دوشنبه, مې 4, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

ایا ما ګنهګار به اللهﷻ وبښي؟

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اگست 1, 2017
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
9
ځلې شریک شوی
116
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

لیکنه:سمیه سعید
د موسی علیه السلام په وخت کې یو ځوان و، ډېر زیات بدکار، ګنهګار او پرخپل ځان ظالم و، د کلي خلکو نوموړی په ډېره بې احترامۍ له ښار څخه بهر وویستو او ویل یې چې دا ځوان ډېر ګنهګار انسان دی، داسې نه چې دده له امله الله تعالی پرمونږ قهر نازل کړي.
ځوان له دې وروسته په یوه کنډواله کې ژوند پیل کړو، په دې ځای کې د ده لپاره د خوراک او څښاک هېڅ نه وو ، نه یې کوم خپل او نه خپلوان وو، بس یواځې یې ژوند کولو.
الله تعالی موسی علیه السلام ته وحی وکړه چې زما له ولیانو څخه یو ولي وفات شوی دی ؛ نو ته هلته لاړ شه، هغه ته غسل ورکړه ، د جنازې لمونځ یې وکړه او په کلي کې اعلان وکړه ، د هرچا ګناه چې ډېره زیاته وي او په دې جنازه کې ګډون وکړي ، الله تعالی به یې ټول ګناهونه ورته وبښي.
کله چې موسی علیه السلام دا اعلان وکړ، بې شمېره خلک د واره له خپلو کورنو را ښکاره او د جنازې په ځای کې را غونډ شول، خلکو د مړي له مخ څخه د پردې په لرې کولو مړی و پیژندلو او موسی علیه السلام ته یې عرض وکړ ، چې ای د الله نبي ! دا خو هغه فاسق دی چې مونږ له کلي شړلی و.
ددې خبرې په اورېدو موسی علیه السلام ډېر زیات په تعجب شو، موسی علیه السلام چې کله مړي ته وکتل حیران شو او وې ویل چې دا خو ریښتیا همغه ګنهګار ځوان دی ، چې بې له ګناه څخه به یې ژوند نه شو کولای، ایا دده په اړه الله تعالی ماته وحی کړې؟!
الله تعالی موسی علیه السلام ته وحی وکړه، او وېي فرمایل چې دا خلک رښتیا وایي !
کله چې خلکو دا ځوان له ښار څخه وشړلو، موده وروسته د یخوالي له امله دا ځوان ناروغ شو، نو یي ښي او کیڼ خواته په کتلو نه ملګری ، نه کوم خپل او نه هم خپلوان تر نظره شول ، د یواځېتوب، غربت او ذلت احساس یې وکړ او بیا یې پاس د اسمان خوا ته وکتل او وېي ویل:
الهي ! زه ستا له بندګانو څخه یو بنده یم، له ښار څخه شړل شوی یم، څوک مې په ښار کې د ژوند کولو لپاره نه پریږدي.
يا الله ! که زه په دې پوهېدای چې هغه عذاب چې ته يې ماته راکوې ، ستا په ملکیت کې زیاتوالی رامنځ ته کوي ، او یا هغه بښنه چې ته پرې ما بښې، ستا په پادشاهي کې څه کمی راولي، نو ما به هېڅکله ستاڅخه د بښنې غوښتنه نه وای کړې، خو زما ساتونکی او بښونکی پرته له تا بل څوک نه دی، ځکه تا په خپله ویلي چې زه تر ټولو ډېر لوی بښونکی او مهربان یم!
بیا نو هیله کوم چې زما زړه مه راماتوه!
اې موسی !
ایا ماته دا مناسبه ده، چې د هغه دعا رد کړم پداسې حال کې چې دی زما څخه په ډېره عاجزۍ زما د صفاتو په یادولو د بښنې غوښتنه کوي او رڼې اوښکې تویوي.
ای موسی ! زه په خپل عزت قسم یادوم ! که دې ځوان د نړۍ د ټولو وګړو لپاره بښنه غوښتې وی ما به ددې ځوان د تواضع په خاطردا ټول خلک بښلي وو.!!!
الله اکبر!!! که یې له الله تعالی څخه د ټولو انسانانو د بښنې غوښتنه کړې وای ، الله تعالی به دا ټول خلک بښلي وو!
ای موسی!
زه د غریب او اجنبي خلکو مرستندوی، ملګری طبیب، او پر داسې خلکو ډېر مهربانه یم.!
هغه ګنهګار ځوان، چې بې له ګناه څخه یې بل کار نه و زده، له هغه نه الله تعالی ولي جوړوي، هغه هم یواځې په یو وار توبه؟!
ځمونږ خالق ډير مهربانه او پوره رحم لرونکی دی، مګر مونږ د دعا د غوښتلو په طریقه نه پوهېږو، که مونږ په سمه توګه د الله تعالی څخه د د عا غوښتنه وکړو ، هغه به راته ټول ګناهونه معاف کړي.!
یا الله سبحانه وتعالی مونږ ټول ستا ډېر ګنهګاره بندګان یو، همداسې چې دې هغه ځوان ته بښنه کړې ، همدغه شان بښنه مونږ ته هم وکړه.
الهم امین!
ماخذ:- احیاء العلوم

مخکینې مطلب

آه د قبر شپه!!!

بل مطلب

حکمتیار: که حکومت ترې وغوښتل د شمال امنیت به په ۶ میاشتو کې ټینګ کړي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com