دوشنبه, مې 4, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د شیطان پېژند ګلوي – یولسمه برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 1, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
17
ځلې شریک شوی
207
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه  : په تېرو برخو کې مو د شیطان د دښمني په شلو صورتونو خبرې  وکولې او په تېره  (لسمه برخه) کې  مو د انسان په مقابل کې د شیطان د جنګي تجهیزاتو او اسبابو په اړه خبرې کړې وې پدې برخه کې پدې موضوع سره غږیږو چې آخر شیطان چې په انسان باندې دومره کوښښ کوي دا له انسان نه څه شی غواړي؟ د تېرې برخې په دوام …

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

شيطان له انسان نه څه شی غواړي؟

شیطان له انسان نه غواړي چې داسې کار وکوي چې په آخرت کې د هغې له امله دی دوزخ ته لاړ شی لکه الله جل جلاله  چې فرمایی : إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ (6).سورة فاطر

ترجمه : بېشکه چې شیطان تاسې ته دښمن دی پس تاسې هم ونیسئ دی (خپل) دښمن بېشکه هم دا خبره ده چې بولي شیطان ډله خپله (ځای د هلاک ته) د پاره د دې چې شي دوی له ملګرو د دوزخ (په آخرت کې) .

او اور ته دتللو لوی لامل کفر دی نو شیطان هم له انسان نه غواړي چې کافر شي لکه الله جل جلاله  چې فرمايی : كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنْسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ (16)  فَكَانَ عَاقِبَتَهُمَا أَنَّهُمَا فِي النَّارِ خَالِدَيْنِ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ(17). سورة الحشر

ترجمه : (مثال د منافقانو په مخالفت د وعدې کې) لکه مثل (قصه) د شیطان داسې ده کله چې وائي انسان ته چې کافر شه نو کله چې (انسان) کافر شي وائي (شیطان) زه بېزاره جلا یم له تا څخه بېشکه زه وېرېږم له الله جل جلاله  چې رب د ټولو عالمیانو دی پس دی عاقبت انجام د دواړو (ګمراه کوونکي او ګمراه شوي) داسې چې بېشکه هغوی دواړه به وي په اور (د دوزخ) کې تل به اوسیږي دوی (دواړه) په هغه (اور د دوزخ) کې او هم دا (خلود د اور د دوزخ جزاء د ظالمانو (کافرانو) ده .

او که يې په کوم انسان ددې وس ونه رسيږي چې هغه کافر کړي نو بيا کوښښ کوي چې په هر ډول او هره اندازه کېدای شي له سمې لارې نه يې څه نا څه بې لارې کړي لکه رسول الله صلی الله علیه و سلم  چې فرمايي : ترجمه : بېشکه شيطان  انسان ته د هغه په لارو کې کېناست  اول ورته د اسلام په لاره کې کېناست ورته يې وويل : ته اسلام راوړې ، خپل دين پريږدې  د خپل پلار او د خپل پلار د پلرونو دين پريږدې؟  خو انسان د هغه نا فرماني وکوله (د هغه خبرو ته يې پام ونه کولو  او ) اسلام يې قبول کړو  بيا ورته د هجرت په لاره کې کېناست ورته يې وويل : ته هجرت کوې ، خپله زمکه  خپل اسمان پريږدې مهاجر خو لکه آس داسې وي په صحرا کې ګرځي  خو انسان دده دا خبرې هم ونه منلې او هجرت يې وکاوه  بيا ورته د جهاد په لاره کې کېناست ورته يې وويل : ته جهاد کوې دا خو د ځان او مال سختي ده  ته جنګ کوې  ته به وو‌ژل شې ښځه به د بل څوک په نکاح کړي ، مال به د تقسيم کړي  خو مجاهد دده دا خبرې ونه منلې او جهاد يې وکولو  بيا رسول الله صلی الله علیه و سلم  وفرمايل :  چا چې دا کارونه وکول  (په دې ځايونو کې يې د شيطان مخالفتونه وکول) الله جل جلاله  به يې جنت ته ننه باسي  که چېرته غرق شي الله جل جلاله  به يې جنت ته ننباسي که چېرته يې سپرلي تر پښو لاندې کړي الله جل جلاله  به يې جنت ته ننباسي .  رواه النسائي و احمد

کفر او شرک

شيطان له انسان څخه غواړي چې کافر شي ، مشرک شي ، د الله جل جلاله  او د رسول الله صلی الله علیه و سلم  دښمني ته ملا وتړي  کله چې انسان کافر کړي  يا يې مشرک کړي نو بس د شيطان زړه ورباندې يخ شي ، دمه يې پرې جوړه شي ، ستړيا يې ورباندې هېره شي  او شيطان له انسان نه اول همدا غواړي او آخر ترې هم همدا غواړي او که چېرته يې کافر کړي نو بيا دا کافر کس  (الله جل جلاله  د مونږ ترې وساتي) د شيطان له لښکر ځنې شي او د هغه د فوځ يو غړی شي ، هغه کارونه کوي چې شيطان ورته امر کوي ، د مظلومانو قتل ، غلا ، ناروا خوراکونه ، ظلمونه ، د الله جل جلاله  له لارې د انسانانو ګرځول او داسې نور کارونه وي چې دا کافر انسان يې د شيطان په حکم او اشاره سره کوي .

د همدې امله دي چې کفار کوښښ کوي چې مسلمانان له خپله دینه وګرځي  دا چې د دنیا مسلمانان  الله مه کړه ټول هم کافران شي نو کفارو ته یې خیر نه رسیږي البته شیطان ورباندې خوشحالیږي نو کافر دا هڅې د شیطان په تحریک سره کوي  د همدې امله دي چې ځینې کفارو دېته کار ویلی وي چې څنګه مسلمانانو ته تکلیف ورکړي ؟ څنګه باید مسلمانان له خپل دین څخه بېزار کړي؟   دا ټولې هڅې  شیطان کوي او دا کافر انسان ورته د خپلې وسیلې په توګه کاروي  (الله د مونږ لداسې ذلت نه وساتي)

او که چېرته له کوم انسان څخه شيطان نا اميد شي چې دا نه کافر کيږي نو بيا د دوهمې مرتبې لپاره ورباندې کار شروع کړي

بدعت

کله چې شيطان له انسان څخه نا اميد شي چې دا کفر او شرک نه کوي نو بيا په انسان پسې کوښښ کوي چې په کوم بدعت يې آخته کړي  پداسې يو کار يې آخته کړي چې په قرآن کريم ، د رسول الله صلی الله علیه و سلم په احاديثو او سلفو کې يې ساری نه وي  داسې عمل شيطان ته له ګناه نه ډېر ګران وي ځکه داسې عمل د ډېرو خلکو د ګمراهي سبب کيږي او ددې ضرر په دين کې متعدي وی  او کله چې شيطان په کوم انسان  باندې کامياب شي او هغه د کوم بدعت په کار باندې آخته کړي نو بيا هم ورته خوشحال شي چې ځه د خلکو لپاره مې يو غلط لارښود جوړ کړو او څه وخت وروسته به ډېر خلک پدې کس پسې اقتدا‌‌ء وکوي او دا کس به د هغوی ټولو د ګمراهي سبب شي .

د همدې امله دي چې زمونږ په معاشره کې ځینې د بدعت نه ډک رواجونه پاتې دي زمونږ خلک یې پداسې توګه تعقیب کوي چې که څوک یې مخالفت کوي لویه ګناه ورته ښکاره کیږي  او په خوا کې به یې کوم سنت عمل وي انسان به د هغې په کولو کې دومره کوښښ  نه کوي  ځکه د بدعت لوري ته یې شیطان هڅوي .

او که چېرته يو انسان په دين کې دومره کلک وي چې شيطان يې په کوم بدعت کار باندې آخته نشي کړلی نو بيا ورباندې د دريمې مرتبې کوښښ کوي .

لوی ګناهونه

کله چې شیطان یو انسان کافر کولی يا مشرک کولی نه شی نو بیا هم ورڅخه نه نا امیده کیږی بلکه کوښښ کوي چې څه نا څه په انسان باندې غلط کار وکوي بیا هم خوشحال وي لکه رسول الله صلی الله علیه و سلم  چې فرمایل : ألا إن الشيطان قد أيس أن يعبد في بلدكم هذا أبداً، ولكن ستكون له طاعة في بعض ما تحقرون من أعمالكم، فيرضى بها. سنن الترمذي

ترجمه : خبردار شیطان لدې نه نا امیده شوی دی چې پدې ښار کې د نور څوک دده عبادت وکوي همېشه لکن بیا به هم دده اطاعت وي په ځینې داسې کارونو کې چې تاسې ته سپک ښکاره کیږی دی په هغې باندې هم رضا کیږي.

نو بیا شیطان کوښښ کوي په هغه باندې ګناهونه وکوي او په خاصه توګه چې کله انسان په خلکو کې د ښه نوم خاوند وي نېک انسان وي نو شیطان کوښښ کوي چې په هغه باندې داسې ګناهونه وکوي چې خلک ورڅخه نفرت وکوي ، د خلکو ورباندې اعتبار کم شي ، د خلکو په مينځ کې ښه نوم او عزت له لاسه ورکړي او په خلکو کې داسې شي که بيا چا ته په څه نيکي باندې امر کوي او يا څوک له کومې بدي څخه منع کوي نو خلک به يې خبره نه مني او خلک به ورڅخه نفرت کوي  او پدې ګناهونو سره به دی خپله هم د الله جل جلاله  له رحمت نه لرې شي او که په کوم بنده يې زور ونه رسيږي چې په هغه باندې لویه ګناه وکوي نو بیا کوښښ کوي چې د هغه په زړه کې نور کار وکوي د مثال په ډول د یو مسلما ن سره یې دښمني پیدا کړي  لکه الله جل جلاله  چې مسلمانان د شیطان له فریب نه خبروي او فرمايي : إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ (91). سورة المائدة

ترجمه : بېشکه چې همدا خبره ده ، غواړي شیطان چې واچوي په مینځ ستاسې کې دښمني او کینه (په څښلو) د شرابو کې او (کولو د) قمار کې او واړوي تاسې له یاده د الله جل جلاله  او لمانځه څخه نو آیا یئ تاسې منع کېدونکي (آوښتونکی له دې بدو کارونو؟ بلکه واوړئ) .

بلکه الله جل جلاله  مونږ ته فرمایی چې شیطان پتاسې کومه خاصه ګناه نه کول غواړي بلکه په هر ډول شر تاسې ته امر کوي یوازې او یوازې دا غواړي چې انسان یو بد انسان شي  الله جل جلاله  فرمایی : إِنَّمَا يَأْمُرُكُمْ بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ وَأَنْ تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ  (169). سورة البقرة

ترجمه : بېشکه هم دا خبره ده چې حکم کوي شیطان تاسې ته په بدو او قبیح کار سره (چې عقلاً او نقلاً منفور وی)  او چې ووایئ تاسې په الله جل جلاله  هغه خبرې چې تاسې پرې نه پوهېږئ . … نور بیا ان شاء الله

مخکینې مطلب

حکومت غواړي قلموال په لوی لاس ټوپکوال کړي

بل مطلب

آه د قبر شپه!!!

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com