د خپل کمزوري او اختلافه ډک حکومت ټولې کمزورۍ ورته څرګندې دي د مخه هم د ارګ او دوستم ترمنځ اړيکې خرابې شوې وې او اوس چې په ترکيه کې دوستم د درې ګونې مخالف ائتلاف غړى شو ارګ نور نه غواړي دوستم د تير په څير د لومړي مرستيال په توګه ومني حکومت له دوستمه ديوڅه کولو ويره لري ځکه د مخه دوستم حکومت ته د پرځولو خبر ورکړې ؤ او اوس ېې مخالفت دې حد ته رسيدلې چې امکان لري خپل ورکړل شوې خبردارى عملي کړي .

که څه هم موجوده حکومت له هره اړخه کمزرې او داخلي اختلافات ېې اوج ته رسيدلي دي خو داچې اشرف غني د ناتود سيوري لاندې حکوت چلوي په لنډ مهال کې به دوستم پرحکومت د پرځولو جرئت ونه کړي دامهال حکومت افغان امنيتي ځواکونه ،  نه بلکې ناتو چلوي او ترڅو چې ناتو ونه  وغواړي دستم څه نه شي کولاى ، که ېې دوستم خپلو کړنو ته پريښود دوستم کولاى شي د اشرف غني حکومت دنجيب دحکومت په سرنويشت اخته کړي.

 د دوستم او ارګ ترمنځ چې څه شخړه ده هغه افغانانو او نړيوالو ته څرګنده ده ، د مزارشرشف هوايي ډګر ساتونکو په ډاګه وويل چې موږ ته په تلفون د دوستم دالوتکې دنه پريښوولو سپارښتنه وشوه داچې د دوستم اوارګ ترمنځ څه مسئله ده  دا حکومت پورې اړه لري.

دامهال حکومت د طالب وسله والو ترسختو بريدونو لاندې سا اخلي د داخلي اختلافاتو، په حکومت کې د نظاميانو دنه همغږۍ، د ولس پر وړاندې د حکومت بې باورۍ او نورو لاملونوپه موجوديت د زوال سره مخ دى خو چې د لومړي مرستيال سره دحکومت کومه ستونزه رامنځ ته شويده  که دوستم له بل لورې حمايه شي او نور بهرنيان په افغانستان کې د اشرف غني حکومت پرافغان ولس بې ګتې وبولي نو کيداشي د لومړي مرستيال سره مخالفت دحکومت دوېم زوال شي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button