د رحمت او تقَدُّس يو ستر جهان
د شپې راشي زمونږ دځمکې تراسمان
دخدای پاک او پرښتو دنور له وړانګو
رڼاشوی وي هر لوری هردالان
يو آواز کېږي دستر ما لک له لوري
که څوک وي چې ور پوره يې کړو ارمان
هر مجرم بخښم او هر حاجت به ورکړم
که را پورته کړي څوک لاس عاجز ګرېوان
لوی بادشا غواړي دردونه مودرمل کړي
پرښتي خپور کړي پر ځمکه دا فرمان
شي په حکم يې هر کار ډېر لوی يې تخت دی
پاک ، سبحان، مالک قدير دی لوړ يې شان
بس ور پورته کړه نور لاس، قلم دې کېږده
داسې نه چې درنه تېر شي دا کاروان
ربه ! مونږ که ستا له کار او عبادت نه بې پروا شو
نو ډېر شته ملايکان
خو که ته زمونږمرستندوی او ناصر نشې
بيابه چاته نيسو لاس رحيم رحمان !
دغه ځمکه شينکي ستوري اسمانونه
هر شی ستا دی ستاپه حکم وي روان
که تا ا وېل چې دې نه وي نو به مړه شي
او که خوښه وي ستا وي به ټول جهان
که اهليت ستا د رحمت په مونږ کې نه وي
خو ستا لوی ذات د دې کار دی لوړ دې شان
لږ د رحم او کرم نظر را ټيټ کړه
هر يو درد به شي درمل ،روان کاروان


















