زما د ژوند تر ټولو ترخه خاطره !! ( دریمه برخه )

لیکوال : شهیدمل نیازی

وای بسم الله الرحمن الرحیم!!!

له بسم الله سره یی دواړه لاسونه اوږده کړل په کلاشنکوف یې کیښودل!

دومره عجیبه چیغه وه چې ترمرګه به مې هم غوږو کې وي هیره به مې نه شې!

بس زه هم په ځان پوی نه شوم له ډالی نه می سیټ ته ټوپ ورواچوه!

 زه دومره په تیزۍ سیټ ته ورواوښتم چی

سر مې دپښو پرځاي کې خښ شو پښې مې هوا کې ښورولې لږ زور مې وکړ ځان مې راپورته کړ!

چې ګورم ترورزي مې دغه سیټ کې نفر کلک نیولې ده !

هغه دي باندی دوو نفرو دروازې راپسې بندی کړی او لویې لویې تیږي یی را واخیستې!

ترورزي مې راته وویل وای دا سیټ کې نفر کلک ونیسه هغه نور دوه نفر ماته پریږده!

ماته یی دغه سیټ کې نفر راپریښود!

په یوه لاس مې ګریوان کې ونیو په بل لاس مې کلاشنکوف ونیو زور مې ورکړ دموټر دروازي ته مې ورجوخت کړ او په ورون کې مي خوله ور خښه کړه که درته ووایم په غوږو مې یی دخوښی کرپ واوریده چې تري پرې مې کړه!

داسې بدي بدي چیغې یې وکړي ولاکه مې دحیوان هم داسې چیغې لیدلې وي !

ترورزی مې بیا روسته قیصه راته وکړه وای زه چی کله له موټر نه هغو دوو نفرو پسې ورکوزیدم هغه نفر راته په وار کې وه څنګه چې ورکوز شوم هغه یو نفر دیوي غټې تیږي وار راباندی وکړ په سر یی وویشتم!

دوي دري واړه دباندي سره لګیا ول زه له دابل نفر سره موټر کې دننه لګیا وم!

ما چې کوم نفر نیولې وه ډیر زیات زور یی وواهه چې ځان خلاص کړی او له زور سره یی لوی لوی چیغې هم وهلې ددي لپاره چې رعب راباندی وغورځوي !

ما دومره کلک نیولی وه چې ډیر کوشش یی وکړ چې ځان خلاص کړی خو بریالې نه شو!

یوه وخت کې یی ډیر زور وواهه زه یی له ځان څخه لږ اندازه لرې کړم دغه حال ته سره ورسیدو چې ده هم په دواړو لاسونو ټوپک کلک نیولې او ماهم دواړه لاسونه په ټوپک ایښې ول په دغه وخت کې چې ددواړو لاسونه په ټوپک ایښې ول پښه یی را اوږده کړله زما سینې ته یی اړم کړله دومره سخت زور یی ورکړ چې زما په سینه کې دده دپښې تک سور ټاپې جوړ شه یعنې دغه یې اخیري چانس وه چي ځان یی رانه خلاص کړي مګر بریالې نه شه!

 کله یی چې زما سینې ته پښه اړم کړله زور یی ورکړ ما په زړه کې ټکان وخوړ مال لکه چې دا وار ته ځان رانه خلاصوي!

بس دالله ج کومک او مرسته وه ما چی زور ورکړ بیا مې دموټر دروازي ته ور تخته کړ بس دغه ځاي کې مي کلک نیولې وه!

زه خو ددغه نفر سره لګیا وم ترورزی نه مې معلومات نلرل چې دباندی نفرو سره یی څه وکړل !

ترورزي مې بیا روسته راته وویل وای چې زه پسې ورکوز شوم او په سر یی وویشتم داسې مې هم وای ولاکه ویلې وی چې په لوټه یی وویشتم او که په تیږه!

په کومه تیږه یی وای چی وویشتم دغه تیږه مې  پسې را واخیستله دا یو نفر مې سر ته پری وویشت!

 بله تیږي مې وای پسی را واخیستله دابل نفر مې وای ملا ته پری وویشت!

 بس وای دواړو په منډو شروع وکړه او زه ورپسې لاخیره شوم لږ منډه مې وای ورکړه تاته مې اندیښنه وه چې ټوپک به تري خلاص کړي! بیرته مې وای ستا طرف ته رامنډه کړه هغه نفر مې پریښودل !

چې پر شاه مې وای وکتل چې ګورم بیرته دغه دوه نفر منډي راپسې راوهې راپسې راغلل !

بیا مې وای تیږو ته پسې لاس کړ او پسې منډي مې کړل دوي مخکې او زه ورپسې!

یو څه اندازه لری یوه غونډی وه واي په دغه غونډی مې ورواړول دغسې پسې وتښتیدل او پسې ورک شول بیا می ونه لیدل!

دغه نفر یی چې پسې اخیستې ول بس زما خواته یی رامنډه کړي وه!

ما دغه نفر کلک نیولې وه چې ګورم ترورزی مې موټر ته ډیر په بیړه را وخوت  یوه لویه تیږه هم ورسره وه!

دغه نفر ته یی وویل وای پریږده ټوپک!!

ټوپک یی نه پریښوده بس دالویه تیږه یی ټنډي ټنډي ته ورته ونیوله دري یا څلور واره یې چې پري وواهه سړي یی ګنګس کړ سر یوی خواته او  بل خواته پری وګرځیده!

له ټنډي یې سري وینې روانې وي کومه توره خولې یی چې اچولې وه هغه هم تري وغورځیده!

ټوپک ما او ترورزي په شریکه تري ونیو تری کش کاوه مو نه یی راپریښوده ټینګ یی نیولې وه؛

اخیر مو ټوپک ته ښه زور ورکه ټوپک سره یوځای مو له موټر څخه راکش کړ او لاندی پرځمکه مو وغورځاوه بیایی هم ټوپک نه پریښوده ټینګ یی نیولې وه؛

ما ټوپک تري کش کاوه له ټوپک سره به مې داې هم کش کړ!

 ټوپک یې نه راپریښوده!

اخیر مې یو څو ټکونه ورکړل ټوپک مې تري خلاص کړ !

ټوپک مې چې تری خلاص کړ ورته شاته شوم بیلوټ مې کش کړ مرمې می چی تیره کړه له بیلوټ سره یی یوه مرمې وغورځوله بله یی تیره کړه ؛

ځکه دوی هم مرمې تیره کړی وه؛

ترورزی مې غږ راباندي وکړ وای وله یې!

بس له دغه غږ یی زارۍ شروع کړي!

 لاسونه یی جګ کړل وای تسلیم تسلیم رحم راباندي وکړی

بس ما له دغې خبري سره دټوپک خوله تري ټیټه کړله ومې نه ویشت؛ ترورزی مې بس لوي لوی تیږي پسې را واخیستلې او پر سر یی ور اچولې دومره زیات یی وویشت چې سر نه تر پښو پوري یی په وینو کې تک سور کړ مخ یی په وینو کې نه معلومیده؛

یعنې دومره یی وویشت موږ وویل مال ډیر په عذاب او تکلیف به دلته مردار شې؛ بس موږ نه دجیب سامان موبایلې څپلې خولې هر څه پاته شول !

موږ ته دسامان غم نه وه راغلې موږ وویل مال چې اوس له دغه ځایه زر ځانونه وباسو ؛ کلاشنکوف مې څنګ کې را واچاوه او مخ په هغه کلې روان شولو هغه موږ یې چې په څنګ پری را تیر کړلو!

 ترورزی مې راته مخته وه زه ورپسی وم ځمکه دومره زیاته دګرمې له وجهې نه سره وه چې 10 میلټه مزل مو وکړ پښو مو لویې لویې تڼاکې وکړي تقریبا دیوي پښې تڼاکه دلاس د ورغوي په اندازه وه مزل مو نشو کولې داسې ژوبل شولو !

 لږ مزل به مو چې وکړ کیناستلو به او د پښو په لاندي تل باندي به مو لاسونه کشکول چې لږ  اندازه به مو پښې یخې شولې بیابه مو مزل شروع کړ ډیر په تکلیف هغې چړایې ته راورسیدلو؛

دپښو تڼاکې مو هم اکثره چودلې وه سختې سوځیدلې؛

په قرار قرار مو پورته چړایې باندي مزل شروع کړ لږ مزل

به مو چې وکړ دپښو لاندي تلې به مو په لاسو باندي موښلې په ټوله لاره کې مو مزل په دغه شکل وکړ؛

دچړایې سرته چې راورسیدلو لږ غوندي سیوري مو پیدا کړ دغلته لږ  دمه شو؛ زه ددمې په حال کې کیناستلم چې ماته څه کلک را ولږیدل چې ومې کتل په پردیګاښ پوري مې هغه 400 ډالره کلک تړلې ول.

په دا ټول جنګ کې او په دا ټوله لاره کې هیڅ نه وه خلاص شوي بیرته مې ترورزی ته دامانت په شکل وسپارل او ډیر خوشحال شه

بس له دغه ځایه پورته شو حرکت مو وکړ هیڅ مزل مو نشو کولې نور له مزله نه ولویدلو پښو مو بې اندازي درد را پسې کاوه نږدي دکلې بر طرف سر کې یو کور وه بیدیا یی حجره لرله کټونه پکې پراته ول!

 ترورزی مې ډیر زوبل وه ځکه دهغه وزن زیات وه په پښو یی ډیر زور ورته ایله مې دهجري تر کټو ورساوه او پکې څملاست!

زه په قرار قرار دکور تر دروازی ورغلم او دروازه مې وټکوله چې ګورم یو برابر غوندي هلک راووت !

له ستړي مشې وروسته مې ورته وویل مال زر کوه یخې اوبه را وباسه او بیا راشه هجره کې پکې راته ولګوه داسې داسې قیصه ده

الله ج دي خوشحال لري ډیر زر یی اوبه راته را وباسلې ؛

اول مو روژه وخوړله دومره زیات ژوبل شوي وه نږدي وه چې بې هوشه شوي وای اوبه مو چې وڅښلې یو څه اندازه بیداره شو ؛

دکور والا ته مو وویل مال تیل را وباسه چې پښې پري غوړی کړو او چیرته زړي چپړکې وي هغه هم را وباسه؛

 بس زر یی شلشمې تیل را وباسل پښې مو پري غوړي کړي دوه جوړه یې چپړکې هم را وباسلې او یو څه اندازه یې درخت ټوټې هم را وباسلې؛

بس پښې مو چې ښې غوړي کړلې او رخت ټوټې مو تري تاو کړلې چپړکې مو پښو کړي ؛

کور والا ته مو وویل مال لاړ شه دموټر غم راته وخوره چې تر میرعلې بازاره مو ورسوي ؛

دکور والا راته وویل وای دلته موټري نشته هاغه لاچیان چې پکې ولاړ دي هغه کور ته ورشې هغه موټر لري ؛

نور بیا ……….

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button