د امریکایانو زړه ستراتیژي او د مجاهدینو نوي تاکتیکونه!

موسی فرهاد
پرون په ګریشک ولسوالۍ کې د امریکا د بې52 الوتکو په ړندو بمونو، تر دوه درجنه زیات د هغوی وفادارعسکر ووژل شول، چې څو تنه پکي نوموتي قومندانان هم ول. لکه محمدولي، ناصِر، ویس او نور
حقیقت دا دی چې امریکایی اشغالګرو په افغانستان کې له هیڅ ډول وسیلې او وسلې څخه مخ نه دی ګرځولی، چې هغه یې کارولي او په کار اچولي نه وي، تر دې چې د بمونو مور یې هم وکاروله.
دا هم حقیقت دی چې امریکایانو د اشغال په دا 17 کلنه موده کې درې حکومتونه ورسره بدل کړل چې د بوش، اوباما او ټرمپ حکومتونه دي.
او دا هم حقیقت دی چې په دې ټوله اوږده موده کې یې د جګړې د رهبري کولو لپاره په سلګونو بلکي په زرګونو لوی او واړه جنرالان افغانستان ته راولیږل.
خو له دې هرڅه سره سره بیاهم هغوی ورځ تر بلي پرخپل ځان او خپله ستراتیژۍ له دې امله بي باوره کیدل چې له ځاني او مالي زیان ګاللو پرته یې بله هیڅ لاس ته راوړنه نه ترسترګو کیدله.
د ټرمپ له باچا کیدلو سره تراوسه دوی د نوي ستراتیژۍ په جوړولو لګیا دي، چې نه جوړیږي. ځکه خو پوهیږي چې ټولي لاري چاري یې کارولي او ټولي ناکامي شوي دي.
ولي وروستۍ پریکړه یې د ستراتیژي په بڼه بیا هم همدا شوه چې همغه ړندو بمباریو ته به دوام ورکوي، له همدې ځایه ده چې د تېرو دوو کلونو په پرتله یې په بمبار کې 65٪ سلنه زیاتوالی راوستی.
د امریکایی پوځ په یو تازه راپور کې راغلي چې د 2017م په لومړۍ نیمایي کې یې په افغانستان کې څه دپاسه 1600 بمونه اورولي دي، په داسې حال کې چې په تېرو دوو کلونو 2015 کې یې 298 او ورپسي 2016م کې یې 545 ځله بمبار کړی.
Newly released U.S. Air Force figures indicate that Donald Trump’s administration has dropped 1,634 bombs in Afghanistan .in first half of 2017
The figures shows an increase of more than 65 percent from the 545 airstrikes launched during the same period in 2016, military data shows. ,marking a dramatic increase from the same period in 2015 (298) and the following year (545).
بمبار یې هم سره له دې چې د مجاهدینو په وړاندې یو جدي خنډ بلل کیږي خو زیاتره متاثرین یې ولسي وګړي وي، چیرته چې د اسمان مخ د یرغلګرو الوتکي ونیسي ضرور به د هغي سیمي خلک خپل کور کلی پریږدي او یا به د دوی د ړندو بمباریو قرباني کیږي. د کندوز د ښځینه ښوونځي او خوا و شا کلي بمبار یې وروستۍ بیلګه ده.
امریکایان د مجاهدینو مخنیوی هم په همدې شکل کوي چې عام ولس ورسره بمباروي ترڅو مجاهدین مجبور کړي چې د ولسي خلکو د حفاظت په خاطر سیمه پریږدي.
داچې افغان ګوډاګیان او یرغلګر یې خپلي بمبارۍ دقیقي ګڼي؛ نو د ګریشک پرونۍ پیښې چې خپل په لسګونو عسکر یې په فرینډلي فایرینګ کې ووژل ؛ ښه ثابته کړه چې مطلق دروغ وایي.
د امریکا او د هغوی د لاسپوڅي ادارې د ناکامي پوځي کړنلاري په مقابل کې داسي ښکاري چې مجاهدینو دا مهال خپل ټول جنګي تاکتیکونه بدل کړي، چې په پایله کې یې خپل خوږ کم خو دوښمن ته په هر ځای کې خورا دروند زیان اړولی شي.
لومړی دا چې طالبانو خپل جنګي عملیات د یوې سیمې پرځای اوس تقریباً د افغانستان هر کونج او کنار ته غزولي، په هر ځای کې یې یوه داسی نظامي قطعه تیاره کړي چې ځای پرځای پر دښمن برید کولای شي او هغه هملته مصروف ساتي چې ونشي کولای بلي سیمي ته په کومکي بڼه ولاړ شي.
دویم دا چې طالبان که څه هم ډېری وخت او ډیری ځایونه ډله ایز تهاجمي برید کولای شي خو بیا هم په لږو خلکو په چریکي بڼه بریدونه ترسره کوي .
دا له دې امله چې طالبان اوس نژدې په هره سیمه کې لیزري قطعه لري چې هغوی خورا دقیق ویشتونکي وي او وسلي یې هم چې له امریکایی یرغلګرو څخه یا مستقیم او یا غیر مستقیم په غنیمت نیول شوي وي؛ ډېري اغیز لرونکي وي. همدا وجه ده چې نن سبا داخلي عسکر د څو کسو مجاهدینو په وړاندي په سلهاوو پوستي او مراکز پریږدي او په تیښته تیښته کې بیا هم سلګونو سلګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي. دا یو واقعیت دی، تبلیغ نه دی، دښمن هم ښه پري خبر دی.
په بدخشان، ګریشک، شاولیکوټ، جمعه بازار، کندوز او نورو ځایونو کې تازه نښتي او د عسکرو تلفات یې ښه بیلګې دي.
درېیم داچې طالبان اوس پوهیږي چې افغان عسکر د امریکایي بمبار نه پرته د یوې ورځي د مقاومت وړتیا نلري، نو هرځای چې د دوی د برید تمرکز یوه ځای ته شي، امریکایی الوتکي یې په بدرګه ورسره راځي. کله چې دوښمن له ډېري هوایی او ځمکنۍ قوې سره مصروف کاندي نو طالبان په نورو بیلا بیلو سیمو کې بریدونو ته زور ورکړي.
په دې توګه هم دښمن مورال له لاسه ورکوي او هم یې مصارف په زرهاوو چنده زیاتیږي او نه امریکایی اشغالګر دومره الوتکي په یو ځل هرځای استخدامولای شي. نو طبعي ده چې هم دښمن له شکست سره مخ کیږي او هم یې یو پر بل باور له منځه ځي.
د ناوې او ګریشک پیښې یې ښه مثال کیدلای شي چې د دښمن له وارخطايی پکي په لسګونو عسکر امریکایانو پخپله ووژل. او هم یې زیات وسایل او وسایط مجاهدینو ته په غنیمت پاتي شول. په مرکزي بغلان، او ګوزرګاه نور ولسوالیو کې یې عین حربه وکاروله.
همدارنګه د ټول هیواد په سطحه که د طالبانو د اوسنیو تهاجمي بریدونو څپې ته وګورو؛ په داسی ډول یې جګړه روانه کړي چې دښمن یې رښتیا له یو ډول وارخطايي سره مخ کړی دی.
د طالبانو د نظامي کمېټې د عمومي مخابرې د څانګې د یو مسئول قومندان خبره ده چې وایي په دې تېرو پنځو ورځو کې طالبانو د هیواد په بیلابیلو برخو کې څه د پاسه 170 پوستې له کورنیو عسکرو خالي کړي، د ناوې ولسوالۍ مرکز مجاهدینو د امریکایانو د شدید بمبار له امله پری ایښي خو په بدل کې یې په ګریشک کې هغوی ته سخته ضربه ورکړه او په فراه او بغلان کې یې دوې ولسوالۍ (ګوزرګاهنور+ پشتکوه) په مکمل ډول ونیولي، په کندوز کې د خان آباد ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده، د نوموړي په خبره ممکن په څو شیبو کې ونیوله شي. دغه مسئول وایی چې په ټولو جګړو کې د څو امریکایی عسکرو په ګډون د کورنیو عسکرو د مړو شمېر تر سلګونو ور اوړي. مګر د طالب لوري تلفات د هغوی په پرتله د نیشت برابر دي.
له پورتنیو دلایلو نه څرګنده شوه چې د دښمن ستراتیژي همغه زړه ناکامه یوه ده، چې له امله یې له دومره ستر ځواک سره سره په دا 16کاله کې د هیڅ بریا مخ ونه لید،
خو په مقابل کې یې د مجاهدینو له لوري د نوي جګړایز تاکتیک او د مجاهدینو د عالي مورال څرګندي نښي ښکاري چې په تش لاس یې په یوه اونۍ کې په ټول هیواد کې پر کورني او بهرني دښمن د افغانستان ځمکه سره تبۍ کړه.
2017 – جولای – 22



