چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

دشیطان پېژند ګلوي (پنځمه برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 21, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
19
ځلې شریک شوی
232
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

لیکوال : دکتور کفایت الله وردګ
پاملرنه : په مخکې برخو کې مو د شیطان د خلقت ،ظاهري او معنوي صفاتو او د انسان ا و شیطان په مینځ کې د دښمني د شروع په اړه خبره کړې وه هلته دا خبره هم شوې وه چې شیطان د هر ا نسان دښمن دی او زیاته دښمني یې د زیاتو نېکانو خلکو سره وي او په زمکه باندې به تر ټولو زیات نېکان خلک انبیاء علیهم السلام وو پدې برخه کې له هغوی سره او عامو انسانانو سره د شیطان د دښمني په اړه درسره معلومات شریکوم .
شیطان له انبیاوو (علیهم ا لسلام) سره
له مخکې نه تاسې ته ښکاره شوه چې کله شیطان تکبر وکولو او حضرت آدم علیه السلام ته یې د تعظیم له سجدې کولو نه انکار وکولو نو د انسان او د شیطان په مینځ کې دښمني شروع شوه چې ددې دښمني ډېر تاوانونه انسانانو ته هم ورسېدل لکه حضرت آدم علیه السلام او حضرت حواء علیها السلام په جنت کې بې پردې کړل شول او له جنت نه را ښکته کړل شول لکن شیطان هم پکې ډېر تاواني شو چې ازلي بدبخت شو او هم له هغه وخت نه دهغه په جهنمي کېدو فیصله شوې ده او بیا دا دښمني روانه شوه له یوې خوا که الله جل جلاله شیطان ته ډېرې ‌طریقې ورکړې دي چې د هغې په مرسته یو انسان ګمراه او بې لارې کولی شي له بلې خوا الله جل جلاله انسانان هم دهغه په دښمني کې یوازې پرې نه ښودل او وخت په وخت یې انبیاء ورته را ولیږل چې د انسانانو مرسته وکوي ، هغوی ته د الله جل جلاله لاره ور وښيي ، هغوی سمې لارې ته برابر کړي نو کله به هم چې الله جل جلاله ولیدل چې شیطان د انسانانو په بې لارې کولو باندې و توانېدو نو الله جل جلاله به یو پیغمبر را ولېږلو چې خلک په غفلت کې دي را بیدار یې د کړي او دده ملاتړ به یې په اسماني وحی او معجزاتو سره وکولو د هغه پیغمبرانو علیهم السلام به دا کار وو چې خلک به یې د الله جل جلاله سمې لارې ته دعوت کړل ، د شیطان له فریبونو څخه به یې خبر ول ، د شیطان له لارو به یې را ګرځول نو دا کار به داسې وو لکه پیغمبر چې مخامخ د شیطان سره د جنګ اعلان کړی وي نو ددې امله به شیطان تر هرچا زیات د پیغمبر دښمن وو دلته زه یوازې د جنی شیطان خبره نه کوم بلکه له انبیاوو سره به انسی شیطانان هم تر هرچا په دښمني کې سخت وو او دلته زه یوازې د پیغمبرانو خبره هم نه کوم بلکه د ټولو هغه کسانو خبره به وکوم چې د انبیاوو دعوت خپروي په اوس وخت کې هم هغه کسان چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم په لاره باندې په رښتیا سره برابر دي او د هغه لارې ته دعوت کوي او دهغه په لار باندې د خلکو د برابرولو کوښښ کوي ، هغه چې په رښتیا سره د الله جل جلاله دعوت خلکو ته ور رسوي د نن زماني انسي شیطانان د هغوی داسې دښمني کوي لکه د پلار او نیکه نه یې چې دښمني ورسره وي نو دا نوې خبره نه ده دا هم له هغه وخت نه د ه چې د شیطان او انسان په مینځ کې دښمني شروع شوېده او له کومه وخته به چې الله جل جلاله خپل نبیان انسانانو ته د هدایت لپاره رالېږل الله جل جلاله د انبیاوو او د شیطان د دښمني په اړه فرمايي : وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الْإِنْسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ. سورة الانعام
ترجمه : او هم داسې ګرځولی (پیدا کړي) وو مونږ هر نبی ته دښمنان شیطانان د انس (انسانانو) او د جن (پېریانو) ور ښوولي به (او وسوسه به ئې آچوله) ځینو د د وی ځینو (نورو) ته ښائېسته کړل شوې خبرې د پاره د غولولو او که اراده فرمائلې وی رب ستا نو نه به وو کړي دوی دا (کارونه چې د زخرف وحی او غرور دی) پس پریږده دوی او هغه چې دوی له ځانه دروغ جوړوي (چې کفر دی) .
په تفسیر قرطبي کې ددې آیت په تفسیر کې فرمايی : أي كما جعلنا لـك يا محمـد عـدواً من مشركي قومك – وهو أبو جهل في قول ابن عباس – فكذلك جعلنا لكل نبي عدواً من مشركي قومه ، فاصبر ، لأمري كما صبروا ، فإني هاديك ، وناصرك على كل ما ناوأك. تفسیر قرطبی
ترجمه : یعنی لکه څرنګه چې ما ګرځولي دي ستا لپاره دښمنان ستا د قوم مشرکین چې د حضرت ابن عباس رضی الله عنه د قول له مخې هغه ابو جهل دی نو همدارنګه ما ګرځولي دي د هر نبي لپاره دښمن د هغه د قوم له مشرکینو څخه نو ته صبر کوه لکه هغوی چې صبر کولو ، بېشکه زه تاته سمه لاره ښیمه ، زه ستا مرسته کوم د دوی د هر عمل په مقابل کې .
الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه و سلم ته فرمايي : وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ . سورة الانبیاء
ترجمه : او نه وو لېږلی مونږ پخوا له تا څخه هېڅ رسول مګر چې وحی به کوله مونږ هغه ته (داسې) چې بېشکه شان دادی چې نشته پر حق معبود مګر زه یم (یوازې) نو بندګي کوئ تاسې زما.
شيطان له عاموانسان سره
شيطان قسم کړی دی چې هرڅنګه وی له انسان سره به خپله دښمنی پالي الله جل جلاله ئې مونږ ته هغه قسم نقل کوي او فرمائي : قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ ثُمَّ لَآَتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ. سورة الاعراف
ترجمه : وویل (ابلیس) نو قسم دی په ګمراه کولو ستا ما لره (په سبب د آدم) چې خامخا به کینم زه خامخا دوی ته (یعني انسانانو ته د ښویولو له وجې) په لاره ستا کې (اسلام) چې سمه صافه ده بیا خامخا راځم زه دوی ته (په هر وخت ) له وړاندې د دوی او له وروسته د دوی او له ښیو (طرفو) د دوی او له کیڼو (طرفونو) د دوی او نه به مومې ته اکثر د دوی شکر ایستونکي (مؤمنان) .
ددې امله خو شيطان له ځينو خلکو سره هر وخت ملګری وی چېرته چې شپه کوي شيطان ورسره هماغلته شپه کوي چېرته چې هغوی خوراک کوي هماغلته ورسره خوراک کوي او چېرته چې دوی وي شيطان ورسره وي د هغوی په دماغو کې کار کوي ښه شی تر نظر بد او بد تر نظر ښه ور ولي .
حضرت ابن عباس رضی الله عنه د پورتني آيت په تفسير کې فرمايي چې معنی ئې دا ده (مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ) يعني د دوی د دنيا له خوا نه (وَمِنْ خَلْفِهِمْ) يعني د دوی د آخرت له خوا نه (وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ) يعني د دوی د نېکيانو له خوا نه (وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ) يعني د دوی د بديو له خوا نه يعني شيطان قسم وکولو چې زه به د انسان په هره لاره کې ورته درېږم په هره د خير او شر لاره کې به ورته لاره نيسم که ئې نېک کار کاوه ورڅخه منع کوم به ئې او که بد کار ئې کاوه ورته هڅوم به ئې .
په يو حديث کې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايي : إذا استيقظ أحدكم من منامه فليستنثر ثلاث مرات، فإن الشيطان يبيت على خياشيمه. صحیح بخاري او مسلم
ترجمه : کله چې په تاسې کې څوک له خوبه را ويښ شي نو دری ځله د پوزه له پاسه را پاکه کړی (سخ د کړي) ځکه شيطان ئې په دماغو کې شپه کوي .
امام ابن حجر رحمه رحمه الله فرمايي د حديث د ظاهري معنی نه خو ښکاره کيږي چې دا د هر انسان حال وي چې د هر انسان په دماغو کې شيطان شپه کوي او کېدی شي مطلب ئې هغه کسان وي چې په څه ذکر يا دعاء سره ځان له شيطان څخه ونه ساتي لکه د آية الکرسي په اړه چې راغلي دي څوک ئې چې په بېګاه کې ووايي تر صبا پورې شيطان نشي ور نېږدې کېدلی او يا کېدای شي مطلب ئې دا وي چې شيطان د هر انسان په خيشوم کې شپه کوي او د آية کرسي او يا نورو اذکارو په اړه چې راغلي دي چې شيطان له انسان نه لرې ساتي معنی ئې دا وي چې د انسان زړه ته نشي ور نېږدې کېدلی او وسوسه نشي ور اچولی .
امام ابن حجر رحمه الله فرمائي دا چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايي : شيطان ستاسې د هر انسان په خيشوم کې شپه کوي مطلب به ئې دا وي چې ستاسې په خيشوم کې ګندګي وي چې د ګندګي په صفت کې له شيطان سره يو شان ده نو چې کله څوک له خوب نه را ويښ شی نو خپله پوزه د دری ځله پاکه کړي .
حضرت جابر رضی الله عنه فرمايي ما له رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه واورېدل چې فرمايل ئې : إِذَا دَخَلَ الرَجُلُ بَيْتَه، فَذَكَرَ اللهَ عِنْدَ دُخُولِه وَعِنْدَ طَعَامِه، قَالَ الشَّيْطَانُ : لَا مَبِيْتَ لَكُمْ وَلَا عَشَاءَ. وَإِذَا دَخَلَ فَلَمْ يَذْكُر اللهَ عِندَ دُخُولِه، قَالَ الشَيطَانُ: أَدرَكتُم المَبيتَ. وَإذَا لَم يَذكر اللهَ عندَ طَعَامِه، قَالَ: أدرَكتُم المَبيْتَ والعَشَاءَ. رواه مسلم
ترجمه : کله چې کوم سړى خپل کور ته ننوزي نو د ننوتلو په وخت کې الله جل جلاله ياد کړي (بسم الله ووايي) او بيا يې د خوراک په وخت کې هم ياد کړي (په خوراک باندې د شروع په وخت کې هم بسم الله ووايي) نو شيطان ووايي دلته نه ستاسې د شپې تېرولو ځاى شته او نه ستاسې لپاره خوراک شته او کله چې يو انسان کور ته ننوزي د ننوتلو په وخت کې بسم الله ونه وايي شيطان ووايي راځئ د شپې ځاى مو پيدا کړو او کله چې په خوراک باندې د شروع کولو سره بسم الله ونه وايي نو شيطان ووايي راځئ د شپې ځاى مو هم پيدا کړو او خوراک مو هم پيدا کړو . (بيا له هماغه خلکو سره ناست وي خوراک ورسره کوي) …. نور بیا

مخکینې مطلب

آسانه نیکیانې ( دوهمه برخه)

بل مطلب

د پلار لس حقوق!

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com