زموږ او د نورې نړۍ د مشرانو تر منځ څو رغنده توپيرونه!

م. حمد الله دانشمند

ا: زموږ ویاړمن مشران الهي قوانین په دې زمکه پلی کوي، نور مشران غربي، طاغوتي، بودایي او شیطاني قوانین.

ب: زموږ سپېڅلي مشران د تلپاتي ژوند د سمون له پاره خپلې هڅې ګړندۍ ساتي؛ نور مشران د دې ورانې او ویجاړې دنیا د زینت او او سینګار ښکار دي.

ج: زموږ مشران د ” راضیة مرضیة” نفس پیروان دي؛ نور مشران د ” امّارة بالسوء”.

د: زموږ مشران په نبوي صورت او سیرت سینګار دي؛ نور مشران په کفري، غربي او شیطاني.

ه: زموږ مشران د الهي نوامیسو، اسلامي ارزښتونو، سپېڅلي کلتور د ودي او بیا ودانولو په فکر کې دي؛ نور مشران یې د توهین، ورانولو او له منځه وړلو.

و: زموږ مشران معنویاتو ته ژمن او متعاهد دي؛ نور مشران مادیاتو ته.

ز: زموږ مشران ملت پاله دي؛ نور مشران ځان پاله.

ح: زموږ مشران په ورانو او ویجاړو جونګړو کې ژوند تېروي؛ نور مشران د ملت او ولس په وینو رغول شوو اسمان څکو ودانیو کې.

ط: زموږ د مشرانو روز مره دنده د سپیڅلي اسماني کتاب تلاوت، د نبوي حدیثو لوستل او د فقهي کتابونو مطالعه ده؛ نور مشران په غربي افکارو مسموم شوي مضامین، مجلې او اخبارونه لولي.

ي: زموږ مشران د حیا، حجاب، پت او عفت د خونديتوب له پاره رغنده هلې ځلې کوي؛ نور مشران د بې حیایي، بې حجابي او پت بایللو له پاره.

ک: زموږ له مشرانو کفار پړک وهي؛ نور مشران له کفارو.

ل: زموږ د مشرانو اولادونه په پت او عفت باندې پوښلې دي؛ د نورو مشرانو لوڼه په پردیو نیټ کلبونو کې ناڅي.

م: زموږ مشران د ملت او ولس د ملي منافعو او ملي ګټو د بیا رغولو او خوندي ساتلو په فکر کې دي

؛ نور مشران په بهرنيو هیوادونو کې د دنګو او په پر مختللې عصري ټکنالوجۍ سمباله ودانیو او تعمیرونو په فکر کې.

ن: زموږ مشران له رنګینې عاطفې نه برخمن دي؛ نور مشران د جبر، ظلم او استبداد نه.

س: زموږ مشران د الله پاک د پاکې مینې په پار د پتڼ په څېر ځانونه لولپه کوي؛ نور مشران په دې رڼه تګلاره کې د اغزي د درد و ګاللو ته هم تیار نه دي.

ع: زموږ مشران خپلواکه، ازاد خیاله او ازاد فکره دي؛ نور مشران بلواکه، د ازادۍ له ښکلا بې برخې او د غلامۍ درانده طوقونه یې له غاړو تاو دي.

ف: زموږ مشرانو په اسلامي مراکزو کې زده کړي کړې؛ چېر ته چې د کفري مفکورو لاسونه فلج دي؛ نور مشران په داسې روزنتونونو کې اوسيدلي، چې د اسلامي ثقافت اغېزه صفر ته را کښته وي.

ص: زموږ مشران یواځې او یواځې په الله – جل جلاله – اتّکاء، اعتماد، او باور لري؛ نور مشران په تخنیکي وسائطو، مادي وسائلو او په پر مختللې ټکنالوجۍ.

ق: زموږ د مشرانو صادر شوی حکم سمدستې د عمل جامه اغوندي؛ د نورو مشرانو سپارښتنه عملي کول له ځنډ او خنډ سره مخ وي.

ر: زموږ مشرانو په خلیلي هوډ د کفر هر راز دسیسې، پلانونه او بېلا بېل تکتیکونه شنډ کړل؛ نور مشران د کفري ځواکونو د وېرې او هراست له کبله په قیمتي سوغاتونو او تحفو د هغوی موخه په بله سوق کوي؛ خو دوی نه دي اورېدلې، چې لیونی سپی دوست او دښمن نه  پېژني.

ش: زموږ مشران درنده پګړۍ؛ ښایسته ږيره او ښکلی لباس لري؛ نور مشران لڅ سرونه؛ خریلې ږيره؛ نکټایي په غاړه؛ تنګ پتلون په تن او… لري. دا جمله به د “تخصیص بعد التعمیم”ښکلې علمي بڼه بیا ځلي را تازه کړي.

ت: “بالآخره” زموږ مشران د اعلاء د کلمة الله او له سپېڅلي ګلورین دین نه، د دفاع او حمایې په پار؛ د خپل زړه ټوټه (زوی) د ګلاب په څېر پانې پاڼې کوي؛ نور مشران خپل اولادونه په ترفیه؛ لذاتو؛ نفسي خواهشاتو او مادي ښکلاګانو کې ستره وي.

ویاړم، چې د داسې ویاړمنو مشرانو د زرینې او ګل رنګه تګلارې پیروی پاتې شوی یم/ وم.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button