(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۱)
د ورکړل شويو راپورونو له مخې نن سهار مهال د امريکا په لاس انجلس ايالت کې د چين په کونسلګرۍ وسله وال بريد شوی.
پوليس وايي، لومړی بريد کوونکي د کونسلګرۍ په ودانۍ ډزې کړي او له هغې وروسته يې ځانوژنه خپل ځان په مرمۍ وويشت او مړ شو.
د پوليسو په وينا، په دغه بريد کې د چين د کونسلګرۍ کارکوونکو ته ځاني زيان نه دی اوښتی خو په خبره يې چې په مرميو د کونسلګرۍ دورازې، کړکۍ او هيندارۍ لګېدلي او زيانمنې شوي دي.
تر اوسه د بريدګر هويت نه دی په ډاګه شوی، خو ځايي سرچينو ويلي له څېرې د اسيايي هېوادونو وګړی معلومېږي.
د ځايي پوليسو يو تن مشر لوپيز رسنيو ته ويلي، چې بريد په داسې حال کې شوی چې کونسلګرۍ بنده وه.
په دغه ايالت کې د چين کونسلګرۍ پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې چاته زيان نه دی اوښتی خو په دې اړه يې له چارواکو سره خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.
په ۲۰۱۱م کال کې هم په دغه کونسلګرۍ د يو چينايي الاصله امريکايي له لوري بريد شوی و چې بيا وروسته د پوليسو له لوري ونيول شو.
-الماس خدرخېل-


















