دوشنبه, مې 4, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

آه د قبر شپه!!!

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اگست 1, 2017
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
20
ځلې شریک شوی
246
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليك : مسعوده قاسمی

دا داسې شپه ده چې، انسان له خپل اولاد، مور او پلار، دوستانو او ملګرو څخه جُدا شي، په وحشت او تنهایۍ کې د لمړي ځل لپاره شپه تیروي، چې هلته نه خندا، نه استراحت او نه خوب وي.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

ای وروره!
آیا تا کله هم د همدغې وحشتناکې شپې تصور کړی دی؟

دا هغه شپه ده چې، له وېرې یې پیغمبرانو، صحابه کرامو، د اسلام سترو علماوو ژړلي دي، دا هغه شپه ده چې، شاعرانو یې په وېر کې شعرونه ویلي دي.

دا هغه شپه ده چې، تش تصور او سوچ یې د نړۍ هر څه هېروي، انسان په فکرونو او سوچونو کې لاهو کوي او د ژوند خوږې شېبې ترخې کوي.

ای وروره!
که ژوند دې هر څومره اوږد شي؛ دا ترخه شپه درپسې ده! کاشکې د قبر یوه شپه وای؛ خو د زهرو یو غوړپ وو تېر کړی به مو وای، دا خو د قیامت تر ورځې پورې ستا کور دی!

دا هغه خاورین ټاټوبی، هغه تنګ ځای، هغه تیاره غار دی چې، لوڅ وي؛ نو د انسان ورڅخه کرکه شي، كه پټ شي او انسان پکې ایسار کړل شي؛ نو څه حالت به یې وي؟

ای وروره!
قبر د تیارو هغه ډک کور دی، که هلته ته هر څومره په تکلیف یې، که هر څومره په عذاب کې یې؛ نو ستا فریاد څوک نه اوري، دوستان او ملګري به دې نه وي چې، تاسره مرسته وکړي، مور او پلار به دې نه وي چې، زړونه یې درباندې درد وکړي.

ای وروره!
مخکې له دې چې، قبر ته ولاړ شې، پوره چمتوالی ونیسه!
ځکه الله تعالی په (سُوۡرَةُ المؤمنون) فرمایي:
«حَتّٰىٓ إِذَا جَآءَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ»
ژباړه:
-تر دې پورې چې كله له دوۍ څخه كوم يوه ته مرګ راشي؛ نو وبه وايي: اې زما ربه! ما همغې دُنيا ته بېرته ولېږه چې، زه ورڅخه راغلى يم.

آیا مونږ کله هم دا تصور کړی دی چې، کله مونږ په قبر کې د بېرته تګ غوښتنه وکړو او راته وویل شي:
-نه! نه! هېڅکله بېرته نشې تللای!
-اوس توبه ګار شوې؟
-اوس په ګناهونو پښېمانه شوې؟
-اوس د نېکو عملونو په آرمان شوې؟
-همغه ژوند ستا چانس وو، تا خپل چانس له لاسه ورکړی ده!
-هغه کومه ګناه وه چې، تا په خپل ژوند کې ونکړه؟
آیا ته یواځې د خوب، خوراک او څښاک لپاره پیدا شوی وې؟
-هغه ته نه وې چې له نصیحت څخه به تنګېدلې او زما بندګي دې پريښې وه او د خپل نفس د غوښتنو بنده شوی وې؟
-آیا تاته معلومه نه وه چې، په همدغه ورځ به ته د ژوند د هرې شېبې ځواب ورکوې؟
-آیا لمونځ کول او نور نېک عملونه، دروند بار وو چې، تا یې د وړلو توان نه درلوده؟
-اوس توبه ګار شوې؟
-آیا مونږ تاته ښه ژوند او ځواني نه وه درکړې؟
آیا همدغه ژوند دې چې تېر شو، د نېکو اعمالو د کولو لپاره یو غوره چانس نه وو؟
-آیا ته نه وې خبر چې، ته به ضرور مرې او بېرته دُنیا ته تګ نشته؟
-آیا مونږ ته نه وې خبر کړی چې، له مرګ وروسته بل ژوند هم شته چې، هغه ابدي ژوند دی؟
-آیا تاته پیغمبرانو دا دعوت نه وو درسولی چې، دلته یواځې نېک عمل تاته غوره ژوند دربښلی شي؟
دې ټولو پوښتنو ته به بې ځوابه یې او په چغو چغو به ژاړې؛ خو بیا به هغه چغې هیڅ ګټه نه کوي!

ای وروره!
د مرګ استازی له چا څخه اجازه نه غواړي، هغه ته پاچا او ګدا، امیر او فقیر، ځوان او بوډا بې تفاوته دي، د چا مراعات نه کوي، د چا کورني مجبوریتونه په پام کې نه نیسي، چې زړه یې وي هغه رانیسي!
د مرګ استازی پاچاهان له قصرونو څخه راباسي، فقیران له جونګړو څخه، تنکي ماشومان د مېندو له غېږو څخه، هغه ځوانان چې نوي ودونه یې کړې وي له پالنګونو څخه، ناروغان له روغتونونو څخه.
د مرګ په چا زړه نه سوځي، مرګ د چا پروا نلري، مرګ تل توره په لاس په بې رحمۍ سره، د هرچا غاړې غوڅوي.

ای وروره!
راځه چې د ژوند په دغو پاتې شېبو کې د قبر د لمړۍ شپې د تیارو د رڼا کولو لپاره یو شمعه ولګوو، که فکر وکړو؛ نو په دُکانونو او د کاروبار په ځایونو او په خپلو کورونو کې مو د ښه ژوند لپاره د سپینې رڼا قېمتي ګروپونه لګولي وي.
که د نېکو عملونو یوه شمعه په همدغه تنګ غار (قبر) کې چې، تکه توره ترږمۍ به وي ولګوو، آیا ښه به نه وي؟

ای وروره!
قبر کې هلته ملګري، خپلوان او دوستان نشته، یواځینی ملګری چې، زمونږ به ورته سخته اړتیا وي، هغه نېک عمل دی؛ نو بیا ولې په ژوند کې د همدغه ملګري تلاش نه کوو؟

ای وروره!
هدیره کې تاته مال او دولت نه پکارېږي، هلته خان او غریب په یوه خاورين بستر پراته دي.

ای وروره!
دا ځواني او دا مستي به مو تل نه وي، یوه ورځ ضرور مرګ راتلونکی دی، راځئ چې نېک عملونه زیات کړو، بیا به هغه ورځ ډېر ارمان کوو، په کومه ورځ چې پر مونږ تورې خاورې انبار وي.
راځئ چې هديرې ته د عبرت لپاره ولاړ شو، هلته نورو مړو ته د دُعا تحفه یوسو، زمونږ دغې تحفې ته هغوۍ تل سترګې په لار دي، دا هغه خلک دي چې، یو وخت یې زمونږ په شان په دې نړۍ کې ژوند کوه؛ خو اوس بې وسه په سپېرو خاورو کې پراته دي.

په حدیث شریف کې راغلي:
سول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«کُنْتُ نَهَيْتُکُمْ عَنْ زِيارَةِ الْقُبُورِ فَزُورُوا، فَاِنَّها تُزَهِّدُ فِي الدُّنْيا وَتُذَکِّرُ الآخِرَةَ»
(رواه مسلم، احمد و سنن ترمذی)
ژباړه:
-ما تاسې د قبرونو له لېدلو او ورتګ څخه منع کړي واست؛ خو اوس ورځئ ځکه چې، هغه تاسې ته آخرت درپه زړه کوي.

ګرانو وروڼو!
هیله ده چې ددې معلوماتو په خپرولو کې مونږ سره مرسته وکړئ او د ثواب په نیت یې، نورو ملګرو سره هم شریک کړئ چې، ټول ترې عبرت واخلي.

مخکینې مطلب

د شیطان پېژند ګلوي - یولسمه برخه

بل مطلب

ایا ما ګنهګار به اللهﷻ وبښي؟

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com