ابوبلال
امریکا او افغان دولت له تېرو پنځلس کلونو راهیسې د بین الافغاني سولې او شورا په نوم خپلو ملاتړو ته د کال ملیونونه ډالره بودیجه ځانګړې کوي چې بیا همدغه بودیجه بېرته د زورواکو او پردیو مزدورانو په عیاشۍ، فحاشۍ او په خارج کې د تجارت او کورونو تر څنګ د نائټ کلبونو او نڅا ځایونو په جوړولو باندې مصرف کېږي
پوښتنه داده چې امریکا او تش په نوم افغان دولت ولې په لوی لاس دا هیواد او ملت د سولې په نوم د جنګ په یو نړۍ وال ډګر بدلول غواړي؟
دوی چې دلته سوله نه غواړي نو دومره بېځایه د بودیحې مصرف ته څه اړتیا ده؟
خبره داده چې لومړی خو د امریکا او اشغالګرو په جنګ کې ګټې دي په سوله کې یې ګټې نشته. د دوی د وسلو او بمونو او جنګي تیکنالوجۍ د ازمائښت او استعمال او خرڅلاؤ ځای او میدان ته اړتیا ده او دهغې لپاره افغانستان په سیمه کې یو ښه ستراتیژیک موقعیت دی
همدا راز د خپلو سیمه ئیزو سیالانو پر وړاندې د یو ښه سنګر تر څنګ بې سرنوشته او بې پوښتنې هیواد هم دی.
بله دا چې دوی دغه پیسې یواځې ددې لپاره مصرف کوي چې د ولس عامه اذهان تخریب کړي چې ګواکې امریکا او افغان دولت خو د سولې لپاره په کال کې دومره مصارف کوي مګر طالبان سولې ته نه حاضریږي او همدا راز دا به هم درته معلومه وي چې دسولې په شورا ته تل داسې اشخاص او څېرې نوماند شوي چې هغه د طالب او ملت سره تل په دښمنۍ کې پاتې شوي
تر اوسه کوم داسې شخص ونه ټاکل شو چې هغه د ولس په خوښه او دملت له منځه راولاړ شوی وي.
تاسو ته به معلومه وي چې دلته هر چا د سولې لپاره رښتینی غږ پورته کړی هغه د نامعلومو وسله والو له لورې وژل شوی یا تهدید شوی او یا د دولت د امنیتي ارګانو له لورې نیول شوی او بیا ورته اخطار ورکول شوی چې په راتلونکې کې باید دسولې غږ خپ او بند کړي
تیره ورځ انجینر نظرمحمد مطمئن لومړی د نامعلومو وسله والو په نوم له ځان سره وړل او بیا د ملا عبدالجلیل په نوم د طالبانو د یو پخواني غړي په نوم د هغه د نیولو منل، دملا جلیل په نوم په همدغه ورځ فیس بک پاڼه یا اکاونټ جوړول، او بیا د څو ساعتونو څخه وروسته د پنځمې حوزې د منسوبینو له خوا د نظرمحمدمطمئن نیول منل او له ځان سره ساتل، دا ټول داسې څه دي چې سړی حیرانوي.
مطمئن به څومره لوی مجرم وي؟
د مطمئن لویه ګناه همدا ده چې د سولې لپاره یې شپه ورځ په ځان یوه کړې، یا دا چې افغان دولت ته یې دهغوی نیمګړتیا او کمزورۍ په ګوته کولې؟
یا دا چې دهیواد څخه یې د اشغالګرو او خارجي پوځیانو د وتلو لپاره چیغې وهلې؟
یا دا چې د مجاهدینو او طالبانو حقانیت او مثبت اړخونه یې په خلکو منل؟
زه نه پوهیږم مطمئن صیب خو څوک وژلي نه دي، څوک یې غلا او اختطاف کړي نه دي، غصب او چور یې نه دی کړی، د چا ناموس ته یې سپک نه دي کتلي، او دسولې لپاره هلې ځلې کوي په اسلامي افغاني کلتور او لباس سمبال یو سوچه پاک زلمی دی، د اسلامي تعلیم ترڅنګ په عصري تعلیم هم سمبال دی، آخر داسې کومه ګناه ده چې نظرمحمد مطمئن یې مرتکب دی او دهغه ګناه په ارتکاب د دولت له خوا نیول کېږي او تهدید کیږي؟
بالعکس هغه خلک چې یاد ټول جرمونه یې ښه په زغرده ترسره کړي په هیواد کې په جګو سترګو هسکه غاړه ګرځي او بده یې داده چې د دولت له خوا نازول کېږي او امتیازات خم ورکول کېږي
غلا، چور، تالان، غصب، اختطاف، قتل او د ملت ناموس سپکول، لواطت، او شراب خوري، دا ټول ترسره کوي مګر دا خلک نه مجرمین دي او نه هم د دولت له خوا ونیول شول، او نه تراوسه چا د دوستم او د ایشچي د لواطت کیسه یاده کړه، او نه هم دشمال دلنډغرو له لورې د پښتنو قتل عام، او نه هم د فراه او شبرغان د زرګونو کورنیو د ځمکو غاصبین او قاتلان چا ونیول
بلکې اوس هم په دولت کې اعلی مقام لري څوک ورته پورته نه شي کتلی مګر دمطمئن صیب په څیر د سولې اتلان او د ملت او وطن رښتیني غمخواران د تورو تمبو شاته اچول کېږي
داسې ښکاري چې امریکا او افغان دولت دلته سوله نه غواړي بلکې دسولې سره په لوی لاس دښمني پالي او د قلموال څخه مو قصداً ټوپکوال جوړول غواړي.


















