تبصره
په کوم هېواد کې چې جرمونه زيات شي د هغه هېواد چارواکي ورته زندانونه زيات کړي. لکه څلور لسيزې دمخه چې سردار داؤد خان په څرخي پله کې زندان جوړ کړ. هغه مهال په کابل کې د جرمونو کچه هم کمه وه او نه د حکومت پر خلاف سياسي مخالفت دومره زور اخیستې و، چې سياسي مخالف دې تر زندانه پورې ورسېږي. څو کمونستان یې زنداني کړي وو خو شمېره یې ډېره کمه وه. د ظاهر شاه د پاچاهۍ پر مهال دوه ځلې په ډله ييزه توګه زندانونه ډک شوي دي؛ يو ځل چې په پل خشتي جومات کې علماءو د شاه د کړنو پر خلاف مظاهره وکړه او په دویم ځل په ننګرهار ولايت سپين غر هوټل کې د عياشيو پر خلاف، په دواړو مظاهرو کې حکومت علماء ونيول او زندانونو ته یې واچول.
د هېواد په ولاياتو کې به زندانونه وو خو زندانيان به په کې ډير کم ليدل کېدل. هغه به هم د کور کلي مسئله وه چې په ځمکو به چا څه شخړه کړې وه، يا به یې د کوتک، يوم او بېلچې په کارولو سره په جنګ کې يو لورى ژوبل کړى و، نور په عامه کچه قتل نه وو او نه چا قتل کولاى شو.
اوس چې په افغانستان کې د ديموکراسۍ، ترقۍ او پرمختګ دور دی، هره ورځ هره خوا وژنې روانې دي. په هر ځای کې يوه ويرجنه پېښه کېږي، په هر ولايت کې جګړې روانې دي، په هر وزارت کې له ماموره تر وزيره په اداري فساد کې ککړ دي، له هره کلي په يوه ورځ څو جنازې پورته کېږي. د هغو اشخاصو ګرېوان ته چې په اسانه سره لاس ور رسېږي هغه زندانونه ته لېږدول کېږي. چې پکې يو شمېر د نشه یې توکو قاچاقبران – چې په زندانونو کې هم په ازادانه توګه خپل فعاليت کولاى شي او د زندانونو چارواکي ورسره ونډه لري – خپل قاچاق ته دوام ورکوي په زندانيانو کې يادېږي.
يوه بله مسئله چې په زندانونو کې ولې د قاچاقچيانو کچه تر ٢٣ سلنې پورې ورسېده، هغه په قاچاقچيانو کوم قاضي په خلاص مټ د بند حکم نه شي ورکولاى، په زندانونو کې ساتل کېږي څو په اړه یې څه لاره د قاضي سره جوړه کړل شي. همدا ستر لامل دى چې په زندانو کې د قاچاقچيانو سلنه زياته شوېده.
د کورنيو چارو زارت په هېواد کې د ٢٩٠٠٠ تنو بنديانو لست برابر کړی دى، چې په زندانونو کې ژوند کوي. په دې زندانونو کې ٢٣ سلنه قاچاقچيان ښوول شوي دي، خو هغه چې په ولس وژنه کې لاس لري، د کورنيو چارو وزارت بايد د هغې سلنه هم ولس ته وړاندې کړي. هغه چې د ولسي وګړو کورونه په عملياتو کې ويجاړوي، شتمني یې لوټ کوي او يا یې د شک په نامه نيسي او بيا یې د پيسو په بدل کې پرېږدي، د هغو کسانو سلنه هم بايد ښکاره کړل شي.
دا هېڅ وخت شونې نه ده چې په ټول هېواد کې دې ٢٩٠٠٠ زره بنديان وي. دا کوم قتلونه چې شوي دي، په يو او بل نامه ولسي وګړي وژل شوي دي؛ بې له دې چې په جنايي جرمونو ککړ کسان ورسره وشمېرل شي، د ولسي وګړو د قاتلينو شمېره هم له ٢٩٠٠٠ پورته کېږي.
که په رښتينې توګه مجرم ته مجرم وويل شي، په اداري فساد کې ککړ له زېره تر زوره د ټيټې او لوړې رتبې مامورين، رئيسان، وزيران، واليان، او آن په يتيمخانو کې د مرستندويه ادارو لخوا يتيمانو ته رالېږل شویو مرستو کې هم غبن او غلاو ي کېږي. هغه افغانان چې له کډوالۍ وروسته هېواد ته راستنېږي، له کوم هېواده چې کډه رابار کړي تر کوره پورې ورسره په شوې مرسته کې د کډوالو د چارو د وزارت د چارواکو ونډه وي.
که په زندانونو کې د قاچاقچيانو سره د جنايي جرمونو، په فساد کې ککړو او حقوقي مسايلو کې مجرم ګرځول شویو دقيقه شمېره واخیستل شي، تر ټولو لوړه کچه به په اداري فساد کې د اخته کسانو څرګنده شي. بيا به زندانونه په فساد کې د ککړو، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د مامورينو، قاقچيانو او… مرکزونه وي.


















