
تبصره
دا دی یو ځل بیا امریکایي الوتکو په هلمند کې ۱۲ افغان پولیس په بمبار کې ووژل او دا وژنه یې د تېر په څېر یوه تېروتنه وشمېرله، چې دا ډول تېروتنه امریکایي هوايي ځواکونه په کال کې یو یا دوه ځلې تکراروي.
د بشر د حقوقو نړیوال سازمان یوه اونۍ وړاندې په افغانستان کې د تېرو شپږو میاشتو په جګړو، عملیاتو او چاودنو کې د ملکي وګړو د وژنو کچه لوړه وښودله. ویې ویل: د تېرو کلونو په نسبت په روانو شپږو میاشتو کې د ملکي وژنو او ژوبلو کچه لوړه شوې ده، که د ملکي وګړو وژنې په همدې ډول دوام وکړي په افغانستان کې به ملکیان وجود ونه لري؛ یواځي به پوځیان پر پوځیانو حکومت کوي.
د ۲۰۱۵م کال د ستمبر په ۲۸مه چې طالبانو کندز ونیوی، د یوې اونۍ جګړې په دوام د کندز د ساتنې لپاره د ځای پر ځای شویو ۷۰۰۰ امنیتی پوځونو او پولیسو څخه کم شمېر د وسله والو طالبانو په مقابل کې له یو څه مقاومت وروسته ووژل شول، نورټول یې وتښتېدل، چې کله حکومت له طالبانو کندز بیا ونیوه د ناټوهوايي ځواکونو پر روغتون د بمبار پر مهال د ډاکټرانو د وژلو تر څنګ پولیس هم ووژل.
په هلمند کې همدا مهال جګړه روانه ده. طالبان پر پوستو بریدونه کوي. څه پولیس په پوستو کې وژل کېږي او څه یې په تېښته ځانونه خلاصوي، چې د امریکايي الوتکو لخوا پرې له پاسه بمباري هم وشوه او په کې یې ۱۲ پولیس ووژل. دا نه ده څرګنده چې په دې پوستو باندې به د بریدونو په مهال څومره پولیس طالبانو وژلي وي، څومره به د طالبانو د بریدونو او امریکایي الوتکو د بمبار له ویرې تښتېدلي وي؟
دا پوښتنه ځکه را ولاړه شوه چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه اخته پولیس – چې امریکایي هوايي ځواکونو یې ملاتړکاوه – بمبار کړل. په تېرو دریو کالو کې د بهرنیو هوايي ځواکونو نږدې یوولسمه تېروتنه ده چې افغان پولیس بمباروي؛ ځکه خو د ملګرو ملتونو د سروې له مخې، په افغانستان کې کله د ملکي وګړو د وژنو کچه لوړه، کله د پولیسو د وژنو او کله یې د تېښتې کچه لوړه شي، چې وروسته تر دې امکان لري د پولیسو له وژنو د تېښتې کچه لوړه شي.
په تېرو شپاړسو کالو کې چې کله د بهرنیو او افغان پوځونو د ګډوعملیاتو پر مهال ملکي وګړوته مرګ ژوبله واوړي، بیا سیمې ته یو ناکام پلاوی ولېږل شي چې په پایله کې له هېڅ سره مرکزته ستون شي. په رسنیو کې خو د پولیسو یا ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره څرګنده شي، اما تر اوسه پورې چې د پولیسو له لیکو څومره پولیس تښتېدلي دي امریکایي اوافغان رسنۍ پرې چوپې پاتې شوې دي.
همدا مهال د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ جګړه روانه ده. ځایي اوسېدونکي د جګړې له سیمې له خپلو کورونو څخه خپل سرونه باسي، چې ورسره د ګرشک ولسوالۍ څخه د راتاو پوستو پولیس هم د تېښتې لار نیسي.
په امریکا کې د تېر حکومت – چې مشري یې اوباما کوله – په وینا، په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو جنګي ماموریت په ۲۰۱۴ کې پای ته رسېدلی دی، خو امریکايي پوځونه چې په افغانستان کې د قاطع ماموریت په نامه په جګړه کې برخه لري، په هوايي بمباریو کې د ملکي وګړو تر څنګ حکومتي پولیس هم وژني.
د بدخشان په شمال ختیځې تګاب ولسوالۍ کې طالبانو د یوه قوماندان په شمول۴۰ تنه پولیس وژلي دي. دا څرګنده نه ده چې د یمګان ولسوالۍ له لورې د طالبانود برید او کمین له امله چې کومو سیمه ییزو پولیسو د تېښتې لار ونیوله په څومره شمېر به د وژل کېدو تر څنګ تښتېدلي وي؟
دا دی په کندز کې هم جګړه روانه ده. په خان آباد ولسوالۍ کې حکومتي ځواکونه او طالب وسله وال په جګړه بوخت دي. په خان اباد کې هم د وژل شویو او تښتېدلو پولیسو د تېر۲۰۱۵ کال په څېر شمېر څرګند نه دی او هم نه ده څرګنده چې د طالب وسله والو طالبانو سره به په جګړو او د بهرنیوځواکونو په بمباریو کې زیات پولیس وژل کېږي او که به د بېلابېلو لاملونو له مخې له پوستو تښتي؟



